فاریاب او لوګر: چارواکي د طالبانو د وژنو ادعا کوي او طالبان یې ردوي

(کابل ټکی کام):

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ چنګاښ ۷)

د فاریاب ولایت چارواکی وایي چې د خواجه سبز پوش ولسوالۍ په خواجه قشري سیمه کې د بهرنیو ځواکونو په هوایي برید کې ۱۶ وسلوال طالبان وژل شوي او اته نور ټپیان دي.
چارواکو ویلي بمبار د mb او rs په نامه الوتکو پر یوه غونډه کړی او د طالبانو څو عراده جات یې هم تخریب کړي .
طالب ویاند قاري یوسف احمدي دا ادعا ناسمه بللې او زیاتوي چې؛ هلته نه په کومه غونډه برید شوی اونه هم مجاهدینو ته کوم زیان اوښتی.
احمدی زیاتوي “دښمن دغه ډول ادعا په داسې حال کې کوي چې په کاذب ډول يې اوربند هم اعلان کړی دی.“

بل پلو د لوګر چارواکو ویلي چې طالبانو د څرخ په ولسوالۍ کې خپل منځي نښته کړې.
د لوګر د امنیې قوماندانۍ ویاند شاپور احمدزي رسنیو ته “د طالبانو دو ډلو د نشیي توکو پر سر جګړه کړې او.دواړو لوریو ته ۱۲ کسان وژل شوي او ۴ نور ژوبل دي.

نوموړی ویلي؛ پیښه د څرخ ولسوالۍ په میربرکت سیمه کې شوې او دواړه لوری مالي زیانونه هم لري.

طالبانو دا ادعا هم افواهات بللي او رد کړې یې ده.
ذبیح الله مجاهد کابل ټکي کام ته په استولې خبرپاڼه کې ویلي “موږ دا پروپاګند په کلکه ردوو، هلته هيڅ داسې کومه پيښه نه ده شوې، نه اختلاف شوي او نه چاته زیان اوښتی.“
مجاهد ویلي دا ډول پروپاګند د “دښمن“ د استخباراتو لخوا د تشویشونو د ایجاد په موخه ترسره کیږي.

x

Check Also

احمدشاه زمانزی د ټاکنو د خپلواک کميسيون د دارالانشا مشر ټاکل شوی

(نړۍ نیوز): احمدشاه زمانزی د ولسمشر اشرف غني په فرمان د ټاکنو ...