د افغانستان د جګړې په اړه د سعودي پاچا څرګندونې او د امریکا عکس العمل

(خامه پریس):

د امریکا متحده ایالتونو بهرنیو چارو وزارت په افغانستان کې د روانې جګړې په اړه د سعودي عربستان پاچا د سلمان بن عبدالعزیز د اعلامیې هرکلی کړی دی.
د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې هیتر ناورت پرون د یوې اعلامیې په خپرولو سره وویل، چې د امریکا متحده ایالتونو حکومت د افغانستان د جګړې په اړه د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزیز د څرګندونو او غوښتنو ملاتړ کوي.
نوموړې زیاته کړه، چې د امریکا متحده ایالتونو حکومت په افغانستان کې د شخړو د پای ته رسېدو او د بې ګناه کسانو د وینې د توئیدو د مخنیوي لپاره د سعودي پاچا د اعلامیي هرکلی کوي.
اغلي ناورت زیاته کړه، چې امریکا د زغم او پخلاینې پر مټ د نوي باب د پیلیدو لپاره د سعودي عربستان د غوښتنې ملاتړ کوي او په جګړه کې ښکیل له ټولو ارخونو غواړي چې د اوربند د غځولو لپاره دې موافقه وکړي او د سولې په رسمي خبرو کې برخه واخلي.
د سعودي شاهي محکمې له خوا په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي، چې د سعودي پاچا سلمان بن عبدالعزیز د حکومت او طالبانو له خوا د اوربند د اعلان هرکلی کوي.
نومړی د حکومت او طالبانو دغه پرېکړه یوه نیک ګام وباله او پر دواړو غاړو غږ وکړ چې د اوربند موده دې تمدید کړي.
دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت وایي له وسله والو طالبانو سره د اوربند موده د لسو ورځو لپاره تمدید کړی دی.
خو وسله والو طالبانو د اختر په درېیم ورځ کې یو بیان په خپرولو سره ویلي چې له حکومت سره درې ورځني اوربند پای ته رسېدلی او د یاد ډلې وسله والو به د افغان او بهرنیو ځواکونو او حکومت په وړاندې خپل بریدونو ته دوام ورکړي.

x

Check Also

احمدشاه زمانزی د ټاکنو د خپلواک کميسيون د دارالانشا مشر ټاکل شوی

(نړۍ نیوز): احمدشاه زمانزی د ولسمشر اشرف غني په فرمان د ټاکنو ...