پاکستان د ترهگرو د مالي ملاتړ کوونکو هېوادونو په خړ نوملړ کې شامل شو

د ترهگرۍ پر ضد د مالي گام کاري ځواک پاکستان د ترهگرو د مالي ملاتړ کوونکو هېوادونو په خړ نوملړ کې شامل کړ.

ډيپلوماټيکې سرچينې وايي، چې د مالي گام کاري ځواک پاکستان د ترهگرو مالي ملاتړ کوونکو هېوادونو په خړ نوملړ کې شامل کړی دی، خو تر اوسه په دې اړه رسمي اعلاميه نه ده خپره شوې.

د مالي گام کاري ځواک يا «ايف اې ټي ايف» د ۳۷  غړو هېوادونو استازو په پاريس کې په خپلې غونډې کې وويل، چې پاکستان ته څو مياشتې وخت ورکړی شوی و، چې د ترهگرو مالي ملاتړ پر ضد جدي گامونه پورته کړي، خو دغې ادارې ويلي، چې پاکستان په خپلو کړنو کې ناکام شوی او له همدې امله د ترهگرو په مالي ملاتړ کوونکو هېوادونو په نوملړ کې شامل شو.

د مالي گام اداره د اوو سترو دولتونو «جي سیون» په لارښوونه جوړه شوې، ۳۷ هېوادونه يې غړي دي او پاکستان يې تر اوسه غړيتوب نه لري، خو پاکستان يې په خپلې وروستۍ ناستې کې د ترهگرو مالي ملاتړ کوونکو په خړ نوملړ کې شامل کړ.

د مالي گام نړيواله کاري اداره  نادولتي اورگان دی، ځينې دولتونه د ترهگرو د مالي ملاتړ له امله په خړو او تورو نوملړونو کې شاملوي. دغه اداره د بنديزونو واک نه لري، خو په خړ او تور لېست کې د شامل شوو هېوادونو صادرات، واردات او چارواکي يې  په نړيواله کچه له ستونزو او ننگونو سره مخ کيږي.

د روان کال جنورۍ کې د مالي گام نړيوال کاري ځواک پاکستان ته مهلت ورکړی و، چې  د ترهگرو د مالي مرستو د مخنيوي لپاره جدي  هڅې وکړي، خو دغه اداره وايي، چې پاکستان په خپلو هڅو کې ناکام شوی او له همدې امله يې د ترهگرو د مالي ملاتړ کوونکو په خړ نوملړ کې شامل کړی دی.

د پاکستان د ماليې لنډمهالي وزيرې  شمشاد اختر د خپل هېواد په استازولۍ د  پاريس په دغه غونډه کې گډون درلود او د ترهگرو د مالي مرستو او پيسو سپينولو د مخنيوي سربېره يې د پاکستان د بانکوالۍ قوانينو په سختۍ خبرې وکړې، خو دغې ادارې د پاکستاني وزير خبرې د ډاډ وړ ونه بللې او پاکستان يې د ترهگرو د مالي ملاتړ کوونکو په خړ نوملړ کې شامل کړ.

سرچینه: نړۍ نیوز

x

Check Also

پر ایراني پوځ د برید مرګ ژوبله تر ۵۰ اوښتې ده

د ایران په اهواز ښار کې پر نظامي پرېډ د وسله وال ...