ایرلینډ په لمړۍ ۲۰ اوریزه سیالۍ کې هندوستان څخه ماتې وخوړه

د ایرلینډ په کوربه توب د هندوستان او ایرلینډ د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ لمړۍ ۲۰ اوریزه سیالۍ کې هندۍ لوبډلې ایرلینډ څخه په خپل کور کې په لوړ توپیر سره بریا خپله کړه.

د دواړو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ د ایرلینډ په دوبلین ښار کې دوه ۲۰ اوریزه کرکټ سیالۍ پلان شوې دي، چې لمړۍ لوبه یې د هندۍ کرکټ ملي لوبډلې په ګټه پای ته ورسیده.

په دې لمړۍ ۲۰ اوریزه سیالۍ کې هندۍ لوبډلې د پیلیزو لوبغاړو روهیت شرما د ۹۷ او شیکر ډاون د ۷۴ منډو پرمټ په ټاکلو ۲۰ اورونو کې د ۶ لوبغاړو په سوځیدو ټولې ۲۰۶ منډې جوړې کړې.

ایرلینډۍ لوبډلې د لوبې ځوابي پیل کې د هندي بالرانو خلاف ښه ونکړ او د لوبې تر پایه پورې یې یواځې ۱۳۲ منډې جوړې کړې.

په دې لمړۍ سیالۍ کې هندۍ لوبډلې د ۷۴ منډو په لوړ توپیر سره ایرلینډ د کرکټ ملي لوبډلې ته ماتې ورکړه.

په سیالۍ کې د ایرلینډ لپاره پیټر چیس د هندوستان او هندي کولدیف یاداوو د ایرلینډ څلور څلور لوبغاړي وسوځول.

همدا راز د ایرلینډ کرکټ ملي لوبډلې لپاره په توب وهنه کې یواځې شنانا تر نورو ښه وځلید، چې ۶۱ منډې یې جوړې کړې، خو لوبډله یې د بریا څخه وروسته پاتې شوه.

 د دواړو کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ دویمه ۲۰ اوریزه سیالي به سبا د جمعې ورځ بیا هم د ایرلینډ په دوبلین کې ترسره شي، چې پکې به ایرلینډۍ کرکټ ملي لوبډله د هندۍ لوبډلې خلاف د خپلې لمړنۍ تاریخي بریا کوښښ کوي.

سرچینه: یاران

x

Check Also

نن په نړیوال کرکټ کې ټول میدانونه خالي دي 

 د کرکټ نړیوالې شورا لخوا د بېلابیلو هېوادونو مختلفو لوبډلو ته د ...