د ارګ خبرپاڼه

جمهور رئیس غني د لویې جرګې تالار کې: ازاد رقابت د نجونو او هلکانو مساوات باوري کوي

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن له غرمې مخکې د لویې جرګې تالار کې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسیون اړوند د ښوونکو د بستونو د جمعي ازموینې د پیل په مراسمو کې ګډون او وینا وکړه.

جمهور رئیس وویل، د افغانستان بیړنۍ لویه جرګه چې د نوې حکومتولۍ اساس یې کېښود او د اساسي قانون لویه جرګه چې زموږ ملي وثیقه او د هر افغان مساوات یې له بل افغان سره تامین کړ، په دې تالار کې ترسره شوې او نن همدلته د اساسي قانون د ارزش تطبیق په شفاف او موثره توګه وینو.

جمهور رئیس غني وویل، ازاد رقابت د نجونو او هلکانو مساوات باوري کوي. یوازې شفاف او ازاد رقابت تاسې له یو بل څخه تفکیک کولی شي.  هغه نوي نسل ته په خطاب کې وویل، د افغانستان راتلونکی تاسو ته سپارم، ځکه ستاسو پیاوړې مټې او فعال مغزونه هېواد په حرکت راولي. 

د هېواد جمهور رئیس د دغو بستونو له نوماندانو څخه پر پروسه د باور او ګډون، راتلونکو نسلونو سره د تعهد او د معلمۍ د مقدس مسلک د غوره کولوله امله مننه وکړه. هغه زیاته کړه، ستاسو له برکته به د افغانستان راتلونکي نسلونه مصئون وي.

جمهور رئیس هغوی ته په خطاب کې وویل، ستاسو حضور ډاډ راکوي چې د فاسدو او متعصبو افرادو په مقابل کې لا په جرئت ودرېږم او ورته ووایم چې افغانستان په ټولو افغانانو پورې اړه لري او هیڅ یو پر بل برتري نه لري.

جمهور رئیس څرګنده کړه، نړیوالو تجربو ښودلې چې د یو نارینه له روزلوسره یو نسل تغیر کوي، خو د یوې ښځې له روزنې سره پنځه نسله بدلون مومي. زه یقین لرم داسې نسلونه به وروزئ چې په افغانستان کې اساسي تحولات راولي.

 محمد اشرف غني وویل، له څلرویشت کاله جلا وطنۍ وروسته ښوونکي او د ښوونځي کتاب بېرته هېواد ته راستون کړم، ځکه له وطن سره د تعهد او محبت درس یې راکړی وو او هیله ده ستاسو له برکته دا لوی میراث خوندي شي اوپراختیا ومومي.

جمهور رئیس هغوی ته په خطاب کې وویل، تاسې هر یو د افغانستان فوق العاده سفیران یاست او نړۍ ستاسو په څېرو کې نوی، واحد، اصلاحاتو ته ژمن، پر ځان او خپل راتلونکي باورمند افغانستان ویني چې خپلې عظیمې طبیعي او بشري پانګې ته به انکشاف ورکړي.

جمهور رئیس غني له پوهنې وزارت څخه  د اصلاحاتو د پیلولو مننه وکړه وې ویل،  پوهنې وزارت کې فساد نسلونه او اعتماد له منځه وړي. هغه زیاته کړه، هیڅ افغان او انسان بې عدالتي نه شي هېرولی، زما لارښوونه داده چې د ښوونکو ټول بستونه  ازاد رقابت ته کېښودل شي او ټول په شفافه ډول استخدام شي. 

د پوهنې وزارت سرپرست میرویس بلخي پوهنې ته د جمهور رئیس له ځانګړې پاملرنې څخه په مننې له معارف څخه د جمهور رئیس د ملاتړ او تعهد قدرداني وکړه او د پوهنې د نورو عناصرو ترڅنګ یې د پوهنې په کیفیت او وده کې د ښوونکو رول اساسي وباله.

نوموړي وویل، پوهنې وزارت اصلاحاتو ته ژمن دی او په ټول هېواد کې به د ښوونکو د کمبود ستونزه په اساسي توګه حل کړي. هغه هیله څرګنده کړه  چې د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون له لوري د وړ او ژمنو اشخاصو استخدام به د پوهنې د کیفیت د ښه والي لامل شي.

ورپسې د لوړو زده کړو وزیر پوهنمل نجیب الله خواجه عمري دغو مراسمو ته د وینا پرمهال جمهور رئیس او د افغانستان ملت ته د شفافیت او ښې حکومتولۍ په برخه کې د دغه مهم ګام مبارکي وویله. نوموړي همدارنګه د دغو ملکي بستونو د ازموینې پروسې په اړه د معلوماتو ورکولو ترڅنګ ډاډ ورکړ چې د جمهور رئیس په لارښوونه به دغه پروسه شفافه او هدف محوره ترسره شي.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواک کمېسیون رئیس احمد نادر نادري د هېواد په ټولو ولایتونو کې دغو ملکي بستونو ته د نوماندانو د نوم لیکنې بهیر په اړه معلومات ورکړل او زیاته یې کړه، د هېواد په تاریخ کې لومړی ځل دغومره ملکي بستونه ازاد رقابت ته اېښودل کېږي چې په کم وخت کې به یې پروسه بشپړه شي.

ښاغلي نادري وویل، ازاد رقابت ته د ۵ او ۶ ملکي بستونو له اېښودو دمخه د ادارو د موثریت په موخه د دغو بستونو د دندو لایحې په اساسي توګه وارزول شوې.

نوموړي وویل، د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون په ټول هېواد کې په شرایطو برابرو کسانو ته د رقابت یو ډول شرایط برابر کړي او په دغه پروسه کې یې د هر ډول مداخلې او سیاسي نفوذ مخه نیولې ده او له همدې امله د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د دغې پروسې پراخ هرکلی شوی دی.

د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون رئیس احمد نادر نادري له لوړو زده کړو، کورنیو چارو او ملي دفاع وزارتونو، د مرکزي احصایې ادارې، کانکور کمېټې او ټولو هغو بنسټونو څخه چې د دغې پروسې په ښه ترسره کېدو کې یې همکاري او همغږې کړې مننه وکړه.

په پای کې جمهور رئیس محمد اشرف غني د لوړ زده کړو د وزیر، د پوهنې وزارت د سرپرست او د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو د خپلواکې ادارې د رئیس په حضور کې د ازموینې د پوښتنو صندوق پرانیست او د یادو بستونو ټولو نوماندانو ته یې د بریالیتوب او ښه خدمت هیله وکړه.

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ

x

Check Also

ملي تدارکاتو کمېسیون د یو میلیارد افغانیو په ارزښت ۱۱ قراردادونه وارزول

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ ملي تدارکاتو ...