د ځیرک مبایلونو په نړۍ کې د ایل جي کمپنۍ پنځو کامرو والا نوی مبایل

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۷ چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د ځیرک مبایلونو په نړۍ کې ورځ تر بلې حیرانونکې پرمختګونه روان دي چې اوس «ایل جي» کمپنۍ د پنځو کامرو والا نوی ځیرک مبایل وړاندې کوي.

د مبایل کمپنیانې خپلو ځیرک مبایلونو کې په ځانګړي ډول کامرې ته زیاته توجو ورکوي، چې د بیلګې په توګه د LG کمپنۍ د «V 40» په نوم نوی ځانګړی مبایل چې پنځه کامرې په کې ځای پر ځای شوي په راتلونکې نیږدې کې وړاندې کوي.

د ایل جي کمپنۍ چارواکي وايي چې دوی غواړي خپل کاروونکي په دغه نوي ځانګړنې ځان ته جلب کړي، د ایل جي کمپنۍ دغه مبایل د تېر مبایل V 30 او V 35 په سلسله کې جوړ کړی دی.

د انډرایډ پولیس ورځپاڼې د راپور سره سم V 40 مبایل شا خواته درې کامرې ورکول کیږي، او همدا ډول مخې «سیلفي» ته به یې دوه کامرې ورکول شي، چې ویل کیږي د مخ کامره به یې 3D او د مخ کولپ ځانګړنه هم ولري.

راپور زیاتوي چې دغه مبایل د ایل جي کمپنۍ نوی ځیرک مبایل جي ۷ تهن کیو ته ورته وي، چې د نوچ ډیسپلی تر څنګ د کوالکوم کمپنۍ سنیپ ډراګون ۸۴۵ پراسیسر ځای پر ځای شوی، چې په راتلونکو دریو میاشتو کې به وړاندې شي.

د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې د هوواوې او هانور شرکتونو د څلور کامرو ځانګړنو درلودلو ځیرک مبایلونه وړاندې کړي وو چې اوس ایل جي کمپنۍ دغه هر څه وروسته پاتې کړل او د مبایل په نړۍ کې يې یو نوی باب پرانیست.

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: د ځیرک مبایلونو په نړۍ کې د ایل جي کمپنۍ پنځو کامرو والا نوی مبایل

سرچینه: نن ټکی اسیا

x

Check Also

سامسنګ پاکستان کې د ځیرک مبایلونو بیه کمه کړې

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۲۱ چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د سامسنګ مشهورې کمپنۍ پاکستان ...