امریکا: چابهار د افغانستان پرمختګ ته مهم دی، ستونزې به نه ورته جوړېږي

(سپوږمۍ راډیو):

امریکا: چابهار د افغانستان پرمختګ ته مهم دی، ستونزې به نه ورته جوړېږي

امریکا وایي پر ایران د بندیزونو په لړ کې د چابهار په برخه کې نرمښت ښيي. په ملګرو ملتونو کې د امریکا دایمي استازې نیکي هیلي هند ته سفر کړی و او لومړي وزير مودي سره يې د چابهار په اړه د دوی اندېښنې اورېدلې دي. د رسنیو په راپورونو کې راغلي چې د چابهار په اړه پر امریکا د هند فشار نتیجه ورکړې ده او امریکا په دې برخه کې نرمښت ښودلی دی. هیلي ویلي دا چې هند له امریکا سره د افغانستان په امنیت او ددغه هېواد په بیا رغونه کې ډېرې مرستې کړې دي نو دغه ګام یې هم د افغانستان د پرمختګ لپاره خورا مهم دی. نوموړې ویلي چې امریکا د چابهار په برخه کې ستونزې نه جوړوي او پرېږدي چې دغه بندر ګټه اخیستنې ته وسپارل شي. خو نوموړې له هند غوښتي چې له دې وروسته له ایران د تېلو واردات بند کړي.

x

Check Also

ولسي جرګې په ټاکنو کې د بایومټریک کارولو هرکلی وکړ

(عزم ویب پاڼه):   عزم(شنبه، ۳۱ وږی ۱۳۹۷) د ولسي جرګې غړیو ...