افغانستان

نن په اذربایجان کې د افغانستان د وضعيت په اړه غونډه پيلېږي

(کابل ټکی کام):

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۷) ټاکل شوې ده، چې نن د اذربایجان په پلازمينه باکو کې د افغانستان د سياسي او امنيتي وضعيت په اړه د شاوخوا اتيا هېوادونو استازو غونډه پيل شي.

د افغانستان د سولې عالي شورا ویاند احسان طاهري وايي، په یاده غونډه کې د ګډون لپاره د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سياسي معین حکمت خليل کرزي په مشرۍ يو پلاوی د دغه هېواد مرکز باکو ته رسېدلی دی.

د طاهري په خبره، غونډې ته به خليل کرزی او د سولې شورا د دارالانشاء رئيس اکرم خپلواک د هېواد د سياسي، امنيتي او د وسله والو سره د سولې د بهير په هکله معلومات شريک کړي.

دا غونډه چې د “اړيکو د نړيوالې ډلې” له لوري جوړه شوې په هرو درو يا شپږو مياشتو کې د افغانستان د وضعيت په اړه غونډې کوي چې دا ځل يې د اذبایجان هېواد کوربه دی.

په دې غونډو کې د نړیوالو لسګونو هېوادونو او نړيوالو مؤسسو او یا د افغانستان لپاره د يادو هېوادونو استازي ګډون کوي.

څو ورځې مخکې راپورونه ورکړل شوي و چې په ياده غونډه کې د ګډون لپاره د افغان حکومت چارواکو او طالبانو سره ليدلي خو طالبانو دغه راپورونه رد کړل او وياند يې ذبيح الله مجاهد په یوې خبرپاڼې کې وويل: ” په یادو ځایونو کې د اسلامي امارت استازي له چا سره په خبرو نه دي بوخت او نه هم په دې اړه راپورونه واقعیت لري.”