پاکستان د ترهګرو ملاتړو هيوادونو لېست کې شامل شو

پاکستان د ترهګرو ملاتړو هيوادونو لېست کې شامل شو

د رسنیو د راپورونو له مخې د پاکستان له بې شمېره ديپلوماتیکو منډو ترړو سره سره تېره ورځ د پاریس غونډې پرېکړه وکړه، چې پاکستان به د ترهګرو د ملاتړو په خړ لېست کې شاملوي. د (FATF) نړیوالې ادارې تېره ورځ د غړو هېوادونو په تایید دغه پريکړه کړې ده. ددغه ادارې په وینا پاکستان لا هم ترهګر فعالیتونه کوي او په دغه هېواد کې د ترهګرو مالي ملاتړ لا هم په خپل اوج کې دی. تر دې وړاندې د روان میلادي کال په فبرورۍ میاشت کې پاکستان ته درې میاشتې وخت ورکړل شوی و، چې د ترهګرو له ملاتړه لاس واخلي او که دا کار ونه کړي نو د ترهګرو د ملاتړو په لېست کې به شامل کړل شي. د درېیو میاشتو په تېرېدو پاکستان بریالی نه شو، چې په دې برخه کې اقدامات وکړي نو له همدې امله د امریکا په ټینګار پاکستان د ترهګرو د ملاتړو په خړ لېست کې شامل کړل شوی دی. په لومړي سر کې عربستان، چین او ترکیې ددې پرېکړې مخالفت کاوه، خو وروسته یوازې ترکیې او چین د پاکستان پلویتوب کړی او سعودي عرب يې هم په خلاف رايه کارولې ده.

 

سرچینه: سپوږمۍ راډیو

x

Check Also

ټرمپ پوتین ته: نړۍ زموږ ترمنځ ښې اړیکې غواړي

د امریکا ولسمشر ټرمپ له خپل روسي سیال ولادیمیر پوتین سره پرون ...