ثوابت او متغیرات

لیکوال: دکتور صفت الله قانت

په نړۍ کې ټول بشریت چې څومره منډې ترړې وهي په حقیقت کې اطمینان سعادت او سکینت د لاس ته راوړلو لپاره مصروف دي څوک د روپیو او پیسو ډېرولو په فکر کې دي څوک د سترو او لویو قصرونو د جوړولو په فکر کې دي، څوک د خپل د خپل قدرت، زعامت او شهرت لاس ته راوړلو لپاره چاپیره دي او څوک په نورو عبثیاتو کې مصروف دي او دا ټول فکر کوي چې په دې لاره به سعادت او نېکبختي ته ورسېږي. خو حقیقت دادی چې په دې کې ډول هم حقیقي اطمینان او سعادت نشته.

نو سوال دادی چې هغه څه شی دی چې بشریت ته ډاډ ورکولای شي او د حقیقي سعادت لاره ورښودلای شي. په ځواب کې ویلای شو چې په حقیقت کې دا یوازې اصیله او ثابته دیني عقیده ده چې ددې لپاره په ژوندلو سره انسان مطمین او سعادتمند ژوند تېرولای شي. اصیله عقیده او اصیل فکر چې اصیلو دیني اساساتو باندې ولاړ وي د هغې ستنې به مضبوتې وي، دېوالونه به یې قوي وي، تهداب او اساس به یې ثابت او ژور وي، او په دې ډول به په دغو محکمو اساساتو یو قوي او مضبوط چت ولاړ وي چې په هغې کې به هېڅ ډول بدلون نه راځي لکه په لاندې آیت مبارکه چې الله تعالی ورته اشاره کړې ده{وَآيَةٌ لَهُمُ اللَّيْلُ نَسْلَخُ مِنْهُ النَّهَارَ فَإِذَا هُمْ مُظْلِمُونَ (37) وَالشَّمْسُ تَجْرِي لِمُسْتَقَرٍّ لَهَا ذَلِكَ تَقْدِيرُ الْعَزِيزِ الْعَلِيمِ (38) وَالْقَمَرَ قَدَّرْنَاهُ مَنَازِلَ حَتَّى عَادَ كَالْعُرْجُونِ الْقَدِيمِ (39) لَا الشَّمْسُ يَنْبَغِي لَهَا أَنْ تُدْرِكَ الْقَمَرَ وَلَا اللَّيْلُ سَابِقُ النَّهَارِ وَكُلٌّ فِي فَلَكٍ يَسْبَحُونَ (40) } [يس: 37-40]

(او د دوى لپاره لویه نښه شپه (هم) ده، مونږ له هغې نه ورځ راوباسو، نو ناڅاپه دوى په تیارو كې ننوتونكي وي (37) او لمر (دى چې) په خپلې ټاكلې لارې باندې روان دى، دغه د ډېر غالب، ښه پوه ذات مُقَدر (اندازه) كول دي (38) او سپوږمۍ لره، مونږ د هغې لپاره منزلونه مقرر كړي دي، تر هغه پورې چې دا شي لكه د كجورې وچ ډنډوركى (39) لمر لره ممكن نه دي چې سپوږمۍ رالاندې كړي او نه شپه په ورځ ړومبۍ كېدونكې ده او هر یو په (خپل) مدار كې لامبو وهي )(40)

ځکه که په دې نړۍ کوني سنتو او قوانیو کې که اضطراب او ګډوډي راپیښه شوه هېڅ به هم پکې روغ پاتې نشي او لکه په نورو آیتونو کې چې الله متعال فرمایي: {إِذَا السَّمَاءُ انْفَطَرَتْ (1) وَإِذَا الْكَوَاكِبُ انْتَثَرَتْ (2)} [الانفطار : 1 ، 2]، بل ځای کې فرمایي: {إِذَا الشَّمْسُ كُوِّرَتْ (1) وَإِذَا النُّجُومُ انْكَدَرَتْ (2)} [التكوير : 1 ، 2]

که داسې وشي نو قیامت به رامنځ ته شي، نو د اصیل فکر اساسات او بنیادونه به دغسې حتمي ثوابتو باندې ولاړ وي او ددې د ساتنې او حفاظت لپاره که هر وخت او هر ځای کې قرباني او فدا کاري او او هلې او ځلې و نشي نو طبیعي ده چې دغه اصیل فکر بیا په خپل اصیل او سالم فهم سره نشو پاتی کیدای او له وخته به لمنځه تللی وای. معاصر اسلامی ویښتابه چې د مختلفو مفکرینو، دعاتو او مصلحینو د هلو ځلو محصول دی د همدې اصیل او سالم فکر او عقیدې د ساتنې لپاره رامنځ ته شوی دی.

چې وروسته دا یو عام ویښتابه په منظم اسلامي حرکت تبدیل شوی ترڅو دغسې اصلي اسلامي عقیدې لپاره په یو منظم سیستم باندې کار وشي، او نن د همدې ویښتابه او بیا د یو منظم اسلامي حرکت په برکت ددې فکر د ساتنې لپاره د نړۍ په ګوټ ګوټ کې دهر ځای د شرایطو سره سم مفکرین، دعات او مصلحین چاپیره دي کار کوي او ددې لپاره د هېڅ ډول قربانیو نه دریغ نه دی کړی او ددې منظم اسلامي حرکت د ساتنې یو څه ثوابت دي لکه دین کې چې عقیده ده چې په هغې کې هېڅ ډول تغییر تبدیل، مداهنت نه دی ممکن چې د هغه د اسلامي حرکت اساسي اهداف بلل کېږي. او څه نور بیا داسې دي چې د شرعي او حرکي اجتهادي اصولو سره سم وخت په وخت د حرکت د پرمختګ او انکشاف لپاره پکې تغییرات راتلای شي چې دا وسایل بلل کېږي.

دا چې شرایط هر ډول وي اساسي اهدافو کې بدلون نشي راتلای خو د شرایطو او ظروفو سره سم اهدافو ته د رسیدلو لپاره وسایلو کې تغییر او تبدیل راتلای شي مثلا حج د لومړۍ ورځې نه په مسلمان فرض دی خو پرون په آس، اوښ و غیره خلکو سفر کاوه او نن بیا په معاصرو پیش رفته وسایلو په وسیله سفر تر سره کوي. د کار د پرمختګ لپاره ثوابت او متغییرات دواړه یو ځای باندې حرکت ولي او یو د بل نه مستغني کیدای نشي او دواړه باید یو د بل سره پرته له جمود استمرار او حرکت او همدارنګه پرته له انحرافه مرونت او پرته له تحریفه تجدید رامنځ ته شي او پرته له تعطیله انکشاف او پرمختګ وشي

– د اسلام ټول احکام او کارونه په دوه برخو ویشلی شو:
لومړی د انسان د ژوند دنیوی امور دي لکه رسول الله صلی الله علیه وسلم چې فرمایي:( انتم اعلم باامور دنیاکم) یعنې داسې په خپلو دنیوي چارو باندې ښه پوهېږئ او هغه کې نص مطلق موجود نه وي او یا هم هغه فروع او جزییات وي او یا هم د نص فهم او تفسیر پکې د اجتهادي ضوابطو په رڼا کې مختلف کیدای شي.

دویم:هغه امور دي چې په هغې کې اجتهاد او تجدید نشی کیدای چې زمونږ اساسي دیني عقاید دي. او یا هم کلي اصول او قطعي احکام دي چې دا په هغه هېڅ ډول تغییر نه قبلوي او په هره زمانه او هر ځای کې په یو ډول دي او په یو حال به باقي پاتې وي.

او اسلامي امت په حقیقت کې په همدغه ثوابتو باندې د ثابت پاتې کېدو له امله تراوسه پورې یو امت او د یو ځانګړي تمدن خاوند دی، او که دا ثابت امور او اصول نه وای نو دا یو امت به په څو امتونو تقسیم شوای وای. په اسلام کې ثابت او نه بدلیدونکی احکامو لکه: لمونځ، زکات، روژه، میراث، حج، د فحشاء حرمت، زنا، قذف، شراب ، په ناحقه وژل، د مردارې خوراک، د خنزیر خوراک په قرآن او سنتو باندې عمل او داسې نور ډېر څه چې که چا ددې نه انکار وکړ د دیني دایرې نه ورباندې خارجیږي.

او متغییرات یعنې د بدلون وړ احکام چې د ظنیاتو له جملې نه دي او څو فهمه او څو تفسیره پکې امکان لري او د یو یا بل فهم په خپلولو او اختیارولو سره ورباندې څوک له دیني دایرې نه وځي. نو څو ک د اهل سنت والجماعت په چوکاټ پورتني ثوابت په ځان لازم ګڼي هغه مسلمان دی هغه که په هر جماعت او تنظیم کې وي.

اسلام په ننیو هېڅ دعوتګرو او د اصلاح کارکوونکور جماعتونو کې منحصر نه دی، بلکې د هر جماعت شعار باید دا وي چې زما جماعت د مسلمانانو له جملې یو جماعت دی او هېڅکله هم داسې نه ده لکه ځینې چې ګمان کوي چې یوازې هغوی مسلمانان او د اسلام لپاره کار کوي، البته هر جماعت او ډله ځانته ځانګړتیاوې لري که د هغو ځانګړتیاو د فهم په اساس یو څوک یو جماعت او ډلې په کار قانع وي معنا یې داده چې د هغه کار په کولو او موجوده شرایطو کې اصلي هدف ته د رسېدلو لپاره نوموړی فرد د هغې ډلې کار د نورو په نسبت افضل او ښه ګڼي، نو له همدې کبله مونږ ویلی شو چې معاصر اسلامي حرکت چې په اسلامي نړۍ کې د الله د بندګانو د اصلاح لپاره کار کوي د نورو په نسبت ځینې ځانګړتیاوې لري هر اړخیز کار دی او د موجوده شرایطو سره سم د اسلامي امت د تېر برم د راژوندي کولو لپاره د نورو په تناسب ډېر ښه افضل دی. او دا هېڅکله هم په دې معنی ده چې دین په دې کې منحصر دی چې بیا د اسلامي حرکت د اسلام او دیني ثوابتو او متغییراتو په رڼا کې د اسلام لپاره د کار په خاطر خپل ځانته یو څه ثوابت او متغییرات لري چې د له هغې پرته اسلامي حرکت ته بیا اسلامي حرکت نشي ویل کیدای.

– د اسلامي حرکت ثوابت یا نه بدلیدونکي امور او احکام

۱- اجتماعیت
اسلامي امت کې پخوا هم فردي صالحیت موجود ؤ، اوس هم د فردي صالحیت نه خالی ندی او سبا به هم موجود وي. خو فردي صالحیت نه پرون، نه نن او نه هم سبا ته د مشکلاتو نه ایستلای شي او پاتې وباسي او که چا کله هم غوښتی چې د اسلامي امت د برم د ژوندي کیدو لپاره کار وکړي او اسلامي تمدن د احیاء لپاره څه تقدیم کړي دا کار پرته د اجتماعي صالحیت نه ممکن نه دی. زمونږ دین اجتماعی دین دی مختلفو احادیثو کې راغلي رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: ید الله مع الجماعة- و من شذ شذ فی النار- و انما یأکل الذیب من الغنم القاصیه- و لا صلاة لمنفرد خلف الصف و لالمتقدم علیه … او داسې نور ډېر زیات نصوص شته دی چې داخبره نوره هم کره کوي. زمونږ په خوږو ادبیاتو کې داسې راغلي دي چې له یو لاس څخه ټک نه خېژي، انسان په ځانته ځان هېڅ دی خو په وروڼو سره ډېر دی، او په ځانته ځان ضعیف او کمزوری دی او جماعت سره قوي دی. ستر کارونه د فرد کار نه دی، بلکې د ډلې او جماعت کار دی الله تعالی فرمایي: {إِنَّ اللَّهَ يُحِبُّ الَّذِينَ يُقَاتِلُونَ فِي سَبِيلِهِ صَفًّا كَأَنَّهُمْ بُنْيَانٌ مَرْصُوصٌ} [الصف : 4]

– د اجتماعي کار شرطونه:
۱- اجتماعي کار باید منظم وي.
۲- قیادت او مسؤولیت ولري.
۳- قاعده او افراد ولري چې په خپلو کې په یو واضح هدف او منهج یو ځای شوي وي.
۴- د افرادو او قیادت ترمنځ کار په شورائیت روان وي او افراد د قیادت پوره اطاعت وکړي.

۵- جماعت که په اسلام کې کوچنی وي او که ستر بې نظامه نشي چلیدای په یوه حدیث کې رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمایي: لا ینظرالله الی الصف الاعوج

کله چې صف منظم شو د امام اطاعت ضروري شو بل حدیث شریف کې دی چې فرمایي: انما جعل الامام لیؤتم به فاذا کبر فکبروا و اذا رکع فارکعوا و اذا سجد فاسجدو و اذا قرأ فانصتوا

چا چې د امام اطاعت ونکړ نو تردې سخت وعید راغلی دی چې کیدای شي سر یې الله متعال مسخ کړي او د خره په څېر وګرځېږي خو که امام سهوه شو مقتدیانو باندې لازم ده چې فتح ورکړي

۲- جماعت ته په پوره اخلاص سره انتماء او انتساب:
رسول الله صلی الله علیه وسلم مسلمانانو ته وصیب کړی دی چې علیکم باالحماعة فانما یأکل الذئب من الغنم القاصیة بل ځای کې فرمایي: من اراد بحبوحة الجنة فلیزم الجماعة او حضرت ابن مسعود رضی الله عنه فرمایي: ان ما تکرهون فی الجماعة و الطاعة خیر مما تحبون فی الفرقة. حضرت علی رضی الله عنه بیا فرمایي: کدر الجماعة خیر من صفوالفرقة او جماعت په خپل ټول وجود او اسکلیت باید داسې یو امت تشکیل کړی چې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر عظیمه فریضه ترسره کړي او ددې ستر هدف لاس ته راوړلو لپاره باید د جماعت افراد او قیادت ځانونه فنا فی الجمعت وګرځوي.

او د صحابه کرامو په هغه عظیم صفت ځان متصف کړي چې د هغوی په باب ویل شوي دی: هم رهبان باللیل و فرسان با النهار یقلون عند الطمع و یکثرون عندالفزع. او حضرت عمر رضی الله عنه په شان خوب په ځانو نه حرام کړی لکه چې فرمایي: لئن نمت النهار لاضیعن الرعیه و لئن نمت اللیل لاضیعن نفسي کیف بالنوم مع هذین یا معاویه دا الفاظ یې د معاویه بن خدیج په ځواب کې وویل چې کله یې ورته هغه د اسکندرې د فتحې زیری راوړ. او د تر هغې پورې د یو فرد په ذهن د جماعتي ژوند درست مفهوم نشی ترسیخیدای ترڅو پورې چې لاندې امور په نظر کې ونه نیسي:

– جماعت ته خپل انستاب او انتماء د بل هرڅه نه ځان لپاره ستر عزت وګڼي.
– جماعت د ځان د اطمینان لپاره یواځینی ځای و ګڼي.
– په دې عقیده وي چې همدا یوازینی جماعت دی چې زما آرمانونه پکې پوره کیدای شي.
– په دې عقیده وي چې نوموړی په جماعت کې اساسي غړی او اساسي ستنه ده.
– هغه جماعت ته پوره خیر رسولی شي او جماعت هغه ته د پوره خیر وسیله ده.
– نوموړي جماعت ته شخصیت ورکړي او جماعت نوموړي نه شخصیت جوړ کړي.
– په دې عقیده وي چې د نوموړي ژوند بس یوازې جماعت پورې تړلی دی.

۳- تربیه:
د اسلامي حرکت درېيم ثابت شی چې بدلون او تغییر پکې نه راځي هغه تربیه ده او دا ځکه چې ټولنه کې تغییر او بدلون د اسلامي حرکت د اساسي اهدافو نه بلل کېږي او زمونږ د اساسي ثابتو امورو نه دی چې تغییر پکې نشي رامنځ ته کیدای.

– او دې هدف ته د رسېدلو لپاره تربیه زمونږ اساس دی.
– تربیه یو داسې دیني اصل دی چې د اسلامي حرکت د ثابتو امورو نه بلل کېږي.

– رسول الله صلی الله علیه وسلم خپل کار د تربیې څخه پیل کړی دی او په دې سره یې داسې یو ټولګی تشکیل کړ چې د هغوی شعار ایاک نعبد و ایاک نستعین وو. او یو نوی انسان یې رامنځ ته کړی چې زړونه د الله رب العالمین په نور منور او یوازې د هغه عبادت وکړي.

– رسول الله صلی الله علیه وسلم په لاندې اساسي ټکو باندې د خپلې ډلې تربیه ترسره کړې ده:
۱- بشپړ ایمان: د هغوی زړونو کې کامل ایمان ځای پرځای کړ په دې ډول د یو دیني دعوتي هدف پرته نور هر ډول اهداف د هغوی د ذهن نه ووتل او په دې سره ټولو خپله توجه یو الله ته وګرځوله او یوازې لااله لاالله یې خپل شعار وګرځاوه او نور هرڅه یې پرېښوده.

۲- زړونه يې په خپلو کې په پوره محبت سره یو ځای کړل او ارواح یې سره راټول کړل او (إِنَّ أَكْرَمَكُمْ عِنْدَ اللَّهِ أَتْقَاكُمْ)عملي مصداق و ګرځیده او په دې سره حقیقي وروڼه وګرخیدل.

۳- په داسې فداکارۍ او قربانۍ تربیه شو چې ټول هغه څه چې لرل د الله تعالی په لاره کې تقدیمولو او قربانولو ته حاضر کړل تر دې چې د غنیمت اخیستل به یې ځانته شرم ګڼلو او په ډېرو ځایونو کې داهم د الله لپاره پرېښي دي.

د تربیې مراحل:
د معاصرو اسلامي حرکت له نظره تربیه مختلف مراحل لري د یوې ځانګړي عمومي ایماني او روحانی بېدارۍ او ویښتابه داسې رامنځ ته کول چې په دې ډول د یو مسلمان فرد د هر اړخیزه تربیه د ژوند په ټولو اړخونو کې جماعتي عقلي، روحاني نفسي او ایماني لحاظ بدلون رامنځ ته شي. او په همدې ډول د یوې مسلمانې کورنۍ جوړښت د تربیه شوو افرادو یوه مسلمانه ټولنه جوړول چې په عملي ډول په خپلو کړو وړوکی په ځان باندې کامل ډول اسلام تطبیق کړی او په دې ډول په طبیعي شکل یو عمومي بدلون د لارې نه په نظام کې د یو سالم او ښه بدلون لپاره لاره چاره جوړه شي.
– د تربیې لپاره سالمه واضحه او متوازنه تګ لاره وجود ولري ترڅو د منهج او متوازنې تګ لارې په وسیله د عقیدي او فکر یووالی رامنځ ته شي. ځکه که عقیده او فکر کې یووالی رامنځ ته نشي هېڅوک هم د یو اجتماعي نظام نه تابع کېږي.

۳- د افرادو خپلمنځي هفته واره غونډه
مخکې مووویل چې بدلون لپاره کار کول زمونږ د ثابتو اساساتو نه دی او تغییر او بدلون کار باید د نفس او زړه نه پیل شي او د فرد د قلبي او نفسي بدلون لپاره په هفته وار ډول یوه غونډه ددې لپاره ضروري ده چې ددې لارې نه د ایمان د تجدید لپاره په عملي او نظري ډول کار وشي. نو هفته کې یو ځل غونډه د ثابتو اساساتو نه شمېرل کېږي کیدای شي مونږ ورته اسره ووایو هفته واره اجتماع یې وبلو او يا بل عنوان خو نوم مهم نده دی، بلکې محتوی مهمه ده چې د همدې وسیلې تعارف، تفاهم او تکافل رامنځ ته کېږي او د همدې په وسیله ناقص فهم سمېږي. او د بشري اشتباهاتو معالجه کېږي او د همدې لارې نو اخوت رامنځ ته کېږي او بالآخره بشري قیادي صلاحیتونه او استعدادونه ظاهرېږي.

۴- د هراړخیز فهم اصول
هره ډله او ټولګی د خپل ځانګړي فهم د اصولو په اساس سره راغونډېږي، څوک مثلا د یو جزئي فهم په اساس د تزکیې او صوفی حرکت په حیث کار کوي ځانته اصول لري یو بل د عقیدې د سمون په اساس د یو جزئي جریان په حیث ځانته اصول لري یو بل بیا محض سیاسي بدلون لپاره کار کوي چې دې کار لپاره ځانته اصول وضع کړي وي. اسلامي حرکت چې په هر اړخیز فهم ولاړ دی او د اسلامي حرکت، مؤسسیینو او مفکرینو دغه اساسي اصول په خپلو لیکنو کې مونږ ته واضح کړي دي. لکه د رسالة التعلیم کې د اصول عشرین یا شلګونو اصولوړ په عنوان چې مختصر ډول بیان شوی او بیا وروسته د اسلامي حرکت ډېرو مفکرینو او استاذانو مفصل ډول شرحه کړي مونږ ته یو چوکاټ جوړ کړی دی دا زمونږ د ثابتو امورو نه دي.

۵- د لوایحو او مقرراتو او نظام احترام
منظم تربتي اجتماعي کار د اسلام اصیل منهج دی او اجتماعي کار پرته له یو نظام نه نشی رامنځ ته کیدای نو کله چې دا قناعت موجود شي چې اسلام لپاره د خدمت کولو اساسي وسیله اجتماعیت دی او منطم کار په اسلام کې د ثابتو امورو نه دی نوضروري ده چې اجتماعیت کې به افرادو ته مسؤلیت او مکلفیت سپارل کېږي او که افراد خپل مسؤولیت تر سره نکړي هغه اجتماعیت به یو بې روحه جسد او د مړی حیثیت ولري.

اجتماعیت به لوایح او مقررات لري او طبیعي ده چې داجتماعیت پورې مربوط ټول کارونه به د مقرراتو لوایحو مطابق تره سره کېږي او په دې ډول چې څومره مسؤولیتونه د لوایحو په رڼا کې افرادو ته سپارل شوی وي افراد باید د هغې احترام وکړي او په دې ډول د ټول نظام احترام وکړي او دا هرڅه د ثابتو امورو نه بلل کېږي او په دې کې بدلون او تغییر او تبدیل نشي راتلي.

– هره مؤسسه دولت او یا نظام د خپل ځان لپاره خپل لوایح او قوانین لري او څوک چې د هغې تابعداري نکوي نو بیا د دولت تبع مأمور یا محصل او متعلم نه بلل کېږي.

۶- د مواقفو احترام:
کله چې د اجتماعیت نظام یو موقف ونیولو د جریان ټول غړي مکلف دي چې د هغې احترام وکړي که نونه بیا به ورته ښه وي چې خپله لاره بېله کړي. نظام چې د شورا په اکثریت باندې پرېکړه وکړه افراد مکلف دي چې د هغې نه تابعداري وکړي.

۷- د نظام د چلولو لپاره اختلافي مسایلو کې یو فقهي اختیار
کله چې د نظام د مصلحت لپاره یو څه اداري قوانین او قواعد کېښودل شو ټول افراد د هغې په اطاعت مکلف دي.
همدارنګه که د اجتماعي نظام د چلولو په شکل کې د فقهاوو اختلاف وي لکه داچې شورا ملزمه ده که معلمه ده د مسؤول انتخاب طریقه څرنګه دایمي او که مؤقت.

د نظام مصلحت لپاره چې شورایي نظام هرڅه فیصله وکړه ټول افراد د هغې نه په اطاعت او احترام مکلف دي نو یو د نظام د چلولو مختلف فیه فقهي مسایل دی او بل عبادتي جانب کې فقهي امور دي عبادتي جانب کې هرڅوک آزاد دي چې په هره طریقه عبادت کوي د امامانو او نورو دلایلو په رڼا کې د هغې مطابق کولای شي خپل عبادت وکړي ولا انکار فیه

– شورایي ملزم نظام
اسلامي حرکت ځان لپاره ملزم شورایي نظام غوره کړی دی که څه هم بل جانب کې به دلایل موجود وي او دا د اسلامي حرکت د اجتماعیت د ثابتو امورو نه بلل کېږي. او دلته چې د شورایي نظام په نتیجه کې څه فیصلې کېږي مسؤول او افراد د هغې په تطبیق او اطاعت مکلف دي.

– محاسبه:
هر ډول اجتماعیت د فساد نه د ساتلو لپاره محاسبه یو ضروري عنصر دی او کله چې هم په اجتماعي نظام کې د یو طرف نه د محاسبې او اصلاح په ارادې د انتقاد روحیه بنده شوه د بل طرف نه به په طبیعي ډول هلته د فساد دروازه خلاصېږي. نو اسلامي حرکت د فساد نه بچ کیدو په خاطر محاسبه او اصلاحي انتقاد د نظام د چلولو لپاره د ثابتو امورو نه ګڼلی دی او دی لپاره د اسلامي تاریخ په اوږدو کې د اجتماعي نظام چلولو لپاره مونږ سره ډېر مثالونه او نصوص موجود دي نو ځکه هم محاسبه هم د د اجتماعي کار د چلولو لپاره د ډېر اهمیت وړ نقطه بلل شوې ده.

د بدلون وړ امور (متغییرات)
لکه څرنګه مو چې وویل چې اساسي اهداف ثابت او نه بدلیدونکي امور دي چې هېڅ ډول تغییر او تبدیل پکې نشي راتلای، ادلون بدلون یا تغییر او تبدیل په وسایلو کې دی او وسایل هم کیدای شي په دوه ډوله وویشو یو ډول ثابت وسایل لکه د تربيي په باب کې ورته اشاره وشوه مثلا هفته واره غونډه د منهج او تګلارې د تطبیق لپاره چې دغه غونډه په هر نوم عنوان چې وي د ثابتو امورو نه ځکه ده چې اجتماعیت ته منسوب فرد به حتما هفته واره غونډه کې ګډون کوي. همدارنګه زمونږ د کار درې ګوني عناصر لکه عمیق ایمان، دقیق تنظیم او مستمر فعالیت دا د یو طرف نه وسایل دي خو د بل طرف نه د ثابتو امورو نه شمېرل کېږي.

او ځیني نور وسایل د کار په لاره کې تغییریدای شي مثلا د منهج او نصاب مواد چې ډېرځله کیدای شي هدف ته د رسېدو لپاره تغییر او تبدیل شي. کیدای شي یو ځای کې یو کتاب بل ځای کې بل کتاب ښه نتیجه ورکړي همدارنګه د تربی ي نور وسایل هم لکه شپینې پروګرامونه، سیمینار، کنفرانس، سیرعلمي او داسې نور دا هرڅه د ظروفو شرایطو مکان او زمان په لحاظ متغیر کیدای شي. په دې ډول اسماء مسمیات او نومونه د ثابتو امورو نه نه دی کله کیدای شي یو نوم نه استفاده وشي او کله بل عنوان استعمال شي.

همدارنګه مطبوعاتي او میډیایي وسایلو کې تغییرات راتلای شي کله مجله کله جریده کله اخبار او کله ټول په یو وخت کې کله په یو نوم کله په بل نوم، کله راډیو کله تلویزون، ویبسایټ، فیسبوک او نور جمعي ميډیایي وسایلو نه استفاده کیدای شي.

x

Check Also

د حق او باطل جګړه او زموږ انحرافات

ليکوال: په اسلامي علومو کي نامتو متخصص عالم مرحوم دکتور محمد سعيد ...