په لوګر ولایت کې د سوله غوښتونکو ځوانانو پر کاروان چاودنه کې ۸ کسان وژل شوي

(کابل نیوز):

پنجشنبه, 07 چنګاښ

په جنوب ختیځ کې د ۲۰۳ تندر قول اردو وایي، چې یوشمېر ځوانان د څرخ ولسوالۍ په اسماعیل خیلو کې د سولې بهیر په ملاتړ را غونډ شوي و، چې په منځ کې یې چاودنه وشوه او له امله یې د یوې ښځې او یوه ماشوم په شمول ۸ تنه وژل شوي او ۴ نور ټپيان شوي دي.

ولسمشر غني دغه برید غندلی او ویلي، چې د افغانستان د خلکو دښمنانو د سولې په نیت له روانو حرکتونو ویره لري او په دا ډول کړنو هڅه کوي، د سولې د خبرو مخه ډب کړي.

د وسله والو طالبانو په ګډون د دولت ضد وسله والو ډلو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

خو طالبانو په خپله وروستۍ اعلامیه کې د سولې په نوم پیل شوي ټول حرکتونه د امریکا دسیسې بللې دي.

x

Check Also

احمدشاه زمانزی د ټاکنو د خپلواک کميسيون د دارالانشا مشر ټاکل شوی

(نړۍ نیوز): احمدشاه زمانزی د ولسمشر اشرف غني په فرمان د ټاکنو ...