افغانستان

په کونړ او نورستان کې هغه طالبان ځپل کیږي، چې له داعش څخه خپله لار بیله ګڼي

(کابل نیوز):

پنجشنبه, 07 چنګاښ

په ملي شورا کې د ختیځو ولایتونو استازي وایي، په دغو دوو ولایتونو کې مهمې نقطې او ستراتیژیکې سیمې دداعش تر کنټرول لاندې دي او له دې ډلې سره سخت دریځي طالبان یوځای کیږي او هغه طالبان، چې له داعش نه خپله لار جلا ګڼي، ځپل کیږي او سیمې ترې تصفیه کیږي.

د ملي شورا غړي وایي، لاهم د ننګرهار په مومند دره کې، چې د بهرنیو ځواکونو تر کنټرول لاندې ده، د داعش جنګیالیو پراخ فعالیتونه او روزنیز مرکزونه موجود دي، چې له دې سیمو ده بالا، پچیراګام او خوګیاڼیو پورې خپل فعالیتونه تنظمیوي.

په کونړ ولایت کې د طالبانو د ځپل کېدو او داعش ته د سیمو د خالي کېدو په تړاو تر رپوټونو وروسته دې ډلې په کونړ او نورستان کې پر ستراتیژیکو نقطو تسلط پیدا کړی دی.

په ختیځ کونړ او نورستان ولایتونو کې د داعش له لوري د طالبانو پرضد تر ځپوونکو عملیاتو وروسته اوس له دې ډلې سره یو زیات شمېر سخت دریځې طالبان د یوځای کېدو په حال کې دي او هغه سوله غوښتوونکي طالبان، چې له دوی خپله لار جلا ګڼي ځپل کیږي او مهمې سیمې او ستراتیژیکې نقطې ترې تصفیه کیږي.

په ملي شورا کې د ختیځو ولایتونو استازي وایي، چې په کونړ او نورستان کې مهمې سیمې او درې اوس د داعش تر کنټرول لاندې دي، خپل فعالیتونه یې ډېر په کونړ متمرکز کړي او هلته وضعیت د اندېښنې وړ دی.

د ملي‌شورا غړي وایي، داعش جنګیاليو خپلو ستراتیژيکو اهدافو ته د رسیدو لپاره افغانستان په دوو جبهو شمال او جنوب ویشلی، چې یوه ډله یې د نورستان، کونړ، لغمان او کاپيسا له لارې د افغانستان شمال ته ځان رسول غواړي او بله ډله به یې خپل محدود فعالیتونه د افغانستان پر جنوبي ولایتونو متمرکز وساتي.

د ملي شورا غړي وایي، چې له کونړ څخه شمال ته تلونکو داعشیانو همدا اوس د لغمان الینګار ولسوالۍ په جګو نقطو کې طالبان بې وسلې کړي او له همدې لارې، کاپيسا، پنجشیر، بدخشان او د افغانستان نورو شمالي ولایتونو ته ځان رسول غواړي.

د ملي شورا  غړو په باور، داعش جنګیالي لاهم په ننګرهار کې نه دي ځپل شوي او مومند دره، چې د خارجیانو تر کنټرول لاندې ده پکې د داعش جنګیالیو روزنیز مراکز او پراخ فعالیتونه موجود دي.

دوی وایي، په داسې حال کې، چې بهرني ځواکونه د افغانستان پر ځمکه او هوا تسلط لري د نورستان او کونړ درو او ستراتیژیکو نقطو ته له وسلو او مهماتو سره دداعش د زرګونو جنګیالیو او د هغوی د کورنیو د رسیدلو په تړاو دا شکونه زیات شوي، چې ددې کار ترشا یو ستر قوت موجود دی.

د کونړ او نورستان پر ستراتیژيکو نقطو د داعش جنګیالیو د حاکمیت او ددې ډلې له لوري د طالبانو د ځپل کېدو او سیمو د تصفیې په تړاو اندېښنې داسې مهال دي، چې تردې مخکې هم په ملي شورا کې د ختیځو ولایتونو استازو اندېښنه ښودلې، چې په دغو ولایتونو کې ورو ورو د طالبانو ځای داعش ته خالي کیږي.