خبرې اترې؛ د کشالې څلور دايرې!

وحيدالله مصلح

د افغانستان په تېره اولس کلنه جگړه کې خبرې اترې داسې مسخره ماضي ده، چې د کويټې د شاتو کاروباري په کې د ارگ د ماڼيو لوړپوړی طالب مېلمه وو، او دا جريان همداسې مسخره مخته لاړ په وروستۍ بېلگه کې يې بل جعلي لوړپوړی طالب د ترکيې له چاي خانې راووت او په خپل انداز يې وويل چې مه يې ښوروئ!

دلته حکومت او سولې شورا لسگونه ځل له طالب لوري سره د پټو او ښکاره خبرو اترو اعلان کړی خو طالب په کې تل بې اعتنا پاتې شوی او خبرې يې رد کړي او دې حالت په ملت کې د سولې او خبرو اترو يوه ترخه بې اعتمادي رامنخته کړې، نو په دغسې له جنگه ستړې او له خبرو اترو نهيلي ملت کې يو دم د اوربند رامنځته کېدل هغه څه وو چې اصلاً باور يې نه کېده.

کله چې مونږ د سولې په اړه وايو نو د سولې لومړی قدم اوربند دی، اوربند د اعتماد رامنځته کولو تمرين دی او سوله له همدغه ځايه قوت اخلي. ولسمشر چې د اوربند اعلان وکړ نو دا يې يو مسئولانه گام واخېست او يو اخلاقي جرائت يې وکړ او طالبانو چې بيا د اوربند کومې درې ورځې اعلان کړې نو هغوی عملاً د خبرو اترو په لار کې کنگل مات کړ او سولې ته يې باورونه بيا وزيږول.

د خبرو اترو راتلونکی!

اوربند کوم عادي عمل نه وو، په تېرو اولسو کلونو کې طالبانو د لومړي ځل لپاره له جنگ پرته بل چلند تجربه کړ، داسې نه ښکاري چې دا تجربه دې په عاطفي او عکس العملي شکل رامنځته شوي وي، د حالاتو له شننې ښکاري چې ملي او منطقوي فکټورونو د اوربند لپاره د زمينې په غوړولو کې مرسته کړې، داسې ښکاري چې کېدای شي په راتلونکي کې د درې محوره خبرو اترو شاهدان و اوسو، بالاخره به امريکا، طالبان او افغان حکومت په خپلو منځونو کې خبرو اترو ته کېني.

د افغانستان د کشالې څو دايرې دي چې په هره دايره کې د سولې لپاره تماسونه بريالي پر مخ تللي دي:

لومړی؛ ملي کچه:

د خبرو اترو په لار کې د ولسمشر له عمله داسې ښکاري چې هغه په دې برخه کې پياوړې اراده لري، هغه له حزب اسلامي سره خبرې بري ته ورسولې، له طالبانو سره سوله يې په هر فورم او منطقوي سطحه مطرح کړه، په مري کې يې د طالبانو له لوړپوړي هيئت سره د سولې خبرې پيل کړې خو وروسته بيا د ملا محمد عمر مجاهد د وفات د خبر په اعلان سره نوموړی جريان په ټپه ودرېد، له طالبانو سره يې د سولې عملي جامع طرحه اعلان کړه، اوربند يې وکړ او د طالبانو لويه غوښتنه چې د بهرنيانو په اړه خبرې اترې دي يې هم د اجنډا برخه وگرځوله.

د خبرو اترو په برخه کې بيا د طالبانو رسمي پاليسي دا ده، چې نه غواړي له حکومت سره خبرې وکړي، هغوی له امريکايانو سره مستقيمې خبرې اترې غواړي او د دې خبرو اترو مرکزي ټکی به له افغانستان څخه د بهرنيانو پر وتلو بحث وي. طالبانو سره له دې، چې له حکومت سره يې د خبرو اترو هر راز وړانديز رد کړی خو کله چې تر اختر مخکې حکومت اوربند اعلان کړ هغوی هم په ورته ډول درې ورځينی اوربند اعلان کړ، او دا هغه څه دي چې د لومړي ځل لپاره د حکومت له سياست سره د طالبانو د غير مستقيم تعامل بېلگه يې بللی شو.

دويم؛ د امريکا دايره:

امريکا د لومړي ځل لپاره ومنله چې له طالبانو سره به په خبرو اترو کې برخه اخلي او هغوی د خپل نظامي شتون په اړه هم خبرو اترو ته امادگي ښودلې ده، دا دواړه هغه څه دي چې پخوا امريکا په دې اړه خبرو ته اماده نه وه.

درېم؛ منطقوي ځواکونه:

ښايي چين د خپلې منطقوي پراختيا غوښتنې او اقتصادي پروژو لپاره د سيمې امن د خپلو ملي گټو په لومړيتوبونو کې شامل کړی وي، چين کولای شي د ضامن او منځگړي په توگه د افغانستان په اوربندونو او سولو کې خپل منطقوي نقش ولري.

هند په افغانستان کې د جنگ پاليسي نه لري، هغوی دلته امن غواړي، هند د کشمير د اوږدې او باالفعل جگړې له امله هر راز جگړه او بې امني د کشمير په سياق کې تحليلوي او اثرات يې پر خپل هېواد ارزوي نو هغوی په دې حساب د جنگي حالت پر ضد دي.

روسيه هم په رسمي ډول جنگ نه غواړي او هغوی چې له طالبانو سره د کومو اړيکو خبره کوي دا د داعش په وړاندې خپل مجبوريت بولي.

څلورم؛ گاونډيان:

په گاونډيانو کې هم د خبرو اترو کانالونه فعال دي، ترکمنستان، ازبکستان او تاجکستان تل د افغانستان د سولې په اړه خپلې ارادې او د عمل شراکت اعلانوي، په دوی کې بيا ترکمنستان او ازبکستان د خبرو اترو د منځگړتوب وړانديزونه هم لري.

پاکستان سره د خبرو اترو کانال له کنډوکپر مزل سره مل دی، تر دې دمه د پاکستان نقش کومه عملي نتيجه نه ده لرلې، خو له شننې داسې ښکاري چې دا ځل افغانستان او پاکستان د اخېستلو او ورکولو پر پاليسۍ مخکې ځي، ټاکلي هدفونه ټاکي او پر لاسته راوړنو به حساب کوي.

سرچینه: نړۍ نیوز

x

Check Also

«علماء السلطان» / د واکمنو ملايان

عبدالمالک همت “علماء السلطان” (د واکمنو ملايان)، دا يوه اصطلاح ده چي ...