زموږ احساسات او لمړیتوبونه‎

آغاملوک سهار

زه هغه وخت د ښوونځي په ابتدایې دوره کي وم، زموږ سیمې ته والي،ولسوال له نورو دولتي کسانو سره راغلي وو. چې د خلګو ستونزې له نژدې واوري، له کلیوالو څخه یو کس ته د خبرو کولو نوبت ورغي، ددي په ځاي چې څو ښوونځي هم تړل سوي وو، د سیمی د امنیت او نورې لسګونه ستونزې ورته ووایې،هغه والي ته وایې، داده ډیورنډ مسله به څنګه سي؟حکومت په دی اړه څه کوي؟ دغه کس یو عادي بزګر وو.

د ښوونځي په دولسم ټولګي کې وم،د کانکور له آماده ګي ناوخته راغلم، ملګرو راته وويل تالار کې سمینار دی، یو ارواپو راغلی وو. په تالار کې څو سوه زده کوونکو ته یې سمینار ورکول، په وروستیو کې یې له څو زده کوونکو د هغوي د راتلونکي ژوند د هدفونو په اړه وپوښتل چې څه غواړئ، زموږ یو ملګري ورته وویل غواړم له پاکیستان سره د سرحد مسله حل کړم، هغه ارواپو ورته وویل دا هیله ده، هدف ندی.

په داسې حال کې چې اوس موږ ټولو پوهنتونونه لاخلاص کړو مګر دغه ملګري مو حتا دولتي یا شخصي پوهنتون ته د لیدلو په موخه نه ننوت، کامیاب خو هیڅ نسو.

دا زموږ د ټولنی د احساساتو او لمړیتوبونو یو دوه عادي نمونه دي.

اوس هم دا حال دی،په ادارو کې مامورین، په پوهنتونو کې محصلین،استادان په ښوونځیو کې زده کوونکي په هوایې مسایلو کې لګیا وي، چې ددوي له کار،ژوند،توان او لمړیتوبونو سره ۱۸۰ درجي فرق لري.

دا ډول احساسات که هر څومره ګرم او پاک وي خو نتیجه یې هیڅ ته نژدي وي، او نه څوک دومره ارزښت ورکوي،یا ترې غلطه ګټه اخلي، او ژوند هم په هوا کي ترې تیر سي، ښه داده چې د هوایې مسایلو،احساساتو په ځای په خپلو لمړیتوبونو،ژوند ښه کولو او د توان په اندازه مسایلو غور وشي.

ملي مسایل په ملي سطحه سپړل کیږي او نړیوال په نړیواله سطحه.

محصل خپله د دولت او کورنۍ د اوږو بار دی، ښه داده مهارتونه زده کړي کنه په سند فکر نه کوم د ښه کار، شخصیت،پرمختګ او هوسا ژوند خاوند سي، همداسې استاد او مامور،…

کرکیټ ښه لوبه ده، زه یې هم مینوال یم، خو په سلګونه داسې کسان وینم چې دومره وخت دی مسایلو ته ورکوي، که یې دا وخت زده کړو او کار ته ورکړي واي اوس به یو بل لیسانس یا ماسټرې کړي وه،یا به ښه کرکیټر وو، که څه هم دده دا احساسات د کرکیټ په ګټلو یا بایللو، ښه کولو یا تقرر کی هیڅ رول نلري، حتا یو لوبغاړی هم ونه پيژندل، نو احساسات دی هلته وښودل شي چې ارزښت ولري.

د ترکيې ښه انتخابات دي، خو په موږ تاسو پورې اړه نلري، هغوي پخپلو لمړيتوبونو ښه پوهېږي.

زموږ تیروتنه داده چې فکر کوو په نړۍ کې ډیر وخت لرو، خو داسې نده، هرڅه به د سترګو په رپ کې تیر سي،خو هیڅ به نه وی ترسره سوي، زموږ له کار او فکر نه نور متاثره کیږي،او موږ یوازې د خپل ځان نه یو، د کورنۍ ، هیواد او ټولنې د غړیتوب حق باید ادا کړو. نو ښه داده په هغه څه فکر او کار وکړو چې درد مو دوا کوي، اوس موږ شاوخوا دیرش میلیونه یو خو له فکر تر وسایلو ټول وارداتي او وابسته یو.

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: زموږ احساسات او لمړیتوبونه‎

سرچینه: نن ټکی اسیا

x

Check Also

«علماء السلطان» / د واکمنو ملايان

عبدالمالک همت “علماء السلطان” (د واکمنو ملايان)، دا يوه اصطلاح ده چي ...