عقل او عقلانيت

استاد محمد نعیم جلیلي

عقل د الله تعالی له سترو نعمتونو څخه دی، که عقل نه وي، حق او باطل او خیر او شر نه پېژندل کېږي، په مخلوقاتو کې د انسان د غوره والي بنسټ عقل دی، له همدې کبله الله تعالی هغه انسان چې له عقله کار نه اخلي او د خیر او شر توپير نشي کولی، د څارويو په څېر بللی دی، الله تعالی فرمايي: ( ولقد ذرانا لجهنم کثیرا من الجن والانس لهم قلوب لایفقهون بها و لهم اعین لایبصرون بها و لهم آذان لایسمعون بها اولئک کالانعام بل هم اضل اولئک هم الغافلون)

عقل په اسلام کې یوازې د معلوماتو د راټولولو او تحلیل وسیله نه، بلکې د الله تعالی د معرفت او پېژندنې اساسي وسيله ده، عقل د اسلامي تفکير او تصور زيربناء ګڼل کېږي.

1. له همدې کبله قرآن کريم د مخالفينو سره د استدلال او مناقشې پرېکړه د عقل په محکمه کې کوي .

2. عقل د شرعي تکليف مدارګڼل کېږي، کله چې عقل له منځه ولاړ شي، انسان مکلف نه ګڼل کېږي.

3. انسان د خپل ژوند په تېرولو او د آسانتياوو په لاس ته راوړلو کې په دې مکلف دی چې په کایناتو کې د ځان لپاره اسباب او وسايل د عقل له لارې وپلټي، او که دا کار ونکړي، ګناهګاريږي.

4. اسلام پر هغو انسانانو کلکه نيوکه کوي چې عقل نه کاروي او همدا د ګمراهۍ اساسي لامل ګڼي.

5. او تر ټولو بنسټيزه خبره دا ده چې د شريعت په پنځه ګونو مقاصدو کې يو مقصد د انسان د عقل ساتنه ده.
هاخوا قرآن کریم مسلمان عقلانیت ته رابلي، د الله تعالی په مسطور او منظور کتابونو کې يې تدبر ته هڅوي، قرآن کریم په ۴۹ آیتونو کې په تعقل او تدبر امر کوي، په ۱۶ آیتونو کې يې د (لب) په کلمې سره ستاینه کوي، په دوه آیتونو کې يې د (نهی) په کلمه يادوي، په ۱۸ آیتونو کې يې د تفکر او فکر په ټکو يادوي، په ۲۰ ځايونو کې يې د فقه او تفقه په کلمو سره يادوي، په ‍۱۹ آیتونو کې يې د حکمت په ټکي يادونه کوي. او داسې بې شمېره نور تعبيرات هم شته چې قرآن په کې مؤمن ته د عقل او عقلانيت يادونه کوي.

خو د دې ټولو سره سره يو شمېر خلک بيا وايي چې اسلامي شريعت پر عقل بنديزونه لګولي، د عقل سره په جګړه کې دی او له عقلانيت سره اړخ نه لګوي، داسې انګيري چې ګوندې اسلامي ثقافت او فرهنګ ټول پر نقل ولاړ دی او عقل يې په پوله ايښودی دی.

راځئ وګورو چې آيا اسلام په رښتيا د مطلق عقل او عقلانيت سره مخالف دی او که جګړه په خپله د عقل په پېژندنه او د عقلانيت د کارولو په ډګرونو کې ده؟

د دې لپاره دا اړينه ده چې لومړی مونږ عقل وپېژنو او بيا په دې وپوهېږو چې آیا انسان يوازې د عقل له لارې کولای شي چې خپل ځان او خپل چاپیريال په سمه توګه وپېژني او که نه؟

عقل څه ته وايي؟
عقل عربي کلمه ده او د لغت له مخې د منع او حبس په معنا ده، د انسان عقل ته ځکه عقل وايي چې انسان له هلاکت څخه ژغوري او له خطا څخه يې منع کوي، په عربي ژبه کې يې بل نوم ” نهية” دی چې هغه هم له نهی او منع څخه اخیستل شوی دی.

د عقل په اصطلاحي معنا کې فلسفيان هم حيران دي، ځيني يې ماده ګڼي، ځينې ورته د تجاربو مجموعه وايي، ځينې يې مقناطیسي ځواک ګڼي او ځينې يې بيا نور او رڼا ګڼي، له همدې کبله يې د عقل لپاره بېلابېل تعريفونه وړاندې کړي دي.
فرويد وايي چې عقل د لاشعور څخه رابيله شوې وړه ټوټه ده، چې هغه بيا په دوه برخو ويشي.

• لومړۍ برخه یې هغه ټول علوم او معارف دي چې انسان يې تر لاسه کوي چې دېته يې شعوري او پوهيدونکی عقل ویلی دی، او کله هم چې انسان د هغې استحضار او یادول وغواړي، هغه ورپه ياديږي.

• دوهمه برخه يې لاشعوري عقل دی چې د انسان د ماضي له افکارو او احساساتو تشکیليږي، او کله ناکله هغه په انسان کې راښکاره کېږي.

ابن سينا د عقل يوولس معناګانې ذکر کړي چې بيا امام غزالي هغه درې ډولو ته ويشلی چې د بیلګې په توګه يې لاندې تعريفونه ذکر کړي دي.

1. د انسان هغه روغ فطرت چې د ښو او بدو توپير پرې کولی شي، عقل ګڼل کېږي
2. هغه کلي تجارب او مفاهيم چې له مخې يې انسان خپل مصالح او اغراض ټاکي، عقل ګڼل کېږي.
3. هغه حالت چې انسان په کې دروند، باوقاره او سنګین ښکاري، او د هغه حرکتونه، ويناوې او اختيارات د ستايلو وړ ګرځوي، دېته عقل وايي.

د دغو تعریفونو له يادولو څخه زما هدف فلسفي بحث نه دی، يوازې دومره مې ويل غوښتل چې د عقل د حقيقت په پېژندنه کې فلسفيان هم پاتې راغلي دي، او زیات شمېر فلسفيان په ډاګه وايي چې د عقل د حقیقت پېژندنه د عقل کار نه دی، لکه څرنګه چې سترګه ځان نه ويني، په همدې ډول عقل خپل ځان نشي پېژندلی. تر ډېره د عقل تعریف او پېيژندنه د عقل د وظيفې او دندې له مخې کېږي، چې هغه ادراک او پوهه ده . دا چې دا ادراک او پوهه څرنګه ترلاسه کېږي؟ او آیا دغه ادراک په خپله حقيقت دی، که حقیقت ته د رسيدو لار؟ دا هغه څه دي چې د لويديځ او اسلام فرهنګونه په کې بېلابېل نظریات لري.

غربي او اسلامي عقل:
د لويديځ او اسلام تر منځ د عقل د حقيقت په پيېژندنه کې يو بنسټيز توپير پروت دی، عقل په لويديځ کې يوازې معرفتي او علمي اړخ لري په داسې حال کې چې په اسلام کې عقل له دې سره چې د معرفت وسيله ده، ورسره اخلاقي، سلوکي او معنوي اړخ هم لري، له همدې کبله په قرآن کې په خپل علم باندې په عمل کولو د عقل اطلاق شوی دی، الله تعالی فرمايي:

(وقالوا لو کنا نسمع او نعقل ما کنا فی اصحاب السعیر) امام ابن القیم رحمه الله فرمايي: عقلونه دوه ډوله دي، يو يې طبیعی او فطري عقل دی چې د علم پلاراو مربي ګڼل کېږي او بل يې کسبي او مستفاد عقل دی چې د علم اولاد، ثمره او نتیجه ګڼل کیږي.

عقل په اسلام کې د معرفت وسيله او لار ده او د معرفت مصدر او سرچينه نه ده، په داسې حال کې چې په لويديځ کې عقل د معرفت يوازینی مصدر او سرچينه ده، په وسيلې (عقل) سره علم او معرفت ترلاسه کېږي، خو له هغې څخه علم نه اخیستل کېږي او د علم مصدر نه ګڼل کیږي، له همدې کبله يو شمېر حکماوو دا ويلي دي چې عقل د معرفت د سرچينې څرګندونکی دی، په خپل ذات کې مصدر نه دی.

په اسلامي ادبیاتو کې عقل کله د جهل په مقابل کې، کله د خواهشاتو د پيروۍ په مقابل کې او کله د حلم او برده بارۍ مرادف استعماليږي.

د يادونې وړ ده چې په اسلام کې عقل د عقيدې مبدا او اساس دی او د عقيدې پيل له عقل څخه کېږي، ځکه چې د الله تعالی پېژندنه اود وحدانيت اثبات دواړه په پيل کې د عقل له لارې ثابتيږي، او کله چې عقل دا دواړه ثابت کړل، ورپسې د نقل ضرورت او اړتيا راڅرګندېږي، چې د نقل د رامنځ ته کيدو څخه وروسته بيا د عقل دنده په درې ټکو کې خلاصه کیږي.

1. د وحې او نقل تصديق او پر هغې ایمان درلودل.
2. د نقل له لارې د ثابت شويو احکامو او شرايعو پېژندنه.
3. د نقل او وحې د مصداقاتو، معانیو او مفاهيمو پېژندنه.

دا سمه ده چې عقل د عقيدې اساسات ثابتوي، خو د عقيدې تفصيلات او جزئيات بيا غیبي امور دي چې د اثبات لپاره يې له نقل څخه پرته بله لار نشته بل پلو ته د دغې عقيدې غوښتنې او مقتضیات هم د نقل او وحې له لارې ثابتيږي، چې هغه د شرعي تفصيلي احکامو په بڼه بيان شوي دي. او همدا د عقل او نقل تر منځ د تړاو مفهوم دی.

هلته خو عقل د الله ځای نيولی:
په غربي نړۍ کې له کله نه چې کليسا د عقل سره په جګړه کې کيوته او بالآخره يې ماتې وخوړه، له هماغه مهاله عقل په لويديځ کې د کليسایي لاهوت ځای ونيو، عقل ټولواک شو، د معرفت مصدر وګرځيد، د ښه او بد د پېژندنې يوازينی معيار جوړ شو او بالآخره له عقل نه پرته د معرفت ټولو مصادرو له اروپا څخه کډه وکړه، له هماغه مهاله له هغه څه نه انکار وشو چې عقل ورته رسيدی نشي.

اسلام عقل ته د کار ډګرونه ټاکي:
اسلام وروسته لدې چې عقل ستايي، عقل د انسان د تکريم سبب ګڼي، په هغه څه يې مکلفوي چې د عقل په وس کې وي. لدې کبله د عقل د کارونې لپاره ډګرونه ټاکي.

لومړی عقل په دې مکلف کوي چې د کایناتو د ستر نظام په ليدو سره د الله تعالی د معرفت او وحدانيت پرېکړه وکړي، له هغې وروسته ورته وايي چې د دغه ستر ذات سره د اړيکې لار او له هغه څخه په کايناتو کې د سم اوسيدو د قوانينو د ترلاسه کولو يوازینۍ لار نقل او وحې ده چې د انبیاوو علیهم السلام له لارې انسان ته رسېږي. له هغې وروسته بیا هم الله متعال د انسان اړوند چارې په څو کټګوريو ويشي.

لومړۍ برخه يې هغه ده چې د انسان عقل يې د ضرورت پرېکړه کولی شي، خو تفصیلاتو ته یې لاسرسی نه لري، هلته عقل ته وايي چې دغه تفصیلات په بشپړه توګه له وحې او نقل څخه ترلاسه کړي، دغه برخه د محضه عباداتو برخه ده، البته که عقل ډېر څه وکړي په دې برخه کې د يو شمېر دغو تفصیلاتو حکمتونه او مقاصد درک کولی شي او بس.

دوهمه برخه يې هغه ده چې الله متعال په بشپړه توګه د انسان عقل ته پريښې ده او وحې او نقل په کې هېڅ مداخله نه کوي، دغه برخه د انسان د مادي اړتياوو د پوره کولو لپاره له مسخر شويو کايناتو څخه د الهي قوانينو کشفول، رابرسیره کول او د هغې پر بنسټ د ژوند چارې سمبالول دي. په دې اړه پيغمبر علیه السلام فرمايي: ( انتم اعلم بامور دنیاکم) تاسې په خپلو دنيوي چارو ښه پوهېږئ. په دې برخه کې شريعت هڅونه کوي او بس، نوره پرېکړه او تطبیق دواړه عقل ته سپارل شوی دی.

درېیمه برخه يې هغه ده چې وحې او اسلامي شريعت يې يوازې يو شمېر کلي قواعد او اصول بيان کړي دي، هغه اصول چې په پراخه نړۍ کې د ټولو انسانانو تر منځ د عدالت، برابرۍ او سوکالۍ تضمين، او له بله پلوه د شخړو او جګړو مخنيوی کوي او ورسره تلپاتي قوانين او قواعد دي چې په هره زمانه او هر ډول شرایطو کې انسان کولی شي چې له هغو قواعدو څخه د ځان لپاره د شرایطو سره سم احکام راوباسي چې هم د تطبیق وړتیا ولري او هم رښتينی عدالت او سوکالي تضمين کړی شي، دا هغه چارې دي چې د انسان د اقتصادي، سیاسي او اجتماعي ژوند پورې تړلي دي.

څلورمه برخه يې يو شمېر کلي اخلاقي اصول او قواعد دي چې هغه بیا تفصیلاتو ته اړتیا نلري، خو تلپاتي دي، او د ټولنو او زمانو په بدلون سره هم په کې بدلون نه راځي، په دې اړه هم اسلام هغه په ښه ډول څرګند کړي دي او عقل ته يې يوازې د هغې د ښېګڼو د پېژندنې دنده پرېښې ده.

د کار د ډګرونو ټاکنه هېڅکله په دې معنا نه ده چې اسلام ګوندې په عقل بنديزونه لګولي دي، بلکې د عقل د ځواک او توانايۍ ټاکنه ده په داسې توګه چې په همدې ډګرونو کې پرېکړه کولی شي او له دې وړاندې پرېکړې به يې يا عملي جنبه ونلري او يا به هم په انساني ټولنو کې د ستونزو او ناورینونو لامل شي.

د دې کار ښکاره دلايل دا دي چې کله هم عقل داسې تيارو ډګرونو ته داخل شوی دی، يوه او سالمه نتيجه يې نه ده ترلاسه کړې، د فلسفيانو اختلاف په هغو مسايلو کې چې هغه د زمانې او شرایطو په بدلون سره تغيير نه مومي، د همدې بېوسۍ ستر دلیل دی، او له بله پلوه هغه مسلسل تجارب چې د عقل د بې بندوباره کارونې په پايله کې يې انساني ټولنه د کړاوونو سره مخ کړې ده د همدغې غلطۍ بل ښکاره شاهد دی.

x

Check Also

د عاشورا په ورځ خپل اهل عيال ته د روزۍ پراخي څه حکم لري ؟

اسلام عليکم ورحمة الله وبرکاة زمونږ امام تيره ورځ په خپل وعظ ...