د تماس نړيواله ډله ازاربايجان کې د افغانستان په اړه ځانگړې ناسته لري

افغانستان لپاره د تماس نړيواله ډله د ازاربایجان په پلازمېنې باکو کې نن پنجشنبه د افغانستان په اړه ځانگړې ناسته لري.

دغې غونډې ته د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سياسي مرستيال حکمت خليل کرزي په مشرۍ پلاوی تللی دی.

افغانستان لپاره د تماس نړيوالې ډلې مسوولينو ويلي، چې په دغه غونډه کې به د افغانستان امنيتي وضعيت سربېره پر افغان سوله هم خبرې وشي.

دغه نړيواله ډله له افغانستان سره د سيمې او نړۍ د سياسي او اقتصادي همکاريو لپاره کار کوي.

د ازاربايجان د  بهرنيو چارو وزارت ويلي، چې د افغان سولې په اړه په دغه ناسته کې د نوي هېوادونو او نړيوالو ټولنو غړي گډون لري.

د ازاربایجان د بهرنيو چارو وزارت وياند حکمت حاجي يوف ويلي، چې د افغان سولې په اړه په سيمه‌ييزه کچه پراخې هڅې روانې دي.

ځينو راپورونو ويلي و، چې په دغه ناسته کې به د افغان حکومت او طالب استازو ترمنځ مخامخ خبرې هم وشي، خو طالبانو په دغه ناسته کې د گډون راپورونه بې بنسټه بللي وو.

افغانستان لپاره د تماس نړيواله ډله په ۲۰۰۹ کې جوړه شوې او هر کال د افغانستان وضعيت په اړه ناستې کوي.

د تېر کال ډسمبر کې هم د ناروې پلازمېنې اوسلو کې دغې ډلې د افغانستان په اړه ځانگړې ناسته کړې وه. د افغان حکومت په وينا په دغه ناسته کې د اويا هېوادونو او نړيوالو ټولنو استازو گډون کړی و.

سرچینه: نړۍ نیوز

x

Check Also

د ملي دفاع وزارت د لسګونو مخالفينو د مرګ ژوبلې ادعا كړې

(کلید راډیو): د ملي دفاع وزارت د هېواد په بېلابېلو سيمو كې ...