د پکتیکا د صفر یک قطعې قومندان عزیزالله کابل کې و وژل شو

(عزم ویب پاڼه):
 
عزم(پنجشنبه، ۷ چنګاښ ۱۳۹۷) د پکتیکا ولایت د صفر یک قطعې قومندان عزیزالله کاروان نن ماښام ۸ بجې شاوخوا د کابل مکروریانو سیمې سره فردوسي پارک کې د وسلوالو له لوري وو وژل شو.
د کابل امنیه قومندانی ویاند حشمت ستانکزي فردوسي پارک کې د وسلوالو له لوري د ۲ تنو وژل کیدل منلي خو د کاروان په اړه یې څه ندي ویلي.
بلخوا بیا د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش د عزیزالله کاروان وژل منلي دي.
نوموړي ویلي چې کاروان د مکروریان ۳ سیمې سره فردوسي پارک کې د له ساتونکو او کورنۍ سره د چکر پر مهال وو چې وسلوالو پرې ډزې وکړې هغه او یو تن ساتونکی یې وو وژل شو.
طالبانو د یاد برید مسئولیت په غاړه اخیستی.
‏طالب ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټویټر اکاونټ لیکلي چې نن ماښام ۸ بجې د کابل ښار مکروریانو سیمه کې د پکتیکا ولایت د صفریک قطعې قومندان عزیزالله کاروان باندې یې برید کړی او نوموړی یې په دغه برید کې له یو ساتونکي سره وژلی دی.
عزیزالله کاروان د طالبانو سرسخته دښمن وو چې په سیمه کې یې ډیر عام خلک هم د طالب په نوم له ټانګ لاندې کړي او په نورو ډول ډول شکنجو وژلي وو.

x

Check Also

ولسي جرګې په ټاکنو کې د بایومټریک کارولو هرکلی وکړ

(عزم ویب پاڼه):   عزم(شنبه، ۳۱ وږی ۱۳۹۷) د ولسي جرګې غړیو ...