افغانستان

پاکستانی حکومت لاهم سوداګرو ته ستونزې جوړوي

(سپوږمۍ راډیو):

پاکستانی حکومت لاهم سوداګرو ته ستونزې جوړوي

پاکستان له ژمنو سره سره لا هم په تورخم کې افغان سوداګرو ته ستونزې جوړوي. د رسنیو د راپورونو له مخې پاکستان لا هم پر خپلو ژمنو عمل نه دی کړی او هغه موټرونه ځوروي چې له افغان لوري توکي لېږدوي. په پېښور کې د سوداګرۍ خونو مسوولینو ویلي، په ځلونو یې له حکومت سره خبرې وکړې چې دغه ستونزه لرې کړي خو لا هم له افغان لوري وارداتو مالیات وضع شوي دي او د تګ راتګ پر وخت سوداګرو ته ستونزې جوړېږي. په دې وروستیو کې افغانستان او پاکستان د سولې پر عمل پلان کار پیل کړی و، چې له مخې یې باید په سوداګرۍ کې هم اسانتیاوې راوستل شي. پاکستان ژمنه کړې وه، چې د سوداګرۍ په برخه کې به هېڅ راز ستونزې نه جوړوي خو پر دغو ژمنو یې عمل نه دی کړی.