په تخار کې د طالبانو په ډله ییز برید کې ۱۴ پولیس وژل شوي

(اریانا نیوز):

طالبانو د تخار ولایت د چاه آب ولسوالۍ د نوآباد کلي په یتیم تپه سیمه کې ۱۴ سرحدي پولیس وژلي او ۶ نور تر دې دمه تریتم شوي دي.

د تخار والي ویاند سنت الله تیمور د پنجشنبې پر ورځ( د چنګاښ ۷) منلې، چې طالبانو د چارشنبې پر شپه دوه بجې د سرحدي پولیسو پر پوستو بریدونه کړي؛ پوستې یې نیولي، مهمات او وسلې یې ترې وړې دي.    

د نوموړي د څرګندونو له مخې؛ دغه برید آمو سیند ته نږدې د افغانستان او تاجکستان سرحدي سیمې ته نږدې رامنځته شوی دی.

هغه دا هم په ډاګه کړې، چې دمګړۍ د دغې سرحدي سیمې د پراخ ځنګله په اړوند برخو کې د ورکو پولیسو پلټنه روانه ده.  

ښاغلي تیمور دا هم ویلي، چې کیدی شي ورک پولیس ، طالبانو نیولي وي.

نوموړي زیاتي، چې وسلوالو طالبانو ته هم مرګ و ژوبله اوښتې؛ خو له بشپړ شمېر یې معلومات نشته.

طالبانو په اړوند سیمه کې د ۴ پوستو د نیولو تر څنګ د اته پولیسو د وژلو او د یو د ژوندي نیولو ادعا کړې ده.

له تاجکستان سره نږدې سرحدي ځنګلونه د دغه ولایت ناامنه سیمې ګڼل کیږي، چې وسلوال طالبان په کې پراخې هڅې تر سره کوي.

x

Check Also

ولسي جرګې په ټاکنو کې د بایومټریک کارولو هرکلی وکړ

(عزم ویب پاڼه):   عزم(شنبه، ۳۱ وږی ۱۳۹۷) د ولسي جرګې غړیو ...