د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، ډېر ژر به د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو ته د نوماندانو ابتدايي لیست اعلان کړي

(کابل نیوز):

پنجشنبه, 07 چنګاښ

له مخې د اعلان شوي مهالویس پراساس ټاکل شوې وه د پنجشنبې په ورځ دغه لیست اعلان شي، خو کمېسیون وایي، چې د کاندیدانو اسناد د تخنیکي ټیم له لوري ارزول کیږي او تر ارزونې وروسته به ابتدايي لیست اعلان شي.

بل پلو د انتخاباتو کمېسیون مسئولان وایي، د هغو کاندیدانو نومونه به له لیسته و اېستل شي، چې پر معیارونو برابر نه وي.

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو ټاکنو لپاره د نوماندانو د اسنادو ارزونې بهیر پيل کړ.

د ټاکنو خپلواک کمیسیون چارواکي وایې، چې د ولسي جرګې او ولسوالۍ شوراګانو لپاره د نوماندانو اسناد د یاد کمیسیون د تخنیکي ټیم لخوا ارزول کېږي او ډېر ژر به یې ابتدایي لېست خپور کړي.

ددې کمېسیون رئيس وایي، د ولایتو نوماندانو اسناد مرکز کابل ته د ارزونې په هدف را رسیدلي او تر ډیر دغه اسناد اروزل شوي هم دي.

ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، چې د ټولو نوماندانو اسناد په علني مجالسو کې ارزول کیږي او پر شرایطو برابر کسان نهايي لیست ته اېستل کیږي.

مسئولان وایي، هغو کسانو چې شرایط نه وي پوره کړي ابتدايي لیست ته به ونه اېستل شي.

له مخې د کمېسیون له لوري د اعلان شوي مهالویش پراساس ټاکل شوې وه، چې د پنجشنبې په ورځ د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو نوماندانو ابتدايي لیست اعلان شي، خو کمېسیون وایي، چې ابتدايي لیست به د اسنادو تر ارزونې وروسته اعلان کړي.

x

Check Also

ولسي جرګې په ټاکنو کې د بایومټریک کارولو هرکلی وکړ

(عزم ویب پاڼه):   عزم(شنبه، ۳۱ وږی ۱۳۹۷) د ولسي جرګې غړیو ...