افغانستان

فاریاب کې د طالبانو پر یوه غونډه هوایي بریدونه مرګ ژوبله اړولې

(خامه پریس):

په فاریاب ولایت کې د وسله والو طالبانو پر یوه غوڼده هوایي بریدونه د دولت ضد وسله والو ته درنه مرګ ژوبله اوښتې ده.
په شمال کې د ۲۰۹ شاهین قول اردو وایي د طالبانو په وړاندې تازه هوایي بریدونه پرون د خواجه سبز پوش ولسوالی په مربوطاتو کې ترسره شوي.
د شاهین قول اردو له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې تېره ورخ شاوخوا ۱:۳۰ بجې د خواجه قشری په سیمه کې د طالبانو پر یوه غونډه لږ تر لږه پنځه بریدونه ترسره شوي.
خبرپاڼه زیاتوي، چې د هوایي بریدونو په ترڅ کې ۱۵ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او لږ تر لږه ۸ نور ټپیان دي.
د خبرپاڼې په اساس د هوایي بریدونو په ترڅ کې د طالبانو دوه موټرونه او درې موټرسایکلونه هم لمنځه تللي دي.
د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
د طالبانو په وړاندې تازه هوایي بریدونه ظاهراً له اوربند څخه د وسله والو د سرغړونو په غبرګون کې ترسره شوي.

Tags