افغانستان

طالبان: لوګر کې د «مجاهدینو» ترمنځ هیڅ ستونزه نده پیښه شوې

(عزم ویب پاڼه):
عزم: ۱۳۹۷/۴/۷- طالبانو ویلي چې لوګر کې د دوی د افرادو ترمنځ هیڅ ستونزه نده پیښه شوې او رسنیز راپورونه یواځې استخباراتي تبلیغات دي.
د طالبانو غبرګون له هغه وروسته رسنیز شو چې یو شمیر دولتي چارواکو د لوګر په څرخ ولسوالۍ کې د طالبانو ترمنځ د خپلمنځي شخړې او تلفاتو اوښتو ادعاګانې وکړې.
طالبان وایي چې «موږ دا پروپاګند په کلکه ردوو، هلته هيڅ داسې کومه پيښه نه ده شوې، نه اختلاف شوي او نه چاته زیان اوښتی.»
طالبانو لامل ښودلی چې  «دا ډول پروپاګند د دښمن د استخباراتو لخوا د تشویشونو د ایجاد په موخه ترسره کیږي.»
بل اړخ ته، د طلوع تلویزون په ګډون یو شمیر رسنیو نن غرمه ادعاوې وکړې چې لوګر څخه کابل ته د سولې په نوم په کاروان چاودنې لسګونه تنه مړه او ژوبل کړي دي.
خو وروسته د دغه کاروان ګډونوالو خلکو ته خبر ورکړ چې په دوی د برید اوازې دروغ دي او روغ رمټ تر منزله رسیدلي دي.

Tags