ژونـد

ليکنه : محمد اکرم همت

ان الحمد لله نحمده ونستعينه ونستغفره ونعوذ بالله من شرور أنفسنا ومن سسئات أعمالنا من يهده الله فلا مضل له ومن يضلله فلاهادي وأشهد أن لا اله الا الله وأشهد أن محمدا عبده ورسوله .

وبعد :

د ژوند (الحياة ) کلمې معنی :

دژوند کلمه چې په عربي کې يي ترادف په (الحياة) سره راځي ډيرې معاني پکي نغښتی دي ، او ضد يي مرګ( الموت) بلل کيږي .

لومړی : نمو وده او بقاء ته ویل کيږي

دويم : تلنه او هلاکت ته هم ويل کيږي

دریم : ژوند ګټې ته هم ویل کيږي

همداراز نوري ډيرې معاني هم لري چې اوس نشو کولای چې دټولو معانيو ذکر دلته ترسره کړو

په علم الاحياء کې دژوند تعريف داسی شوی دی :

دهغو توپيرونو مجموعه چې په حيواناتو او جماداتو کې ليدل کيږي او دهغوی ترمنځ توپير کوي ،لکه تغذيه ، وده، تناسل او نور .

البته پورته تعريف المعجم الوسېط ليکلی دی

هرڅوک دژوند باره کی خپل نظر څرګندوي ځينې په خوشحاله ژوند او نور يي په خفه غمجن ژوند توصيفوي .

دژوند مفهوم :

دژوند کلمی مفهوم هلته بدليږي کله چې يوه کلمه بدله شي ،کيدای شي په مجموع کې هغو واقعاتو باندی دلالت وکړي چې دځمکي پرمځ واقع کيږي اوپدی واقعاتوکې دځمکی په سر ټول کائنات سهم ولري ، همداراز ژوند دژوندي مخلوقاتو دژوند له لحظې څخه ترپايه لحظې ژوند ژوند بلل کيږي .

يا په بل عبارت دژوند مفهوم : هغه خصائص چې ژوندی مخلوق يي دژوند په مختلفو جوانبوکې ښکاره کوي لکه (توازن ،استقرار ، تنظيم، استقلاب ،تلاؤم ،نمو،تکاثر او نور ).

دژوند (الحياة ) قسمونه :

لومړۍ يادونه داده چې خپله ژوند په پېل کې (دخالق ژوند او مخلوق ژوند ) ته هم ویلای شو.

دخالق ژوند ازلي ابدي اوذاتي دی ( له چاڅخه ندی اخستل شوی او نه غوښتل شوی دی ) الله عزوجل فرمايي ﴿اللهُ لَا إلٰهَ إلَّا هُوَ الحَيُّ القَيُّوْم﴾ همداراز فرمايي ﴿هُوَ الحَيُّ لَا إلٰهَ إلَّا هُوَ فَادْعُوْه مُخْلِصِيْنَ لَه الدِّيْنَ الحَمْدُ لله رَبِّ العَالَمِيْن﴾ غافر: آية65، وقال سبحانه: ﴿هُوَ الأوَّلُ وَالاٰخِرُ وَالظَّاهِرُ وَالْبَاطِنُ وَهُوَ بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ﴾ الحديد: آية3..

لومړی : أبدي (دائمي ) ژوند

دويم :ددنيا ژوند (نيمګړی ) ژوند البقرة آية 86( أُولَئِكَ الَّذِينَ اشْتَرَوُا الحَيَاةَ الدُّنْيَا بِالآخِرَةِ)

دریم :عصري ژوند.

څلورم : دژوند او مرګ ترمنځ

پنځم : أدبي ژوند

شپږم : اجتماعي ژوند

اووم :دذلت ژوند

اتم : دفقر ژوند

نهم : دعزت ژوند

لسم :کورنی ژوند

يوولسم : دسپيانو ژوند

يادونه : دغه تقسيم بندي په معاجمو کې ترسره شوی ده البته زما په أند هم ډيره ښه تقسيم بندي يي کړی ده
لکه څرنګه چې په عربي ژبه کې يو شاعر وايي (دقات قلب المرء قائلة له ــــ ان الحياة دقائق وثوان)

ژباړه : انسان ته دانسان دزړه درزه هار دحال په ژبه هر وخت ويونکی دی چې ژوند يو څو لحظې او يوڅو ثانيي دی
او همداراز عربي ژبه کې يومتل هم دی چې وايي ( احرص علی الموت توهب لک الحياة ).

ژباړه : په مرګ حريص ووسه ژوند خپله ځان درته تحفه کوي .

دژوند ذکر په قران کریم کې ډير زیات شوی دی مثلا

( انما الحياة الدنيا لعب ولهو وزينة وتفاخر بينکم وتکاثر فی الاموال والاولاد …)

اتَّخَذُوا دِينَهُمْ لَهْوًا وَلَعِبًا وَغَرَّتْهُمُ الْحَيَاةُ الدُّنْيَاۚ فَالْيَوْمَ نَنْسَاهُمْ كَمَا نَسُوا لِقَاءَ يَوْمِهِمْ هَذَا وَمَا كَانُو

اعْلَمُوا أَنَّمَا الْحَيَاةُ الدُّنْيَا لَعِبٌ وَلَهْوٌ وَزِينَةٌ

اعْلَمُوا أَنَّمَا الْحَيَاةُ الدُّنْيَا لَعِبٌ وَلَهْوٌ وَزِينَةٌ وَتَفَاخُرٌ بَيْنَكُمْ

الَّذِينَ يَسْتَحِبُّونَ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا عَلَى الْآخِرَةِ

الَّذِينَ يَسْتَحِبُّونَ الْحَيَاةَ الدُّنْيَا عَلَى الْآخِرَةِ وَيَصُدُّونَ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ

الَّذِينَ يَسْتَحِبُّونَ الْحَيَاةَ الدُّنْيَاعَلَى الْآخِرَةِ وَيَصُدُّونَ عَنْ سَبِيلِ اللَّهِ وَيَبْغُونَهَا عِوَجًا ۚ أُولَئِكَ فِي ضَلَالٍ بَعِيدٍ

ددی ټولو أيتونو دمفهوم مدار مختلف ليدل کيږي مګر په حقيقت کې يي تګلوری او پای يو دی ،ددنيا دژوند ماهيت او حقيقت څرګند دی پکی ، چاچې پراخرت دنيا ته ارجحيت ورکړو دهغوی عاقبت او نور

پياوړی لیکوال عبدالفتاح أبوغدة يو کتاب ليکلی (قیمة الزمن عند العلماء ). ډير ښکلی په زړه پوری کتاب دی داچې زمونږ ژوند پروخت ولاړ دی او وخت ژوند دی او ژوند وخت دی نو پدی کتاب کې تفصيلي څيړنه اوتحقيق پری شوی دی .

لکه څرنګه چې يو حکيم وايي ( الوقت کالسيف ان لم تقطعه قطعک).

ژباړه : وخت دتوری مثال لري که ته يي مصرف (قطع) نه کړی تابه قطع کړي .

که فکر وکړو ژوند مختصر ، کم، مجهول ،نوبايد مقابل کې يي کار کړنه زيات ، مخلصانه ديني او معلوم وي .

دانسان په ژوند کې ترټولو ارزښتناک څيز وخت دی که چیرته يي انسان مجدول کړي او خپل ژوند ته أهداف وټاکي هيڅ کله به هم دده وخت ضايع او هباءا منثورا لاړ نشي .او دژوند هرپړاو به يي له خوشحاليو ډک وي . زما هدف او مقصد اسلامي ارزښتونو ته کار کول دي چې په دنيا کې داخرت لپاره دي ، لکه چې وايي ( الدنيا مزرعة الاخرة ).

ژباړه : دنيا داخرت لپاره پټی ده کرونده ده ، څه چې پکی کرو هغه به ريبو ، ددی تصور نشي کيدای چې مونږ دی غنم وکرو او جوار دی وريبو .دابه دعادت خلاف وي .

هغه څوک چې ژوند ته په ټيته سترګه ګوري هغوی په حقيقت کې دهری لحظې له ارزښته په تيارو کې دي ، او ارزښت به يي هلته ورته معلوم شي چې کله ژوند له لاسه ورکړي ، کله چې په کفر کې څوک مړ شي صرف به له الله عزوجل داغوښتنه لري چې دژوند لپاره په دنيا کې يوچانس راکړه ، چې پدی سره دخپلو ګناهونو کفر جبران وکړای شي .او دپيغمبر علیه السلام په حديث شريف کې چې دژوند په ارزښت خبره شوی (اغتنم خمسا قبل خمس ….. وحياتک قبل موتک ). نو له مرګ څخه مخکی دژوند غنيمت ګڼل دعقلمند انسان (مسلمان) دعقلانيت ښووندوی ده .

که چيرته دژوند په أهميت او ارزښت څومره خبرې وکړو نو نشو توانيدای چې په مجمل ډول يي په ليکلی بڼه وړاندی کړو . هيله له دی مختصرو کلماتو عبرت واخلو .

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: ژونـد

سرچینه: نن ټکی اسیا

x

Check Also

د یو پوډري عجیب ایمان: لنډه کیسه 

صفي الله “رائد” یو دوکاندار کیسه کوله، وایي: یوه ورځ په بازار ...