سیمه ییز چارواکي: تخار کې ۱۴ سرحدي پولیس وژل شوي دي

(سپوږمۍ راډیو):

سیمه ییز چارواکي: تخار کې ۱۴ سرحدي پولیس وژل شوي دي

تخار کې د سرحدي پولیسو پر یوه پوسته د طالبانو په برید کې ۱۴ سرحدي پولیس وژل شوي، دوه ټپيان او شپږ نور لادرکه دي. د چاه اب ولسوال سیف الدین مشتاق وویل، چې د چاه اب او ینګي کلا ولسوالیو تر منځ د یتیم تپې د سرحدي پولیسو پر پوستې د طالبانو برید له امله ۹ سرحدي پولیس وژل شوي او ۵ نور ټپيان دي. د ولسوال په خبره، تر اوسه د دغې پوستې ۹ پوليس وژل شوي او ۵ ټپيان د ولسوالۍ مرکز ته راوړل شوي، چې د ځینو یې روغتیایي حالت ښه نه دی. نوموړي پر سیمه ییزې ادارې نیوکه وکړه، چې په خبره یې، دوی پر دغې پوستې د طالبانو له بریده شپږ ساعته مخکې خبر ورکړی وو خو دوی هیڅ اقدام نه دی کړی. وسله والو طالبانو په یوې خبرپاڼه کې، د څلورو پوستو نیولو او ۹ سرحدي پولیسو ته د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده. خو د تخار ولایت بیا د طالبانو دا ادعا رد کړې ده. د والي ویاند سنت الله تېمور وايي چې د طالبانو په دغه بريد کې ١٤ سرحدي پوليس وژل شوي، دوه تنه ټپيان او شپږ نور لادرک دي. دى زياتوي چې د یادې پوستې ټولې وسلې طالبانو له ځانه سره وړې دي.

 

x

Check Also

احمدشاه زمانزی د ټاکنو د خپلواک کميسيون د دارالانشا مشر ټاکل شوی

(نړۍ نیوز): احمدشاه زمانزی د ولسمشر اشرف غني په فرمان د ټاکنو ...