تخار کې څوارلس پوله‌ساتي سرتیري وژل شوي

(نړۍ نیوز):

وسله‌والو طالبانو په تخار کې د پوله‌ساتو سرتېرو پر پوسته بريد کړی، چې پر مهال يې څوارلس سرتيري وژل شوي دي.

د تخار ولايت وياند سنت الله تيمور رسنيو ته ويلي، چې وسله‌والو طالبانو د دغه ولايت پر يوه سرحدي پوسته بريد کړی، څوارلس سرتيري يې وژلي او شپږ يې تر اوسه نادرکه دي.

د سنت الله تیمور په وينا دا پېښه د چاه اب په نو اباد ولسوالۍ کې د امو سيند په اوږدو کې د افغانستان او تاجکستان پولې ته څېرمه شوې ده.

د ولايت وياند ويلي، چې د نادرکو سرتېرو پلټنه روانه ده او زياتوي، چې د دغې پوستې وسلې او تجهيزات هم طالبانو له ځان سره وړي دي.

طالبانو د دغه بريد مسووليت منلی دی.

د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، چې د دوی جنگياليو چاه اب ولسوالۍ کې د امنيتي ځواکونو پر پوستو بريد کې اته سرتيري وژلي، دوه پوستې يې نيولي او د پوستو ټولې وسلې يې هم له ځان سره وړي دي.

طالبان وايي، چې يو عسکر يې ژوندی هم نیولی دی.

تخار د افغانستان شمال ختيځ کې ناامنه ولايت بلل کيږي، د وسله‌والو طالبانو فعاليتونه په کې زيات دي او ډېری وخت د امنيتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ په کې نښتې کېږي.

x

Check Also

هلمند كې ټرافيكي پېښې لسو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

(کلید راډیو): په هلمند كې د ټرافيكي پېښې له كبله لسو تنو ...