د ارګ خبرپاڼه

جمهوررئیس غني د فراه ملکي او نظامي مسوولینو ته: همغږي مو پياوړې کړئ

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهورئیس محمداشرف غني نن غرمه د توحید ملي مرکز څخه د ویډیويي کنفرانس له لارې د فراه ولایت د امنیتی وضعیت د ارزونې په خاطر د دغه ولایت له ملکي او نظامي مسوولانو سره خبرې وکړې.

په پیل کې د فراه والي عبدالبصیر سالنګي په بېلابېلو برخو کې د ستونزو او لاسته راوړنو په شمول د دغه ولایت د عمومي امنیتي وضعیت په اړه راپور ورکړ. همدارنګه د ۲۰۷ظفر قول اردو قومندان په فراه ولایت کې د میشتو امنیتي او دفاعي ځواکونو په استازیتوب امنیتي راپور وړاندې کړ.

د هېواد جمهوررئیس د ملکي او نظامي مسوولانو د راپور له اورېدو وروسته په داسې حال کې چې د فراه ولایت والي، د ۲۰۷ظفر قول اردو قومندان، د زونونو، امنیه، لوا، سرحدي او عامه نظم قومندانانو او د فراه د ملي امنیت رئیس حضور درلود، د دولتي بنسټونو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړي کولو لپاره لازمې لارښوونې وکړې.

جمهوررئیس محمداشرف غني د فراه ولایت لوړ پوړو چارواکو ته لارښوونه وکړه چې په دغه ولایت کې د میشتو بنسټونو سره په ګډو هڅو ولس سره د ښو اړیکو جوړولو او د خدمتونو وړاندې کولو، د دښمن د پلانونو په دفع کولو او د زیربنايي انکشافي پروژو د ښه تطبیق په خاطر برنامې جوړې او عملي کړي.

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ

x

Check Also

هند افغانستان سره د (زر) بسونو د ورکړې او بيلابېلو برخو کې د همکارۍ ژمنه وکړه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۲۹) افغان چارواکي وايي، هند له افغانستان ...