د ټي ټي پي د حکیم الله د ډلې مشر وايي، د خراسان او هند تاریخي پولې باید مشخصې شي

(کابل نیوز):

پنجشنبه, 07 چنګاښ

شهریار مسید، چې د ټي ټي پي د جلا شوې څانګې حکیم الله ګروپ مشري پرغاړه لري، په یوه نوې ویډیو کې، چې کابل نیوز ته یې رالیږلې ده، وايي، د پاکستان په نامه هېواد جوړولو ته هیڅ ضرورت نه و، ځکه په دغه هېواد کې اوس هم کفري نظام حاکم دی.

شهریار وايي، دا هغه پاکستان دی، چې له هوايي ډګرونو یې د افغانستان پر مسلمان ولس ۵۷ زره ځله هوايي بریدونه شوي.

شهریار د پاکستان د پخوانۍ صدراعظمې په وژلو کې آی ایس ای او اېم آی ښکیل ګڼي.

د ټي ټي پي د نوې مشرتابه له اعلان سره هممهاله، ددې ډلې یوې جلا شوې څانګې په پاکستان کې د پوځ او حکومت خلاف د جګړو خبرداری ورکړی.

د حکیم الله مسید د ډلې مشر شهریار مسید وايي، چې پاکستان له هند نه د اسلام په نامه بېل شوی، خو په دغه هېواد کې لاهم د هند په څېر کفري نظام حاکم دی او د هند د غزا پر وړاندې هم تر ټولو ستر خنډ دی.

شهریار وايي، دغسې هېواد ته هیڅ اړتیا نه وه او د خراسان او هند ترمنځ تاریخي پولې باید مشخصې شي.

په هغه ویډیو کې، چې د حکیم الله مسید د تخلص ذوالفقار په نامه د ټي ټي پي ددې څانګې رسنیزې ادارې کابل نیوز ته رالیږلې، شهریار وايي، چې بې نظیر بوټو د پاکستان استخباراتي ادارو آی ایس آی او ایم آی وژلې او نور هغه عملیات، چې دوی له بلک واټر سره په شریکه کړي، ټي ټي پي یې مسوولیت پرغاړه نه اخلي.

شهریار وايي، پاکستان په دې نامه په قبایلي سیمو او کراچۍ او نور پاکستان کې پښتنو ته خورا زیانونه واړول.

په دې ویډیو کې د پاکستان د پخوانۍ صدراعظمې بې نظیر بوټو په قتل کې شکمن اکرام الله مسید وايي، چې دی په دې قتل کې ښکیل نه دی او نه هم د بوټو د وژلو له پلان نه خبر دی.

شهریار وايي، چې د پاکستان له هوايي ډګرونو نه د هغوی د چارواکو د اعترافونو پر اساس، ۵۷ زره ځله امریکايي الوتکو د افغانستان پر خلکو بمبارۍ کړې او د ملا عبدالسلام ضعیف په څېر خلک یې امریکایانو ته لاس تړلي سپارلي.

د حکیم الله د ګروپ دغه مشر وايي، ترڅو، چې په پاکستان کې اسلامي نظام نافذ شوی نه وي، ددغه هېواد خلاف به ددوی جګړه او جهاد روان وي.

x

Check Also

احمدشاه زمانزی د ټاکنو د خپلواک کميسيون د دارالانشا مشر ټاکل شوی

(نړۍ نیوز): احمدشاه زمانزی د ولسمشر اشرف غني په فرمان د ټاکنو ...