د نبي علیه السلام و لوڼو ته، ولي د ابو لهب زامنو طلاق ورکړ؟!

ژباړه او را ټولونه: م. حمد الله دانشمند

د نبي علیه السلام و لوڼو ته، ولي د ابو لهب زامنو طلاق ورکړ؟!

“رقیة” (رضی الله تعالی عنها) د “عتبة” او “ام کلثوم” (رضی الله تعالی عنها) د “عتیبة” په نکاح کې وه. دواړې نوموړې د نبي علیه السلام مبارک لوڼې وې او یاد سړي دواړه د “ابو لهب” زامن وو. سیرت لیکي: د هجرت په څلورم کال چې کله نبي علیه السلام مبارک خپل دعوت په ښکاره پیل کړ؛ نو د “ابو لهب” له هغه مبارک سره کرکه نوره هم زیاته شوه، دوښمني یې ور سره یو په دوه برابره شوه، لوی الله (جل جلاله) د هغه لعین او د هغه دښځې په اړه یاد سورت (تبت) نازل کړ. ابو لهب او ښځې یې له خپلو زامنو نه په کلکه غوښتنه وکړه، چې د “محمد” (صلی الله علیه و سلم) لوڼو ته به طلاق ورکوئ – تر دې دمه یې ور سره ليده، کاته هم نه و تر سره شوي – که مو طلاق ور نه کړ؛ نو زما او ستاسو خبرې، او یو ځای ناسته پاسته سره حرامه ده. کینه ګرې مور و خپل زوی (عتبة) ته کړه: زویه طلاقه یې کړه، هغه (رقیه مبارکه) له دین نه وتې ده! هغه هم بې له ځنډ نه طلاق ورکړ.

“ام کلثوم” ته عتیبة طلاق ور کړ. نبي علیه السلام مبارک ته راغی، ورته ویل یې:

“قد کفرتُ بدینك” ستا په دین سره کافر یم – العیاذ بالله – او ستا له لور نه د تل له پاره جدا شوم. مه له ما سره مینه او محبت کوه، نه له تا سره مینه او محبت کوم؛ بیا یې په نبي علیه السلام حمله وکړه؛ د هغه مبارک، قمیص یې څیري کړ!!!

ده د شام د سفر اراده لرله. نبي علیه السلام مبارک ورته وویل: ځه لوی الله ته د سوال لاسونه لپه کوم، ورنه غواړم، چې په تا یو سپی وګماري او و دې خوري! کله چې هغه د شام په لور مخه کړه، څه نور ملګري هم ور سره وو، په شام کې په یوه سیمه چې د “زرقاء” په نامه یادېدله د شپې تېرولو په موخه دېره شوو. یوه زمري د هغوی پر خوا را موخه کړه. عتیبة لالهانده آخوا دېخوا ګرځېد، ویل یې:

“يا أويلمي! هو والله آكلي كما دعا محمد عليَّ…”

اې زما مور دي مړه شي! په الله قسم! هغه زما د خوړلو تکل لري، لکه چې “محمد” راته بد دعا (ښېرا) کړې ده – صلی الله علیه و سلم – اې خبرشئ! هغه زما وژنونکی دی په داسې حال کې چې هغه په مکه او زه په شام کې یم. سیرت لیکي: عتیبة د وېرې له امله د ملګرو په منځ کې پرېوت؛ زمري د هر وېده سړي مخ بویاوه، کله چې پر عتیبة ور برابر شو، سمدستي یې پرې حمله وکړه! په لږ وخت کې یې د مرګ و کندې ته ور ټېل واهه.

[القسطلاني، المواهب اللدنية بالمنح المحمدية، ٤٨٠/١، المعجم الکبیر: ۲۲/ ۴۳۶، ].

پای

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: د نبي علیه السلام و لوڼو ته، ولي د ابو لهب زامنو طلاق ورکړ؟!

سرچینه: نن ټکی اسیا

x

Check Also

په فاسدو مجلو او وېب سایټونو کې د کار کولو حکم

لیکنه: فضل الله (ممتاز) ژباړن: محمد خالد (ملکزی) له ګرانو مینه والو ...