نظر او تحلیل

امریکايي لیکوال: وخت را رسیدلی چې امریکا افغانستان پریږدي

لیکوال: ریچارډ اې کیریک (Richard A. Carrick)

ژباړه: عبدالرحمن فداء

سرچینه: سمال وار ژورنال

په داسي وخت کې چې په افغانستان کې د طالبانو پر ضد د امریکا جګړه ۱۸م کال ته اوړي، د امریکا پوځ نه دی توانیدلی چې جګړه ختمه کړي.

په تېر اپریل میاشت کې طالبانو یو ځل بیا د حکومت له لوري د سولې وړانديز رد کړ، او اوس داسي ښکاري چې د امریکا له ملاتړه برخمن حکومت پر ضد باندي جګړه مخ پر پراخېدو ده.

ولسمشر ټرمپ د امریکا پوځ ته یو وروستی فرصت ورکړی تر څو د نوي ستراتیژۍ له لاري دغې جګړې ته د پای ټکی کښيږدي، د هغه لپاره، د امریکا د خلکو لپاره، د افغانانو لپاره، او د امریکايي پوځ لپاره د اوږدې جګړې د پای شیبې په چټکۍ سره را نیژدې کیدونکي دي.

که څه هم تر اوسه داسي رایه اخیستنه نه ده شوې چې باوري وي، خو کره شواهد په ګوته کوي چې د څلویښت کلنې جګړې وروسته د افغانانو اکثریت په دې نظر دی چې که چیرې روانه اوږده جګړه، مرګونه او ویجاړي ورسره پای ته رسیږي نو هغوی ته بیا دا مهمه نه ده چې د کابل واکمني دې د چا په لاس کې وي.

په دې کې شک نشته چې دلته د امریکا اکثریت وګړي په افغانستان کې د خپلې پوځي ښکېلتیا د خاتمې ټینګه غوښتنه کوي، داسي ښکاري چې یوازي د پوځ د سر قومندانان له دې حقیقته انکار کوي چې نور د افغانستان د پرېښودو وخت رارسیدلی.

د افغانستان د بدمرغې اوږدې جګړې ریښې پر دوو غلطو انګېرنو/ مفروضو ولاړې دي:

لومړی دا چې د امریکا پوځ به بالاخره د داسي یوې ستراتیژۍ په موندلو وتوانیږي چې که طالبان په بشپړه ډول مات نه کړي نو اقلا یې په یوه طریقه نه یوه طریقه د افغان حکومت سره خبرو ته حاضر کړي.

دوهمه مفروضه د امریکایانو لپاره لږ عاطفي اړخ لري او هغه دا چې د سپتمبر یوولسمې پيښه د طالبانو سره ارتباط لري، ځکه چې دوی تروریستانو ته اجازه ورکړې وه چې د امریکا د هدف ګرځولو لپاره افغانستان د خپلو پلانونو لپاره وکاروي. اوس انګېرنه دا ده که چیري طالبانو ته بیا د کابل واک وسپارل شي نو پر امریکا به د بریدونو خطر زیات شي.

په لومړۍ نړیوالي جګړې کې د فرانسې لومړي وزیر «جورجس کلیمینس Georges Clemenceau» له خولې یوه مقوله مشهوره ده چې: «جګړه تر دې ډېره مهمه ده چې یوازې پوځي جنرالانو ته پرېښودل شي». هغه د نورو ډیرو ملکي مشرانو په څېر پوهیده چې جنرالانو ته جګړه پرېښودل د تباهۍ یوه نسخه ده.

جنرالانو اوباما ته قناعت ورکړ چې د طالبانو د ماتې لپاره اضافي پوځونو ته اړتیا لري، نوموړي موافقه وکړه او د امریکا د پوځ شمېر یې سل زرو ته پورته کړ. خو دغه ستراتیژي د زرګونو انسانانو د قربانیو په ورکړې بیا هم ناکامه شوه.

خو بېله دي چې عبرت واخیستل شي، د تېر کال په اګست کې یو ځل بیا امریکايي پوځ ټرمپ ته قناعت ورکړ چې دا ځل دوی د بریا لپاره نوی پلان لري. جنرالانو وویل چې دوی د اوباما له لوري پر بمباریو ایښودل شوي بندیزونه پورته کول غواړي او د پوځ شمېر ۱۵۰۰۰ ته زیاتول غواړي. دوی ټرمپ ته اطمینان ورکړ چې که طالبان په بشپړ ډول مات هم نه شي، د زور له لارې به مجبور شي چې بالاخره د افغان حکومت سره د سولې خبرې وکړي.

د امریکا پوځ فکر کوي چې په دغه نوي پلان سره به په عراق او سوریه کې د داعش پر خلاف د جګړې غوندي پایله تر لاسه کړي. خو دا امید ډیر کم دی چې دغه ستراتیژي به د پخوانیو هغو په نسبت کامیابه وي، ځکه چې د افغانستان وضعیت په بشپړ ډول د عراق او سوریې له وضعیت سره فرق لري. دا ستراتیژي به هم د یو لوی فلسفې اصل له وجې هم ناکامه شي، هغه دا چې امریکايي پوځ د تاریخ له واقعیتونو سره ډغرې وهي.

د امریکا د پوځ ازمویل شوې ستراتیژي:

دا چې ولي په عراق او سوریه کې د امریکا ستراتیژي د افغانستان په جګړه کې کار نه ورکوي، ځانګړي وجوهات لري. هغه درې مهم ستراتیژیک فکټورونه چې په عراق او سوریه کې د بریا سبب وه، په افغانستان کې نشته.

په عراق او سوریه کې داعش په لویو ښارونو او ولایتونو کې له ثابتو او مشخصو ځایونو څخه دفاع کوله، دغو ځایونو امریکايي الوتکو، ډرون او میزالونو ته ښه اهداف ورکول، د درنې بمبارۍ سربېره د امریکايي مشاورینو په هدایت د داعش مشخص اهداف په توپونو په نښه کېدل، سربېره پر دې کله ناکله روسیې هم په سوریه کې تباه کوونکي بمباري کوله، که څه هم همیشه به د داعش پر ضد نه وه.

خو په افغانستان کې دا هر څه برعکس دي، دلته افغان حکومت او امریکایان د ثابتو ځایونو، قرارګاو او ښارونو څخه دفاع کوي. دلته طالبان دغه اهداف په بریا سره په نښه کوي، اکثره وخت د سرتیرو بریدګرو په واسطه بریدونه کوي. په کلیوالو سیمو او اطرافو کې د طالبانو پر تیت او پرکو اهدافو د امریکا درنه بمباري هیڅکله پر موصل او رقه ښار باندي د بریالیو بمباریو ځای نشي نیولای.

که څه هم د امریکا درنه بمبارۍ به د اپیومو تولید را کم کړي چې د طالبانو لپاره یو مالي عاید دی، خو تاثیر به یې پریکنده نه وي، ځکه طالبان له نورو پټو متحدینو خپل کار باسي او ډیرې مرستې ترلاسه کوي.

دوهم توپیر دا دی چې په افغانستان کې فعاله ځمکنی ځواک شتون نه لري. مهمه نه ده چې هوايي بمبار څومره تخریبوونکی دی، ځمکني پوځونه مهم دي تر څو تر لاسه شوي ځمکي وساتي. په سوریه او عراق کې یو لوی شمېر روزل شوی پوځ او فعال ځمکني ځواکونه موجود وه. په هغو کې د کردانو پیشمرګه، د عراق شیعه ملیشې او د ایراني مشاورینو سربېره د حزب الله ډلې جنګیالي شامل وو چ په ګډه یې کامیابه جګړه وکړه تر څو ښارونه بیرته ونیسي او داعش وځپي. ددغو ځواکونو د شتون له امله امریکايي پوځیانو ډیر لږ ضرورت پیدا کېده او دا کار د دې سبب شو چې د امریکا د پوځ تلفات کم شي. دغه محلي ځواکونه د داعش پر خلاف جګړې ته د غربی معیارونو پر اساس نه وه تشویق، بلکې دوی خپلو قوي مذهبي عقایدو او ګټو تشویقول.

خو په افغانستان کې د امريكا ى ۱۷ کلنې روزنې او ملاتړ سربېره د حکومت ځواکونه د کار نه دي، حتی که د امریکا مشاورین او درنه بمبارۍ یې هم ملګرې وي. د یو څو خاصو ټولیو پرته، حکومتي ځواکونه یوازي د پیسو او معاش لپاره جنګیږي. ورته حال د کوریا، ویتنام او عراق د پوځونو هم وو. د امریکا د پوځي او مالي کومک په نشتون کې دوی ډیر په چټکۍ سره له منځه ولاړل او افغان پوځ او حکومت به هم په ورته ډول له منځه ولاړ شي. خو برعکس د طالبانو ځواکونه په لږو امکاناتو جګړې ته ډېر لیواله دي، دوی د لږو تلفاتو په بدل کې فعاله جګړه پر مخ وړي. د طالبانو د بریا او پرمختګ منطقي پایله داده چې په ټوله کې افغانان د غربي پوځ د اشغال پر خلاف متحد شي.

د توپیر دریم مهم فکټور/عنصر دا دی چې په افغانستان کې محلي او سیمه ییز ایتلافیان نشته. د داعش پر خلاف جګړه کې امریکا د سیمه ییزو هیوادونو د ایتلاف برخه وه، کوم چې د داعش پر ضد د بریا مهم عنصر وو. دوی ټول د خپلو شخصي اهدافو ترڅنګ داعش ته په ماتې ورکولو ژمن وه.

په افغانستان کې حالت بلکل برعکس دی. ټول سیمه ییز ځواکمن هیوادونه په یوه نه یوه طریقه د امریکا د اهدافو پر ضد دي. کله چې امریکا د ایران، روسیې او پاکستان پر ضد چلند سخت کړي، دوی په مقابل کې د طالبانو پټه همکاري او کومک زیات کړي.

د تمدنونو ټکر:

د امریکا په نوې ستراتیژۍ کې د ستونزو ترڅنګ، امریکا په افغانستان کې د دریمي نړۍ د ملتپالو پر ضد جنګیږي څوک چې د غربي کلتور او فکر د تپلو پر وړاندي نه ماتېدونکی مقاومت کوي. د افغانانو لپاره د امریکا د ۲۱مې پیړۍ اشغال په ۱۹مه پيړۍ کې د برتانوي امپریالیزم له اشغال او همدا راز په ۲۰مه پیړۍ کې د شوروي اتحاد له اشغال سره هیڅ توپیر نه لري.

د امریکا دغه هڅه چې دا جګړه یې په دې پلمه روانه کړې چې ګویا په افغانستان کې په اصطلاح د دیموکراسۍ نړیوال ارزښتونه او بشري حقونه ساتي، د ډیرو افغانانو په نزد فقط یو شعار دی چې د اشغال د تپلو لپاره یې بهانه ګرځوي. د افغانستان اکثریت وګړي بې تعلیمه دي، دوی نه په نړیوالو ارزښتونو پوهیږي او نه ورسره همکاري ته زړه ښه کوي.

یو وخت د امریکایانو او بهرنیو ځواکونو شمېر ۱۴۰ زره ته ورسید او امریکا د افغانستان حکومت د ملاتړ لپاره نیم ټریلیون ډالره مصرف کړل، خو بیا هم طالبانو خپل د کنټرول ساحې ته وسعت ورکړ. د طالبانو دغه هیښوونکی مقاومت یوازي هغه وخت ښه درک کیدای شي چې د تاریخ له نظره ورته وکتل شي چې ولي اروپايي امپریالیزم ناکامه شو او ولي په کوریا، ویتنام او عراق کې امریکايي ځواکونو کله هم بریا خپله نه کړه.

که څه هم د تاریخ پوهانو په منځ کې دا نظریه غیر مشهوره ده خو د لویدیځ دغه ټولې بې ګټې کوښښونه چې د دریمې نړۍ په ملتونو خپل کلتور تپي، د تمدنونو د ټکر بېلګې دي، اروپايي امپریالیستان او امریکا د تاریخ په غلط اړخ باندې جګړه پیل کړې وه.

ایا د طالبانو حکومت امریکا ته خطر دی؟

د امریکايي پوځ له لوري په افغانستان کې د پوځي مداخلې دوهمه مشهوره مفروضه دا ده چې طالبان که بیرته واک ته ور وګرځي نو یو ځل به بیا په افغانستان کې د تروریستانو لپاره زمینه برابره شي چې د امریکا پر ضد د بریدونو پلانونه جوړ کړي. دا مفروضه نه یوازي دا چې غلطه ده، بلکې د نظامي مداخلې د خاتمې د ښه تحلیلولو مخه یې هم نیولې ده.

د یولسم سپتمبر وروسته حالات څرګندوي چې داسې نښې نښانې نشته چې تروریستان به نور افغانستان د خپل مرکز په توګه وکاروي تر څو پر امریکا د بریدونو پلان ګزاري وکړي، دوی د نورو ځایونو په شمول خپله په امریکا کې دغه کار تر سره کولای شي.

د طالبانو احتمالي راتلونکی حکومت څخه دا تمه نه کیږي چې هغوی دي خپل هیواد کې تروریستانو ته اجازه ورکړي تر څو افغانستان د امریکا د ګواښلو لپاره وکاروي. تر اولس کلنۍ جګړې او د امریکایانو له ایستلو وروسته، ولي به طالبان یو داسي کار کوي چې هغه یو ځل بیا امریکا پوځي مداخلې ته راوپاروي؟

له دې ویري چې امریکایان به یو ځل بیا افغان ښارونه او نور پوځي مرکزونه په بمباریو په نښه کړي، ددې لپاره کافي دي چې طالبان تروریستانو ته اجازه ور نه کړي.

د طالبانو د حکومت واقع بینانه تصور څرګندوي چې دوی به کله هم امریکا ته ستر خطر پيښ نه کړي. د طالبانو تر واک لاندي افغانستان به یو ځل بیا خپل پخواني غیر متمرکز حالت ته ور وګرځي چیري چي به د مختلفو ډلو او قومونو تر منځ کشمکش موجود وي.

د دغې جګړې خاتمه به په دې مانا وي چې امریکا سمدلاسه ګټه وکړي. په دې سره به په یوه نا امیده جګړه کې د نورو امریکایانو د تلفاتو مخنیوی وشي او د پنځوسو څخه تر سل ملیارده ډالرو بچت به وشي په کوم چې امریکا کولای شي خپل هیواد پرې ورغوي. ښايي بله په زړه پوري پایله هم ولري، د امریکایانو وتلو په صورت کې د طالبانو حکومت به د ایران، پاکستان او روسیې لپاره یو لوی ګواښ وي او د هر هغه هیواد لپاره چې اوس د امریکا د تګلاري خلاف کار کوي.

ولسمشر ټرمپ نظامي مداخله ختموي:

د ټرمپ لپاره ستونزه دا وه چې اوباما د امریکايي ځواکونو د ایستلو په پلان کې ناکامه شوی وو دکوم له مخې چې باید ټول ځواکونه د کال ۲۰۱۶ تر پایه له افغانستان څخه وتلي وای.

د ولسمشر ټرمپ لپاره پوښتنه داده چې د نوي ستراتیژۍ د ناکامۍ وروسته به تر څومره وخت پوري د هغې ملاتړ وکړي؟ که څه هم اقتصادي قیمت یې کیدای شي ومنل شي، خو د امریکايي ځواکونو مرګ ژوبله په یوه نا امیده جګړه کې هیڅ د منلو وړ نه ده.

د ۲۰۱۸ اپریل میاشتي تر پایه ۲۲۶۴ امریکايي عسکر وژل شوي، چې په هغو کې د ټرمپ په ولسمشرۍ کې ۱۶ تنه وژل شوي دي.. هغه به کوم اخیري امریکايي وي چې په دغې بایللې جګړه کې وژل کیږي؟

تر وروستیو پوري طالبانو له سرتیرو بریدونو پرته اغېزمنو وسلو ته لاس رسی نه دی موندلی، تر څو په قوي مرکزونو کې خوندي امریکايي ځواکونو ته جدي تلفات ور واړوي، خو چې څومره د امریکا اړیکې له ایران، روسیې او پاکستان سره خرابیږي، داسي شواهد موندل کیږي چې دغه هیوادونه به د طالبانو ملاتړ زیات کړي او هغوی ته به داسي وسلې په واک ورکړي چې امریکایانو ته درانه تلفات اړولای شي.

په افغانستان کې د امریکایانو نور تلفات به د امریکایانو د اکثریت غږ را اوچت کړي. په نایجیریا کې د وروستیو څلور عسکرو وژنه یې ښه مثال دی چې په یوه بې مفهومه جګړه کې د امریکایانو قرباني څرنګه په محلي کچه اختلافونه زیږوي.

د امریکایانو مطلق اکثریت به د ولسمشر ټرمپ د هغې پالیسي ملاتړ وکړي چې له مخې يې نوموړی په افغانستان کې پوځي ماموریت ته د پای ټکی ږدي. د «امریکا تر هر څه لومړی» اصلي شعار او تحریک د هغو امریکایانو له لوري پیل شوی چا چې په بې مفهومه او بې ګټې جګړې کې خپل اولادونه له لاسه ورکړي، بلخوا افغانان چې تر ټولو زیات کړېدلي دي، په هر حال د وینې بهیدنې او مرګونو پای غواړي.

تر اولس کلنۍ جګړې وروسته امریکايي جنرالان یو ځل بیا د طالبانو د ماتولو لپاره د ستراتیژۍ په موندلو کې ناکامه شوي دي، حتی نه دي توانیدلي چې هغوی خبرو ته اماده کړي.

تېر کال ولسمشر ټرمپ جنرالانو ته یو بل فرصت ورکړ، خو تر لسو میاشتو وروسته دوی هیڅ پایله نه شي وړاندي کولای. لږ وخت وروسته به نوې ستراتیژي و ارزول شي او دغه به وخت وي چې خاماخا باید ولسمشر ټرمپ بالاخیره جنرالانو ته امر وکړي چې ځواکونه هیواد ته راولي او له دې سره تړلي هر رنګه نتایج ومني که څه هم یو له هغو څخه د طالبانو د حکومت بیرته را ګرځېدل وي.

سرچینه: http://smallwarsjournal.com/jrnl/art/time-america-leave-afghanistan

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: امریکايي لیکوال: وخت را رسیدلی چې امریکا افغانستان پریږدي

سرچینه: نن ټکی اسیا