نظر او تحلیل

سوله

ليکوال او شنونکی : اميدخُرم

وروسته له هغه چې په کال 2001 د سپټمبر په 11 مه د امريکا د نيويارک او واشنګټن په ښارونو حملې وشوې امريکايانو بې له کوم قوي دليله په افغانانو تور پورې کړ چې ګواکې د امريکايانو دښمنان په افغانستان کې شتون لري او له افغانستان د دوی خاوره ګواښل کيږئ.

دا له حقيقت لرې خبر نړيوالې ټولنې اسلامي هيوادونو او ځينو افغانانو هم ومنله ځکه يې نو د امريکا د راتګ لپاره هر راز ټټر وډباوۀ په داسې حال کې چې د افغانستان د وخت ( طالبانو ) د حکومت سره ډيپلوماتيکې اړيکې په بشپړ ډول په ټپه ولاړې وې .

افغانانو ته له افغانستان نه د ورتګ ويزې نه ورکول کيدې نو څنګه کيدلای شوای چې افغانستان به د امريکا او يا بل کوم هيواد لپاره ګواښ ګرځيدلای وای که چيرې ګواښ هم وای حتما به کوم قوي هيواد ورسره مرسته کوله خو بيا هم امريکايانو د افغانستان د ملامتولو لپاره له هر ډول تور نه استفاده وکړۀ او هغه هيوادونه چې په حقيقت کې د ترهګرۍ جګړې او د نړۍ د ثبات د خرابولو دروند پيټی يې په اوږو وه له ځان سره ملګري کړل او د 2001 ميلادي کال د اکتوبر په اومه يې په ګران وطن افغانستان حمله وکړه.

او دا لومړی ځل وه چې په افغانستان کې د سولې سره يواځې تر شعار لاندې عمل ترسره شو په شعار کې امريکايانو او ملګرو يې ځانونه سوله ساتي ګڼل خو په حقيقت کې نه سوله وه او نه د سولې ساتل امريکايانو او ملګرو يې د بيګناه افغانانو وژل بمبارول او بنديانول شروع کړه.

چې سوله يې په پشپړ ډول له منځه يوړه او تر نن پورې افغانان په دې اور کې سوځول کيږي.

که چيرې امريکايانو رښتياهم سوله غوښتله نو کولای يې شول چې اسامه بن لادن په يو لړ ځانګړو عملياتو کې يا له منځه يوسئ او يا يې ونيسئ خو د امريکايانو هدف يواځې د افغانستان اشغالول وه ځکه نو د دوی په شتون کې سوله او يا د سولې خبرې تر هغه پورې کومه نتيحه نه لرئ تر هغه پورې چې د امريکا اشغال او د سيمې هيوادنو مداخله په افغانستان کې پای ونه مومي ځکه موږ ته تيرو تجربو ښودلې چې د امريکايانو په شتون کې سوله يواځې تر شعاره پورې محدوده ده.

موږ وليدل چې د کال 1387 د دلو 13 مه د امريکا کانګرس پلاوی چې د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزی سره يې په ارګ کې وليدل وروسته له زياتو خبرو يې دا ډاډ ورکړ چې نور د سولې خبرې به پايلې ته رسيږئ او سوله به له طالبانو سره کيږي د ديموکراتانو نماينده (جان اف تيرني) په زغرده وويل چې دا د سولې پيغام به کانګرس ته رسوي او سولې ته به هڅې کوي خو پايله يواځې شعار وه.

د کال 1389 د جدی په 13 مه د سولې شورا ګډ پلاوی پاکستان ته سفر وکړ چې د سولې شورا لمړنی ريس برهان الدين ربانی يې مشري کوله د اصف علی زرداری سره يې وکتل خبرې يې وروسته له هغه بې پايلې سرته ورسيدې چې د طالبانو په نوم سوله کونکی يو هټيوال وخوت او ای ايس ای د پيسو په بدل کې چې ياد کس ته يې ورکړې وې هغه ځان طالب استازی معرفي کړی وه چې د ناټو استازو په مداخله او اطلاع سره د ياد کس هويت بربنډ شو.

په 2015 ميلادی کال کې هم د سولې يو ګډ هيئت پاکستان ته سفر وکړه چې کومه پايله يې نه درلوده همدارنګه د 1395 کال د غبرګولی په لمړی نيټه ولسمشر اشرف غنی د قطر مرکز دوحې ته سفر وکړه چې په ظاهر کې د سوداګری لپاره د هڅو په موخه ياد شو خو په حقيقت کې په قطر کې د طالبانو د دفتر او د ياد دفتر ارزښت په سوله کې د معلومولو لپاره وه چې مثبته پايله يې نه درلوده.

څه وخت وړاندې داسې اوازې شوې چې په ترکيه کې د سولې اړوند درې اړخيزه غونډه شوې چې د طالب , دولت , او حزب اسلامي غړي کې ګډون لري چې وروسته يادو ټولو خواو ياده غونډه رد کړه.

او ياده غونډه يې يو خپل سری عمل وباله چې د طالب په نوم پلاوی په حقيقت کې د کوټې ښار يو هټيوال وخوت دا چې سولې سره داسې ماشومانه کارونه کيږئ دا خبر ښکاره توګه باندې په ډاګه کيږي چې نه امريکايان او نه هم افغان دولت د سولې د پياوړي ميکانيزم لپاره غواړي چې کار وکړي ځکه يې نو تل په غونډو شعارونو او کميشنکاريو بسنه کړې که چيرې افغان حکومت يا امريکايان رښتياهم سولې ته ژمن وي خپل حضور ته دې په افغانستان کې د پای ټکی کيږدي.

او سوله د بهر په ځای په کور دننه شروع کړي دولت دې په خپل داخل کې ژور اصلاحات راولي د هغو طالبانو په ځای چې په ښکلو قصرونو او بنګلو کې ژوند کوي اولادونه يې د قطر په پوهنتونو کې زده کړې کوي او خپله هم په نويو موډل موټرو کې د قطر ميلې کړي هيڅکله حقيقي سولې ته نشو رسيدلی .

افغان حکومت بايد په بهر کې د ميشتو طالبانو په ځای په کور دننه طالب قومندانانو او مشرانو سره سوله وکړي ځکه که په روانه جګړه کې وګورو يواځې همدغو طالبانو قرباني ورکړې کورنه يې وران شوي مالونه يې لوټ شوي او اولادونه يې د امريکا د B52 ډوله الوتکو بمبار کې وژل شوي سوله همدغو کسانو سره د حل لار ده.

د قطر دفتر يا قطر او پاکستان ميشتو طالبانو دومره ستونزې نه دي ګاللي لکه په کور دننه ميشتو طالبانو چې ګاللی دوی سره سوله له يوې خوا کينه او بد بيني له منځه وړي بل لوري ته ديتيمانو او کونډو خوبونه کيدای شي په حقيقت بدل شئ .

ځکه نو سوله بايد جنګيدونکو کسانو سره وشئ نه هغه چا سره چې نه يې جګړه کړې او نه يې قرباني ورکړې که چيرې دا کسان له پامه وغورځول شي سوله به بياهم داسې سبوتاژ شي لکه څنګه چې يوځل د ډاکټر نجيب حکومت سره کيدونکې سوله سبوتاژ شوه او هغه کسان چې رښتيني مجاهدين او د وطن اصلي بچيان وه له صحنې لرې پريښودل شول او حکومت د سيمې او نړۍ نفوذي استخباراتي ګروپونو ته وسپارل شو چې وروسته هيواد د همدې ګروپونو د جګړې په ډګر بدل شو.

که چيرې بيا هم د بهر لاسپوڅو ګروپونو سره سوله وشي او حقيقي او په وطن مين طالبان له سولې لرې پرېښودل شي جګړه به پای ونه مومي او هيواد به بياهم د لوی ناورين په لور يوړل شئ.

که چيرې موږ د کابل دوهمې ناستې ته هم کتنه وکړو دا په ښکاره په ډاګه کوي چې دلته بيا سوله تر شعاره محدوده ده ځکه افغان ولسمشر لوړ پوړو چارواکو د جګړې په لوی لامل چې د امريکايانو او ملګرو نظامي شتون يې په افغانستان کې ده هير کړ او د هغوی په اړه يې نظر ورنکړ

همدارنګه د غونډې ګډونوالو هيوادونو هم د امريکايي اشغال په اړه کوم سالم نظر ورنکړ او نه يې د هغوی د شتون او نه شتون په اړه څه وويل همدا لامل شو چې غونډه بيا تر تشريفاتو محدوده وه چې د طالبانو لخوا هم دا ډول غونډې تشريفاتي وبلل شوې او جګړه کې يې ستر عامل امريکايان په ګوته کړل.

همدا راز په وروستيو کې ګونګسې دي چې اکرم خپلواک د طالبانو قطر دفتر ته د طالبانو لخوا نه ده منل شوی
او د تاشکند دوه ورځنۍ غونډې هم د کابل د غونډې په څير کومه پايله نه ده ورکړې .

ځکه لاهم افغان حکومت د نور هيوادونو په جيب کې د سولې کيلي ګوري په داسې حال کې چې سوله او جګړه په امريکايانو پورې تړلې ده که امريکايان وغواړئ او خپل شتون ته افغانستان کې د پای ټکی کيږدي.

موږ په سولې ته نږدې شو او جګړه به پای ومومي خو امريکايان خپله جګړه غواړي ځکه کله چې افغانان د سولې غږ پورته کړي امريکايان يې په وحشت سره ځواب ورکړي که موږ د تاشکند د سولې غونډې ته وګورو له هغې غونډې سره جوخت فراه کې امريکايانو تر څلويښتو افغانان ووژل نو په داسې حال کې به سوله څنګه راشئ چې مونږ لاهم وژل کيږو رټل کيږو.

همدارنګه د علماوو غونډې چې په بهر او کور دننه کې وشوې دا هم د امريکايي تشدد يوه بيلګه ده چې اعتراف يې د امريکا قومندانانو هريو جنرال نيکلسن او سکاټ مېلر وکړ.

او د نور ولسي ، مذهبي ، او سياسي فشار د هڅو ډاډ د زياتېدو څرګندونې يې وکړې او خپل شتون يې په افغانستان کې يو لازمي اړتيا وګڼله چې دا په ذات کې د سولې په وړاندې يو بل لوی خنډ ده.

چې طالبانو هم د سکاټ مېلر د هڅو په غبرګون کې ټول هغه حرکتونه او پرلتونه چې د سولې په موخه ترسره کيږئ استخباراتي پروژې يادې کړې او عامو افغانانو نه يې پکې د نه ګډون هيله وکړه.

چې په اصل کې دا کار د امريکايانو غوښتنه وه ترڅو سوله چې د افغانانو هيله ده هم سبوتاژ کړئ او هم يې اصلي ماهيت بدل کړئ.

د جګړې ټول لوري طالبان ، امريکايان ، افغان دولت بايد نور بايد تفاهم ته تيار شئ او پرينږدئ چې سرتيري يې نور هم په نا معلومه جګړه کې ووژل شي دواړه لوري دې د مسئلې د حل په موخه خپلې عمومي طرحې اعلان او ولس سره شريکې کړئ.

که نه ولسونه هم بايد د يوې لويې بې طرفه جرګې په رابللو سره بايد د امريکا نظامي شتون ته په افغانستان کې د پای ټکی کيږدئ او اعلان يې وکړئ.

د يو نوی زعيم د ټاکلو بيعت دې واخلي او همدارنګه طالبانو او افغان حکومت ته دې پکې ونډه ورکړل شئ هغه وخت به هم ولس خپل مسوليت ادا کړی وي او هم به يې د هيواد ستونزه هواره کړې وي.
پای

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: سوله

سرچینه: نن ټکی اسیا