حکمتیار: داعش د ایران لوبه ده نه د امریکا او پاکستان

(عزم ویب پاڼه):
 
عزم(پنجشنبه، ۷ چنګاښ ۱۳۹۷) حکومت ته تازه ورغلي د حزب اسلامي ګوند مشر ګلبدین حکمتیار پر ایران نیوکې کړي او هغه یې د داعش ډلې تمویل کوونکی هیواد بللی
عرب نیوز ته پاکستاني ژورنالیست طاهرخان د حکمتیار له خولې لیکلي ایران د خپلو اقتصادي ګټو لپاره د افغانستان بې ثباته کول غواړي، چې له تیرو دیرشو کلونو راهیسې یې د همدې لپاره دلته د جګړې په غځولو پانګونه هم کړې.
نوموړي ویلي چې ایران غواړي افغانستان کې عراق ته ورته لوبه وکړي او دلته هم خپل اهداف پلي کړي.
حکمتیار ویلي ایران غواړي هغه افغان جنګیالي چې عراق او سوریې ته یې لیږلي وو اوس غواړي افغانستان ته ننباسي چې یو شمیر یې دا مهال د هیواد شمال ته ننویستلي هم دي.
حکمتیار ویلي داعش دومره ستره مسئله نده لکه څومره چې یادیږي، دا د ایران لوبه ده نه د پاکستان او امریکا.
حکمتیار افغانستان ته له راتګ سره سم په ایران باندې په هر یو نه بل خبري کانفرانس او رسنیو سره مرکو کې لفظي بریدونه کوي او د پاکستان بیا سپیناوی کوي چې ولسي خلک یې د پاکستان په اړه بیا هر وخت خبرې ردوي او د هغو له لوري یې پلان شوې بولي.

x

Check Also

هلمند كې ټرافيكي پېښې لسو تنو ته مرګ ژوبله واړوله

(کلید راډیو): په هلمند كې د ټرافيكي پېښې له كبله لسو تنو ...