د ارګ خبرپاڼه

جمهوررئیس غني والیانو ته په خطاب کې: سوله او امنیت لومړیتوب کې ونیسئ او د انکشافي پلانونو پر تطبیق مو تمرکز زیات کړئ

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني والیانو سره د لیدنو او کتنو په لړ کې نن ماښام د هلمند، کندهار، روزګان، فراه، هرات، لغمان، نورستان، کونړ، پکتیکا، نیمروز، بادغیس، غور، دایکندي او ننګرهار ولایتونو والیانو سره وکتل.

دغو والیانو د یادو ولایتونو د عمومي وضعیت تر څنګ د ولسوالیو د اداري واحدونو په اړه هم جمهوررئیس ته راپور ورکړ.

هغوی د خپلو لاسته راوړنو ترڅنګ په دغو ولایتونو کې د ستونزو، ننګونو، اړتیاوو همدارنګه د امنیتي وضعیت د ښه والي او د زیربنايي پروژو د تطبیق په خاطر د خپلو پلانونو او تازه برنامو په هکله معلومات وړاندې کړل.

د هېواد جمهوررئیس د دغو ولایتونو د والیانو له راپور اورېدو وروسته په دغو ولایتونو کې د مثبتو فعالیتونو قدرداني وکړه او هغوی ته یې لارښوونه وکړه چې د ښې حکومتولۍ په خاطر دې د بېلابېلو اقشارو او دیني عالمانو سره په ګډه هڅې وکړي.

د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس د هلمند، کندهار، روزګان، فراه، هرات، لغمان، نورستان، کونړ، پکتیکا، نیمروز، بادغیس، غور، دایکندي او ننګرهار ولایت والیانو ته لارښوونه وکړه چې د امنیت او سولې بحث دې په خپلو لومړیتوبونو کې ونیسي او په عین حال کې دې پر انکشافي او عمراني چارو تمرکز زیات کړي.

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ

x

Check Also

هند افغانستان سره د (زر) بسونو د ورکړې او بيلابېلو برخو کې د همکارۍ ژمنه وکړه

(کابل ټکی کام، ۱۳۹۷، وږی ۲۹) افغان چارواکي وايي، هند له افغانستان ...