د هلمند د سولې حرکت د امریکا سفارت مخې ته اعتراض شروع کړ

(طالب نیوز):

downloadfile-4

طالب نیوز ــ پنجشنبه (۱۳۹۷/۴/۷): له هلمنده د سولې ولسي حرکت چې کابل ته یې خپل غږ ورساوه او هلته یې د ملګرو ملتونو د دفتر په وړاندې اعتراض پیل کړ، اوس یې د امریکا سفارت مخې ته اعتراض پیل کړ.
د یاد ګوند ویاند رسنیو ته وویل: دری ورځې یې د نړیوالې ټولنې (ملګرو ملتونو) د دفتر مخې ته اعتراض وکړ او دغه سلسله دوام لري، چې په لړ کې یې د امریکا متحده ایالاتو د سفارت مخې ته لاریون پيل کړی دی.
بسم الله وطن دوست وویل: له دې لارې غواړي، چې د امریکا ولس ته دا پيغام ورسوي؛ څو حکومت یې د تیرې یوې نیمې لسیزې په لړ کې د افغانستان دننه څه و څه کړي دي؟
ده وویل: د امریکا د سفارت په وړاندې اعتراض دری ورځې دوام کوي او له هغې وروسته به د یو شمېر نورو هېوادونو؛ لکه: ایران، پاکستان، روسیې او… د سفارتونو پر وړاندې اعتراضیه ناستو ته دوام ورکړو.
نوموړي زیاته کړه: له امریکا نه زموږ غوښتنه دا ده، چې د جګړې ښکېلې خواوې پرېږدي څو خپلو کې خبرې وکړي او یوې پایلې ته ورسېږي.
باید وویل شي، چې: د سولې دغه حرکت په هلمند ولایت کې د يوه خونړي برید وروسته د ۸ تنو له لوري پيل شو، چې د هلمند، کندهار، زابل، غزني او میدان وردګو سلګونه کیلومتره شاړې او دښتې یې تیرې او کابل ته یې ځانونه را ورسول.
سمسور بریال

x

Check Also

هلمند كې ټرافيكي پېښې لسو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

(کلید راډیو): په هلمند كې د ټرافيكي پېښې له كبله لسو تنو ...