افغانستان

جنرال مراد: د طالبان اوربند وښوده چې دا ډله له هیواد سره بې کچې مینه لري

(کابل ټکی کام):

 

(کابل ټکی کام ۱۳۹۷ چنګاښ ۷)

د کابل د ګارنیزیون نوی قوماندان او د دفاع وزارت پخوانی لوی درستیز جنرال مرادعلي مراد وایي، د طالبانو د اختر درۍ ورځني اوربند وښووده چې طالبان له عامو هیوادوالو سره څومره مینه لري
مراد وویل؛ هغه طالبان چې ښارونو ته راغلي و او له افغان ځواکونو سره یې ګډ روغبړ وکړ، دا ثابته کړه چې دوی یوه ریښتینې سوله غواړي.

نوموړي د ملي وحدت د حکومت له لوري د اوربند غځول ستایي، خو په خبره یې چې د هغو طالبانو پرضد چې لا هم په تاوتریخوالي ټینګار کوي، عملیات به جاري وي.

باید وویل شي چې نړیوالو او افغان چارواکو د طالبانو درۍ ورځنی اختریز اوربند ستایلی او اشرف غني په دې تړاو د طالبانو له مشرتابه نه مننه کړې.
طالبانو د معمول تر مخه سږکال هم د اختر پرمهال درۍ شپې جګړه ودروله خو د نورو وختونو په خلاف یې داځل اعلان هم رسنیز کړ.
د دې اعلان سره سم د طالبانو ګڼ شمیر جنګیالي د پلازمینې کابل په ګډون ډیرو ښارونو ته ننوتل او خلکو یې تود هرکلی وکړ.
طالبانو تر دریو ورځو وروسته یوځل بیا خپل سنګرونه منظم کړل او په ګډو ځواکونو یې عملیات بیرته پیل کړل.

طالبان تل ټینګار کوي چې د جګړې اوسولې واک له امریکایانو سره دی نو مذاکرات هم له هغوی سره کوي.

طالبانو د ګډحکومت د سولې د وړاندیز په غبرګون کې ویلي، چې له بې صلاحیته جهتونو سره د سولې خبرې نه کوي.