لوګر کې چاودنې اته تنه وژلي او څلور نور ټپیان دي

(نن ټکی اسیا):

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۷چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې چاودنې اته تنه وژلي او څلور نور يې ټپیان کړي دي.

د ۲۰۳ تندر قول ارد مطبوعاتي څانګه وايي چې پېښه نن د اسماعیل خېلو په سیمه کې وشوه، او قربانیان يې هغه کسان دي چې د «سولې غوښتنې» په نوم را ټول شوي و.

د سرچینې په وینا په وژل شویو کې یوه مېرمن هم له خپل ماشوم سره وژل شوې ده.

تر اوسه خپلواکو سرچینو د پېښې د جزییاتو په اړه څه نه دي ویلي.

په ورته وخت کې نن سهار مهال د محمد اغې ولسوالۍ په واغجان سیمه کې ځايي عسکرو درې تنه ولسي وګړي ووژل.

جان محمد، محمدنسیم او محمدرحیم د مرکز اړوند د زرغون ښار اوسېدونکي و، چې ځايي عسکرو ووژل، خو د جرم په اړه يې څه نه دي ويل شوي.

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: لوګر کې چاودنې اته تنه وژلي او څلور نور ټپیان دي

x

Check Also

احمدشاه زمانزی د ټاکنو د خپلواک کميسيون د دارالانشا مشر ټاکل شوی

(نړۍ نیوز): احمدشاه زمانزی د ولسمشر اشرف غني په فرمان د ټاکنو ...