کلتور او ادب

هغه ژوندی دی!

لیکنه : فضل ربانی قاضی زی

شپه ده ماشومان په خوب ویده دي، ناڅاپه د طیارې بمونو دروند غږ ټول له خوبه ویښوي. هر خوا ویره خپره ده، هر سړی شاوخوا منډې وهي او هرې خوا نه چیغې پورته کیږي څوک نه پوهیږي چې څه روان دي.

ور ټک ټک کیږي الله داد د ده ملکرۍ ورپسې راغلی، خپل ټوپک او څادر یي راواخیست او له کوره ورسره روان شو. خپل ماشومان یي هم ونه لیدل، له ځان سره یې دا ویي چې سهار وختی به بیرته کورته راستنیږم. خبر نه وو چې قسمت ورسره څه کړي.

د سه شنبه ورځ سهار وختي هوا تیره او لږ سړه هم ده، خپل خړ څادر یې ته ځان تاوو کړاو ملګریي سره یو ځای شول یوبل ته یې غیږې ورګړې ټول په دې پوهیدل چې حالات ډیر خطرناکه او ښایي څه بده پیښه وشی.

بس غږ د تکبیر شړنګاری د ګولو شو او ماتم په کلي راغی هرې خواه ته بس بمونه دي بمونه، ملګري سره تیت شول څو محدود کسان وو. د ده نږدې ملګری ټپي شو او غږ یې وکړ چې ملګرو زه ټپې شوم تاسو لاړ شي زه پاتی یم دوی ته، ملګرو یو یو له دې ځای ځان ایستلو. ده لاس ور وږد کړ او وویل لاس د راکړه قیامت ته به ملګري یو تر داره درسره یم.

په پښو لږیدلی وو، تلی نشوی. په اوږو یې پورته کړ یو لاس کې یې ټوپک او ورو ورو د بمونو په دوړو او ګردونو کې د پناه لپاره ګامونه پورته کول چې …

مرمې په شا تخته باندې ولږید الله هو اکبر غږ ترې پورته شوه مخ یې چې را تاوو کړ په زړه باندې هم ولږید، ملګری ترینه ولوید او په خندا یې ورته وویل کور کې وویه زه ژوندی یم.

لوړ قد، ښاسته څیره، منوره ږیره، خړ څادر او د خندا ډکه خوله یې اوس هم د ما یاد شي. هغه د خندا ډکه خوله قاضی ملک بیا را پورته نشو.

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: هغه ژوندی دی!

سرچینه: نن ټکی اسیا