کنړ: طالبانو د داعش ضد عملیات ګړندي کړي دي

(عزم ویب پاڼه):
عزم: ۱۳۹۷/۴/۷- طالبانو کونړ کې له څو مختلفو اړخونو په داعش وسلوالو پراخ بریدونه کړي او د خلکو په وینا، تراوسه ګڼې سیمو څخه دغه وسلوال شاته شوي دي.
له کنړ ولایته راغلي راپورونه وایي چې وړمه ورځ د چپې درې ولسوالۍ په دیګل او یو شمیر نورو سیمو کې طالب کمانډوینو په داعشيانو بریدونه پیل کړل او له سختو نښتو وروسته یې د چپې درې زیاتې سیمې ترې ونیولې.
د سیمې خلک وایي چې دغو نښتو کې د داعشیانو شاوخوا لس پوستې طالبانو ونیولې او د لس کسانو مړي هم ترې پاتې شول.
طالبانو ددې نښتو پخلی کړی او زیاتوي چې «د عملیاتو په لړکې تردې دمه ۹ تنه داعشي اختطافګر وژل شوي، یو شمیر یې ټپیان دي او پاتي نورو یې له سیمې پښې سپکې کړې دي.»
طالبانو د داعشیانو د ۷ پوستو نیولو د پخلي ترڅنګ ویلي چې عملیات یې جاري دي.

x

Check Also

ولسي جرګې په ټاکنو کې د بایومټریک کارولو هرکلی وکړ

(عزم ویب پاڼه):   عزم(شنبه، ۳۱ وږی ۱۳۹۷) د ولسي جرګې غړیو ...