نړۍ

ترکیه: موږ د امریکا غوښتنې نه پر ځای کوو

ترکیه: موږ د امریکا غوښتنې نه پر ځای کوو

ترکیه وایي د امریکا هغه غوښتنه نه پر ځای کوي چې له مخې یې باید له ایران تېلو وارد نه کړي. د ترکیې د اقتصاد وزیر نیهات زیبکچي وویل، که ملګري ملتونه پریکړې وکړي یا بندیزونه ولګوي ترکیه به یې عملي کړي، خو له دې ور اخوا دوی یوازې خپلې ګټې په پام کې نیسي. واشنګټن د تېرې سې شنبې په ورځ خپلو متحدینو ته خبرداری ورکړ چې د نوومبر تر۴ مې باید له ایرانه د تیلو واردات ودروي. ترکیه چې له روسیې د اس ۴۰۰ دفاعي سیسټم د اخېستو له امله په دې وروستیو کې د واشنګټن د بندیزونو له ګواښ سره مخ ده، له خپل ګاونډي هېواد ایران ملاتړڅرګند کړی دی.

 

سرچینه: سپوږمۍ راډیو