سوداګرۍ خونه: ماليې وزارت ته د سرپرست پر ټاکل کېدو اندېښمن يو

(کابل ټکی کام):

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، چنګاښ ۷) د افغانستان د صنايعو او سوداګرۍ خونې چارواکي وايي، د ماليې وزارت ته د سرپرست پر ټاکل کېدو ځکه اندېښمن دي چې ښايي يوځل بيا په دغه وزارت کې فساد ډېر شي.

د يادې خونې وياند صيام الدين پسرلی وايي، د مالي پخواني وزير اکليل حکيمي په دغه وزارت کې د فساد پر کمېدو لږ څه کار کړی و خو زياتوي چې د نوموړي له تګ سره به کارونه له سره پيل او د خصوصي سکټور پر وړاندې به ستونزې هم زياتې شي.

پسرلي له حکومت څخه غوښتي چې د ماليې وزارت ته ژر تر ژره له فساده پاک او د هېواد اقتصادي ودې ته ژمن کس د وزير په توګه وټاکي.

د ماليې وزير اکليل حکيمي وړمه ورځ له خپلې دندې استعفا ورکړه چې لامل يې کورني ستونزې يادې کړې.

خو د حکومتي سرچينو د راپورونو له مخې، په دې وروستيو کې د ولسمشر غني او ډاکټر عبدالله ترمنځ اختلافات زيات شوي چې حکيمي هم د دغه اختلافاتو له کبله د اجرائيه رئيس له لوري استعفا کولو ته اړ شوی نو ځکه تېره ورځ اشرف غني نوموړی په نړيوالو چارو کې د خپل سلاکار په توګه پر دنده وټاکه.

اکليل حکيمي ولسمشر غني ته نږدې کس بلل کېږي او ويل کېږي چې د ولسمشر غني د مېرمنې د دفتر ۲۱ ميليون ډالره کلنۍ بوديجه د اکليل حکيمي په مديريت کې د کرډټ کارت له لس سلنې محصول، د بهرنيو مرستو له پيسو او له مالي عوايدو څخه برابريده.

x

Check Also

حامدکرزي د سیکانو په مندر کې عبادت وکړ

(محصلین): د افغانستان پخواني ولسمشر حامد کرزي د هندوستان په پنجاب ایالت ...