افغانستان

بادغیس: د سربازانو خپلمنځي جنګ ۳ تنه مړه او ژوبل کړل

(عزم ویب پاڼه):
عزم: ۱۳۹۷/۴/۷- د بادغیس ولایت بالا مرغاب ولسوالۍ د ملي اردو عسکرو خپلمنځي نښته کړې او ۳ تنه مړه او ژوبل شوي دي.
د امنیتي سرچینو په وینا، پرون سهار د یادې ولسوالۍ په جوی ګنج سیمه کې یو تن عسکر هغه مهال په نورو عسکرو د لاسي بم ګوزار وکړ چې کله هغوی دده مخنیوی وکړ.
سرچینې وایي چې بریدګر سرباز غوښتل چې طالبانو ته تسلیم شي خو په پوسته کې یې په  میشتو عسکرو خپلې خوښې ته نه پریښوده.
د وروستیو راپورونو له مخې، د لاسي بم له امله یوتن عسکر ځای پرځای قتل او یو بل ژوبل شو، خو په جوابي ډزو کې نوموړی  عسکر د نورو عسکرو له لوری ووژل شو.

Tags