د ژوند لارښود (شپږمه برخه)

لیکنه: وحید الدین خان

ژباړه: نعمان منلی

 

د کار اهمیت

رسول الله صلی الله علیه وسلم نه چا پوښتنه وکړه چې تر ټولو غوره کسب څه شی دی؟ رسول الله صلی الله علیه وسلم ځواب ورکړ: چې د سړي په خپل لاس کسب کول، ( سئل النبي صلى الله عليه وسلم عن افضل الكسب فقال.. وعمل الرجل بيده) مسندالامام احمد، الجزءالثالث، صفحه ٤٦٧.

په دې حدیث کې د کار اهمیت او لوی والی یاد شوی دی په اسلام کې د دې خبري ډېر زیات اهمیت دی چې سړی دې پخپله کار کوي او هیمشه دې په کار بوخت وي. په اسلام کې دا ډېر بد خوی دی چې یو کار دې وړوکی (سپک) وګڼل شي یا دې د یو کار په کولو څوک د شرم احساس وکړي.

په یو بل روایت کې راغلي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایلي دي : ټولو پېغمبرانو به خپل کارونه په خپل لاس کول،  حضرت داؤد علیه السلام که څه هم پاچا و خو له پاچهي سره به یې خپل کار په خپل لاس تر سره کوه.

هیڅ یو کار وړوکی او سپک نه وي بلکه کار کار وي او د دې وړ ده چې هغه وکړل شي. کله چې یو سړی کار کوي هغه یواځې کار نه کوي بلکه هغه خپل ځان له بې کارۍ څخه ساتي. هغه د خپل ځان په اړه د دې خبري ثبوت ورکوي چې په ما کې دا لوی انسانی ځواک ژوندی دی چې کله زه کوم کار ته وګورم نو فورا هغه زه پخپله تر سره کړم کله چې کوم کار زما مخ ته راشي نو زما په بدن کې دننه دا احساس را ژوندی شي چې زه به دا کار تر سره کوم.

یو سړی چې کله کوم کار کوي نو په دې وخت کې دی خپل شخصیت ته  دا وايي چې کار کول د کار کونکي د شخصیت پېژندنه ده،  د دې مطلب دا دی چې هغه سړی د  خپل مسؤلیت پېژندونکی دی. له هغه سره د ذمه دارۍ او مسؤلیت احساس شته، په هغه کې د کار کولو جذبه شته هغه سست او ناراسته سړی نه دی هغه دا نه شي برداشت کولی چې هغه دې د خپلو صلاحیتونو سره بې کاره پروت وي، هغه له کاره خوند اخلي او هیڅکله یې ضمیر دا نه مني چې بې کاره دې خپل وخت تېر کړي.

سرچینه: کابل ټکی کام

x

Check Also

ځینې خبرې سړی وژني

عزیر اسدخیل یو ماشوم چې په ښوونځې کې په درسونو کې کمزوری ...