په ایرو کې لعل| لیکنه: افتخار احمد زهیر

امان الله محبوب چې لا تنکی ځوان دی خو د کرکټ په ډګر کې د ځانګړې وړتیا خاوند دی، دی په کونړ کې مېشته دی، د کونړ ولایت د سپین غر کرکټ ټیم کې لوبیږي او د همدغه ټیم غړی دی، دی ښه تېز توپ اچوونکی دی.

اوس په ( اتلس کیزه سکواډ )  کې منتخب شوی دی.

نوموړی لا هم تنکی ځوان دی، د نوې ځوانې په موسم لا اوس ورګډ شوی دی.

امان الله محبوب چې اوس یې تازه په تازه د 16م پسرلي په درشل قدمونه ایښي دي، د کنړ منتخبې لوبډلې سره بیره یې څو ځله د شپاړس کلنو او نولس کلنو د انتخاب لپاره په کمپونو کې هم برخه اخیستې ده .

دی د ګڼو اقتصادي ستونزو سره هم مخ دی خو ده د خپلې کورنۍ لپاره هېڅ نه دي کړي او نه یې کوي، ځکه چې دی د کرکت لیونۍ مینې دې ته اړ کړی چې یو وخت د افغانستان په ملي لوبډله کې د یوه تېز توپ اچونکي په نوم د هېواد د هر وګړي په زړه کې خپل محبوبیت وښایي.

دې د هېڅ ډول فشارونو او ستونزو له امله تر دې مهاله د کرکټ پرېښودو ته زړه نه دی ښه کړی.

اوس چې په راتلونکو دوه درې ورځو کې د زونونو په سطحه د کرکټ سیالۍ شروع کیږي او دی هم د سپین غر کرکټ لوبډلې په لوبغاړو کې داخل دی نو:::

مونږ له کرکټ بورډ غواړو چې دغه ډول مستعد ځوانان تر ارزونې او ازموینې وروسته د ( 19) کلنو ملي لوبډلې ته ور وپېژني، زه دا نه وایم چې هرومرو دې محبوب په شین زور ددې لوبډلې غړی شي، مګر دده حق دې ورکړل شي. او دده په حق هېڅ وخت هم سترګې پټې نه شي، په همدې هیله !

بې واسطې خو مستعد ځوان!

سرچینه: تاند

x

Check Also

تکړه شاهد کمال سره ولې د توپوهنې پوزیشن کې ظلم کیږي؟

نن ټکی اسیا (سه شنبه، ۲۶ چنګاښ، ۱۳۹۷ل): د افغانستان نولس کلنو ...