اذربایجان کې د افغانستان د وضعیت په اړه غونډه نن پيلېږي

(نن ټکی اسیا):

نن ټکی اسیا (پنجشنبه، ۷چنګاښ، ۱۳۹۷ل): اذربایجان کې د افغانستان د وضعیت په اړه غونډه چې د ګڼو هېوادونو، سازمانونو او مؤسساتو استازي يې ګډونوال دي نن پیلېږي.

د اذربایجان د بهرنیو چارو وزارت ویاند حکمت حاجی یوف رسنیو ته ویلي په دې غونډه کې د ۹۰ هېوادونو، سازمانونونو، مؤسساتو او نړیوالو بنسټونو استازي برخه لري.

له افغانستان څخه د بهرنیو چارو وزارت سیاسي مرستیال حکمت خلیل کرزی په دې غونډه کې برخه وال دی.

په دې غونډه کې چې د افغان سولې اړوند بحث کېږي، د «اړیکو د نړیوالې ډلې» له لوري جوړه شوې ده، چې په ۲۰۰۹ میلادي کال د افغانستان او سیمې اړوند د بحثونو او اړیکو لپاره جوړه شوې ده.

وړاندې داسې راپورونه هم ورکړل شول چې د دې غونډې په مناسبت د افغان حکومت استازیو له طالبانو سره هم په اذربایجان کې لیدلي دي، خو طالبانو دا راپورونه رد کړل.

په اختر کې د افغان اړخونو له لوري تر اوربند وروسته د سیمې په سطحه د نړیوالو په ملاتړ د سولې لپاره هڅې ګړندۍ شوې دي.

په افغانستان کې د یوناما مشر تدامچی یاماماتو هم په تازه څرګندونو کې ويلي، که څه هم طالبانو د حکومت له لوري د اوربند د غځېدو وړاندیز ونه مانه، خو په وینا یې د طالبانو اساسي غوښتنه په افغانستان کې د بهرنیانو شتون ته د پای ټکی ایښودل دي، ځکه له افغان حکومت سره مخامخ خبرو ته امادګي نه ښيي.

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: اذربایجان کې د افغانستان د وضعیت په اړه غونډه نن پيلېږي

x

Check Also

هلمند كې ټرافيكي پېښې لسو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

(کلید راډیو): په هلمند كې د ټرافيكي پېښې له كبله لسو تنو ...