آیا سولې ته رښتيا هم لاره لنډه شوې؟!

لیکوال: حماد نیازی

په دې وروستيو څو میاشتو کې به تاسو له رسنيو نه، له سیاسي شنونکو نه او سولې ته د کار کولو غړیو له لوري په تکراري ډول اوریدلي وې، چې سولې ته تر بل هر وخت زمینه مساعده شوې او چانس ورته ډېر شوی دی، لاندې ټکو کې به پر همدې بحث وکړو، چې آیا رښتيا هم سولې ته تر بل هر وخت امکانات زیات شوي؟

۱_ امنیتي تړون:

راځئ څو کاله مخته لاړ شو، کله چې اشرف غني د امریکا په سفارت کې د جانکیري پر لاس د کابل ادارې د ولسمشر په نوم انتخاب شو، نومړي د واک په دویمه ورځ له امريکا سره په اصتلاح امنیتي تړون لاسلیک کړ، د هیواد په مهمو ولایتونو کې یې یو تعداد دايمي اډې ورکړې او امريکايي پوځیانو ته یې پر افغان ولس د هر ډول وحشت ترسره کولو اجازه او جواز ورکړ، په همدې کار سره نومړي د سولې مخه ډب کړه، د ټول ولس او د طالبانو د اساسي شرط پر ضد یې دا ستر تاریخي جنایت ترسره کړ، له همغې ورځې دسولې لپاره امکانات تر بل هر وخت لږ شول.

۲_ داعشیان پیدا کول:

د کابل حکومت د غني په مشرۍ کې د طالبانو د ځپلو، د افغان ولس د لا کړولو لپاره او ایران، روسیې، چین او نورو ګاونډیو هیوادونو ته په ګران هیواد کې د پوځي مداخلې لپاره داعش پیدا او افغانستان ته انتقال کړ.

امریکایان او د کابل حکومت هیله مند و، چې د داعش په پیدا کولو سره به طالبان ضعیف او ختم شې؛ یاد شوي هیوادونه به پوځي مداخله وکړې، له دې لارې به د امریکا له اوږو پوځي بار سپک شې؛ داعش به بېرته په ایران، روسیې، چین او نورو هیوادونو ووهي؛ په اخره کې به د امریکا لپاره د افغانستان د دايمي اشغال زمینه برابره شې. خو د دې حالت تر ټولو ستر زیان به افغان ولس ته رسېده.

دا هغه څه و، چې په عراق او سوریې کې موږ او تاسو د سر په سترګو ولېدل او امریکا د ځایي لاسپوڅو حکومتونو پر مټ عملي کړل، هلته داسې وحشتونه ترسره شول، چې شاید تاریخ کې یې نمونه پیدا نشې.

خو د لوی خدای فضل و او د طالبانو سیاسي او پوځي زیراکت و، چې افغان ولس یې له داسې حالت نه وژغوره، ایران، روسیه، چین او نور ټول هغه هېوادونه یې قانع کړل چې امریکا یې د داعش په پلمه په ګران هیواد کې پوځي مداخله غوښته، د دې ترڅنګ یې یاد هیوادونه د امریکا له دې سترې دسیسې او د ممکنه مداخلې له بدو عواقبو هم خبر کړل.

طالبانو د خپل ولس او هیواد ساتلو لپاره خپل مسؤلیت په خورا مېړانه او جرات سره ادا کړ، سره له دې چې د داعش تر شا د ناټو او امریکا غښتلی لاس و، خو بیا یې هم تر ممکنه بریده مخه ونیوله، ځینو ولایتونو کې یې د داعش ريښې وویستې او هلته یې د بیا راپیدا کېدو امکان ختم کړ، په ځینو نورو ولایتونو کې یې تر ممکنه بریده د هغوی مخه ونیوله.

همداراز طالبانو شمال ته د داعش د انتقال مخه ونیوله… د داعش د راپیدا کېدو، د داعش تر شا د امریکا، ناټو او نورو هیوادونو لاسونه او د هغوی پر وړاندې د طالبانو مقاومت خورا ستر بحث دی، که چیرته موږ دا موضوع څېړو نو اصلي موضوع رانه پاتې کېږي، خو پورته مې چې څه ليکلي دا هغه واقعیتونه چې موږ او تاسو د ستر په سترګو ولېدل او اوس یې هم وینو. چې بدبختانه تر اوسه د داعش پروژې وحشتونه پر افغان ولس دوام لرې.

د داعش پروژې تر شا د يرغلګرو هیوادونو قوي لاس دی، کله چې يرغلګر له افغانستانه وځي، طالبان کولای شې په خورا کمه او لنډه موده کې د داعش پروژه په یو مخیز ډول له مینځه یوسي او افغان ولس له دې وحشیانو خلاص کړي.

نو اشرف غني او د کابل حکومت د داعش په راپیدا کولو سره د سولې پر وړاندې داسې خنډونه ایجاد کړل، چې تر دې مخکې کې یې هیچا هم تصور نشو کولای.

دریم: په سیاسي لحاظ د طالبانو منزوي کول:

امریکایانو او د کابل حکومت روسته له هغې چې افغانستان ته یې داعش انتقال کړ، د دې پروژې معکوسه او له تمې خلاف نتیجه ولیده، لکه مخکې چې مو وویل، یرغلګرو قوتونو او لاسپوڅو یې د داعش پروژه د دې لپاره افغانستان کې پلې کړه، ترڅو د طالبانو دښمنۍ ته د داعش له لارې، ایران، روسیه، چين او نورو هیوادونه تیار کړي او له دې لارې طالبان د سیمې په کچه په سیاسي او نورو برخو کې منزوي کړې، خو د طالبانو د سیاسي زیراکت او د خدای تعالی نصرت و، چې د دې پروژې له لارې د کابل حکومت، امریکا او متحدین یې منزوي شول، د سیمې هیوادونه وپوهيدل چې افغانستان کې د امریکا شتون زموږ لپاره هم ستر خطر دی، چې هر وخت وغواړي کولای شې، ستونزې ایجاد کړې او زموږ داخلي امنیت ته زیان ورسوي، نو ځکه یاد شويو هیوادونو څه ناڅه د طالبانو ملاتړ وکړ او د امریکا په مخ کې ودرېدل.

خو دې حالت ته په کتلو سره کابل اداره او امریکایان لاس په کار شول، ترڅو د طالبانو د منزوي کېدو لپاره یوه بله حربه پر کار واچوي، همغه و، چې د مرحوم امیر المؤمنین ملا محمد عمر مجاهد (رحمه الله) د مړینې له اعلان روسته یې د طالبانو ترمینځ د اختلاف او درز پیدا کولو لپاره ټول زور او زر وکاراوه، یو څو تنه طالب مشران یې چې د طالبانو د امارت تر ړنګېدو روسته یې چا نوم هم نه و اورېدلی، د طالبانو پر ضد ودرول، د رسنيو پر مټ یې دا اختلاف خورا لوی وښود، د طالبانو مخالفینو ته یې هر ډول رسنیز او پوځي مهمات برابر کړل، یو څه وخت دا موضوع د رسنیو پر مخ تاو بالا کېدله، خو روسته له دې بیا ځلې طالبان بریالي شول، چې ټول خپل منځي اختلافات حل و فصل کړې او نړۍ ته په یوه واحد قوت او یو واحد صف ځان وروپېژني.

۴_ د سولې کریډت پاکستان او نورو هیوادونو ته ورکول:

د کابل حکومت د امریکایانو په لارښوونه، ددې لپاره چې د ولس په سترګو کې خاورې وشیندې، ځان او امریکا سوله خوښوونکې معریفي کړې، ځینې دسیسې پر کار واچولې، سره له دې چې طالبانو قطر کې د سولې د خبرو لپاره دفتر پرانستی دی، چې د سولې اړوند یې ټول واک د همدې دفتر د سیاسي کمیسیون غړیو ته سفارلی، آن عملا یې هم ثابته کړه چې د سولې او خبرو بشپړ واک له سیاسي دفتر سره دی، تاسو ولېدل چې یاد دفتر د امريکايي زنداني پوځي پر سر له امریکا سره مخامخ خو پټې خبرې وکړې، بالآخره یې باو برګډال د پنځو تنو لوړ پوړو طالب مشرانو په بدل کې خوشي کړ، چې هيچا یې نه مخه ونیولی شوای او نه هيچا ته د مداخلې کولو اجازه ورکړل شوه.

کابل اداره سره له دې چې پوهېږي د سولې بشپړ واک له سیاسي دفتر سره دی، بیا هم په تکراري او قصدي ډول د یاد دفتر پر ځای له پاکستان سره او نورو هیوادونو سره خبرې کوې، چې ښه بېلګه یې په اسلام آباد مري کې د سولې ناسته وه او له هغه روسته څلور اړخیزې ناستې چې هیڅ مثبته نتیجه یې ونه لرله.

د کابل حکومت ځکه راساً له طالبانو سره د سولې اړوند خبرې نه کوې، ترڅو نړۍ او ولس ته وښيي چې طالبان خپلواک نه دې، د مختلفو هیوادونو په تېره بیا د پاکستان تر بشپړ کنترول لاندې دې، چې که دا هیوادونه وغواړي طالبان سولې ته په زور راوستلای شې؛ خو طالبانو عملا ثابته کړه جې هیڅوک هم یې هم په زور او فشار سره د سولې مېز ته نشې کښېنولای.

د کابل حکومت پاکستان ته ډېر مهم امتیازات هم د دې لپاره ورکړل چې طالبان سولې ته راضي کړې، د نمونه په ډول:

۱_: له پاکستان سره یې استخبارات شریک کړل

۲_ د پاکستاني طالبانو مشران یې د افغانستان په خاوره کې په نښه کړل، چې وروستۍ بېلګه یې د پاکستاني طالبانو د مشر مولنا فضل الله په نښه کول و، بلکې عملا یې پاکستان ته په هیواد دننه کې د هوايي او توغندیزو عملیاتو اجازه ورکړه، تاسو ولېدل چې پاکستاني جیټ الوتکو د کونړ ولایت پر ځینو سيمو بمبار وکړ او هلته یې هوايي عملیات ترسره کړل، خو د کابل حکومت یې هیڅ ډول عملي غبرګون پر وړاندې ونښود، چې دا د دې ښکاره ثبوت دی، چې پاکستان ته د هوايي عملیاتو اجازه ورکړل شوې وه.

همداراز پاکستان په وارو وارو د کونړ او ننګرهار پر هغو سیمو چې سرحد ته نېږدې پرتې دې توغندیز بریدونه وکړل، سلګونه راکټونه یې واورول، چې سلګونه ځایي کورنۍ کډو کولو ته مجبوره شوې او په دې بریدونو کې ولسي خلګو ته درانه مالي او ځاني تلفات هم رسېدلي؛ خو د کابل حکومت یې د یو نندارچي په ډول یواځې ننداره کړې او بس، آیا دا د دې ښکاره ثبوت نه دی چې امریکا او کابل ادارې پاکستان ته د همداسې بریدونو امتیاز ورکړی؟

تاسو تر اوسه پورې د پاکستان د هوايي او توغندیزو بریدونو پر ضد د کابل حکومت قانع کونکی ځواب لېدلی؟ سمه ده جې د ولس تېر ایستلو لپاره په ډېره ټیټه کچه د کابل حکومت غږ پورته کړ، خو هيڅکله یې کوم مثبت غبرګون ونښود، ولې؟

۳_ پاکستان ته د برتانيا او امریکا په اشاره کابل حکومت اجازه ورکړه چې پر ډیورنډ فرضي كرښې لمړی کنده وکیندې او روسته پرې اوسپنیزې کټارې ولګوې، همدا اوس اوس د ډیورنډ پر ۲۳ سوه کلومټره اوږده کرښه باندې پاکستان بوخت دی چې اوسپنیزې کټارې ولګوې، او پر دې اوږده کرښه باندې ۶۰۰ پوځي مرکزونه جوړ کړي، چې په ځینو سیمو کې یې کار بشپړ سوی، او پر پاتې کرښه کار روان دی، آیا د کابل حکومت چې همیشه د پنجاب ضد چیغې وهې، ولې د اوسپنیزو کټارو مخه نه نيسي؟ ولې عملا کوم غبرګون نه ښیي؟ آيا تاسو تر اوسه په همدې اړه د پنجاب ضد حکومت له ادرسه عملي اقدامات لیدلي؟ که ځواب منفي وې، نو ښکاره خبره ده چې ډیورنډ د امریکا او برتانیا په اشاره د کابل حکومت پنجاب ته ډالی کړی او ورسره لاسلیک شوی دی، چې متاسفانه ډېر ژر به یې ټوله کیسه ښکاره شې.

پاکستان له دې امتيازاتو روسته پوره کوښښ وکړ، چې طالبان د کابل حکومت په خوښه سولې ته راضي کړې، پر طالبانو ډېر فشار وارد شو، ځینې مشران یې په نښه او ځینې نور یې ونیول شول، خو بېا یې هم کومه مثبته نتیجه ورنه کړه.

پاکستان ته د سولې لپاره دومره ستر امتیازات ورکول، د دې لامل شول چې د طالبانو او کابل حکومت تر مینځ بې باوري نوره هم زیاته شې او د سولې پر وړاندې تازه خنډونه ایجاد شې.

همداراز د طالب مشران په نوم په ترکیه کې غونډه جوړول، بله هغه دسیسه وه چې د لومې په ډول امریکا او کابل حکومت ترې کار واخیست، خو طالبان یې پکې ګېر نشوای کړای.

د کابل پروسې په نوم غونډې هم د همدې دسیسو د کړیو یوه کړۍ وه چې اشرف غني د بې قیده او بې شرطه سولې تر عنوان لاندې غولونکې امتیازات طالبانو ته ومنل، لکه طالبان د یو سیاسي ګوند په توگه منل، هغوی د کور او ویزې ورکړه… په داسې حال کې چې دا ډول امتیازات د هر افغان حق جوړیږي.

۵_ د امریکا له پوځي ستراتېژي نه د کابل حکومت ملاتړ:

کله چې په امریکا کې ټرمپ واک ته ورسېد، داسې اټکل کېده چې امریکا به نور د افغانستان جنګ او اشغال ته د پای ټکی کیږدي، لکه نومړي چې انتخاباتي کمپاین کې همدا خبره تکراروله، بلکې ټرمپ غوښتل چې دا جګړه پای ته ورسوي، خو د امریکا د نورو پوځي او سیاسي چارواکو غوښتنه دا وه جې باید دا جګړه وغزول شې، پر طالبانو پوځي فشار لا هم ډېر شې، تر څو د زور له لارې خبرو ته اماده شې، همدا لامل و چې د افغانستان په اړه د امریکا ستراتیژي له څو میاشتو جنجالي بحثونو روسته اعلان شوه.

له دې جنګي ستراتیژي نه د کابل حکومت په پټو سترګو ډېر ژر ملاتړ وکړ، پر طالبانو د پوځي فشار ډېرېدلو هرکلی یې وکړ.

د دې ستراتیژي له اعلان سره سم پر افغانانو د امريکايي بمونو باران پیل شو، امریکا بې درېغه او ړانده بمبارونه وکول، چې لاهم دوام لرې، چې په نتیجه کې یې زرګونه افغانانو ته مرګ ژوبله ورسېدله، چې بېلګې یې ټول ولس ته ښکاره او روښانه دې.

آن دې بمبارونو کې ډېر ځايه حکومتي کسان، عسکر او اردو هم په نښه شول، خو هیڅوک نشې ثابتولای چې د کابل دوه سري حکومت مشرانو دې امريکا ته پرې تشه ګیله هم کړې وې.

موږ وينو او ګورو چې هره ورځ مو پر هیوادوالو امريکايي بمونه اوري، یواځې تېره مۍ میاشت کې امریکا پر افغانانو ۵۹۱ بمونه اورولي، خو د کابل حکومت د اعلی او ادنی چارواکو له خولې یې هیڅوک هم تشه غندنه نشې ثابتولای، غندل خو لرې خبره ده بلکې د کابل چارواکي د دا ډول بمباريو د لا زیاتوب غوښتونکي دې، همدا نن چې زه په دې لیکنه بوخت یم، د جون ۲۶ تمه ده، د ولسي جرګې غړیو له ناټو او امریکا نه ګیله وکړه چې ولې د ښارونو د سقوط مخه نه نيسي؟ د ولسي جرګې غړیو په واز کومي چیغې وهلې چې موږ له امریکا او ناټو سره د همدې لپاره امنیتي تړون کړی، ترڅو د طالبانو مخه ونیسي خو بیا هم طالبان ښارونه فتحه کوې… د ولسي جرګې غړي چې ځانونه د ملت نماینده ګان بولې د دې پرځای چې له امریکا نه په یوه میاشت کې د ۵۹۱ بمونو د اورولو پوښتنه وکړې، چې په دې هوایي بریدونو کې څومره بې کناه افغانان ووژل شول، څومره کورونه پکې وران شول… برعکس له هغوی غوښتنه کوې چې بمونه مو لا غټ او بمبارۍ مو لا ډېرې کړئ.

د ولسي جرګې غړیو او په ټول کې د امریکا ټولو غلامانو ته باید ور په یاد کړو، چې له نن نه اوولس کاله مخکې شمالي ټلوالې هم له امریکا غوښتنه کوله چې پر طالبانو لوی او ستر بمونه واوروي خو طالبان ورځ تر بلې قوي شول او هیڅ ډول بمونو یې مخه ونه نیولی شوای، تاسو د دې پر ځای چې له امريکا د پوځي فشار غوښتنه کوئ او خپل افغانان پرې وژنئ، په داسې حال کې چې ځانونه د ملت نماینده ګان هم بولئ، ښه به دا وې چې امریکا سره د افغان وژنې تړون رد کړئ، افغانان له نورو وژنو او کړاوونو نه وساتئ، ځکه که امریکا هرڅومره بمبار ډېر کړې، بیا هم د ولسي پاڅون او روان مقاومت مخه نشې نیولای، بالآخره به امریکایان له دې خاورې تیښتې کولو ته مجبوره کیږي او تاسو به د ملت رحم ته پاتې کیږئ نو که پر خپلو ځانونو او اولادونو رحم کوئ پر ملت مو رحم وکړئ!

۶_ د پوځي فشارونو ترڅنګ ديني او ټولنیز فشارونه:

د روان کال ۲۰۱۸ د مارچ پر ۱۸ نيټه کابل کې د امريکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال نیکولسن یوه خبرې کانفرانس کې وویل چې امریکا د همدې کال لپاره اراده لرې چې پر طالبانو د پوځي فشار تر څنګ ټولنیز او دیني فشار هم ډېر کړې.

د نومړي تر دې خبره مخکې د طالبانو پر ضد په هلمند او یو شمېر نورو ولایتونو کې تازه پرلتونه پیل شوي وو، که څه هم دا پرلتونه نورو ولایتونو کې له لږ دوام روسته په ټپه ودرېدل خو د هلمند پرلت چې په پیل کې یې لا د سوریې د ماشومانو انځورونه د طالبانو په بریدونو کې د افغان ماشومانو په نوم تېرول، کابل ته پلی سفر پیل کړ، کابل ته له رسېدو سره سم یې اشرف غني تود هرکلی وکړ او په اصتلاح ځینې غوښتنې یې هم ومنلې، خو د هلمند پرلت والو د دې پرځای چې د امریکا سفارت مخې ته خیمه ووهي کابل ته رسېدو روسته سمدستي پر طالبانو ګزار وکړ، درې ورځې وخت یې ورکړ چې د هغوی په غوښتنه اوربند تمديد کړې، کنه وې نو د پاکستان او نورو هیوادونو غلامان دې، خپلواک نه دې.

تعجب دا و، چې پرلت وال کابل ته پلي ولاړل، له اشرف غني سره یې ولېدل خو د طالبانو سیمو ته د ورتګ، له هغوی سره د مخامخ لېدلو پر ځای یې پر طالبانو ګزارونه پیل کړل، که دا پرلت یا په اصتلاح د سولې کاروان خپلواک وای، پروژه نه وې، نو ولې د طالبانو سیمو ته نه ولاړل؟ او ولې یې له طالبانو سره مخامخ خبرې ونه کړې؟

بله دا چې د ټول ولس غوښتنه ده او ټول ولس په دې پوهېږي چې د روانې جګړې اصلي لامل امریکا ده، دا خلګ ولې د امریکا پر ضد غږ نشي پورته کولای؟ د پرلت د پیل په شيبو کې په کندز کې د تنکیو حافظانو پوره مدرسه بمبار شوه، سلګونه هیوادوالو او تنکیو حافظانو ته پکې مرګ ژوبله ورسېده، ولې پرلت والو د هغوی انځورونه پر بینرونو ونه لګول؟ ولې یې د دې ستر وحشت په اړه هیڅ غبرګون ونښود؟

همدا نن مې د دې پرلت د ویاند خبرې اورېدلې چې د ملګرو ملتونو د دفتر مخې ته د درې ورځې لاریون په هکله یې له رسنيو سره کولې، بسم الله وطندوست وویل چې موږ له ملګرو ملتونو پوښتنه کوو، چې ولې د پاکستان، روس او ایران د مداخلو مخه نه نيسي؟ دا خلګ ړانده دې، چې د امریکا مستقیم اشغال په اړه هیڅ نشې ویلای خو د ایران او نورو هیوادونو د مداخلو پوښتنې کوې، دا خلګ نه دې خبر چې یواځې تېره میاشت کې امریکا ۵۹۱ بمونه پر افغانانو اورولي؟ نه دوی ړانده نه بلکې سم په واک دې خو دا چې د امریکا د وحشتونو په اړه څه نه وایې او غواړي د ولس ذهن نورو موضوعاتو ته راواړوي د دې ښکاره ثبوت دی، چې دا یوه پروژه ده.

ديني فشاروونه د طالبانو پر ضد د علماوو غونډې وې، چې لمړۍ یې په اندونیزیا کې جوړه شوه خو دا چې د امریکا سفارت په خوښه نتیجه یې ورنه کړای شوای، ځکه یې بله غونډه په کابل کې جوړه شوه، د کابل د ملایانو غونډه کې د وار له مخې تیارې شوې فتوا متن وویل شو او د غونډې د ګډونوالو د مشترکه فتوا په نوم اعلان شو، په داسې حال کې چې غونډې ته یواځې یو څو تنو درباري ملایانو وینا وکړه او د یادې فتوا په اړه له راغلیو ملایانو سره هیڅ بحث ونشو، د غونډې جریان په ژوندۍ بڼه پر تلويزونونو هم نشرېده، ټول ولس ولېدل چې هلته ملایانو یواځې ګډون وکړ، له مخکې تیاره شوې فتوا پرته له مشورې او بحث نه رسنیو ته د مشترکې فتوا پر نوم واورول شوه.

کنه وې څنګه ممکنه ده چې په دوه ساته غونډه کې دې ۲۰۰۰ ملایان پر یوې مهمې مسلې بحث وکړې، نظرونه دې سره تبادله او فتوا دې تیاره کړې؟

دا فتوا له ديني پلوه هم چندان قوي نه وه چې د طالبانو په ننۍ اعلامیه کې خورا په ښه ډول نقض شوې، هلته یې کتلای شئ.

کېدای شې له دې روسته نورې ورته غونډې او د سولې تر عنوان لاندې پرلتونه یا کاروانونه هم ترسره شې، ځکه چې د نیوکلسن په خبره دا د روان کال لپاره دامریکا ستراتیژي ده چې پر طالبانو ديني او ټولنیز فشار ډېر کړې.

دا چې د کابل حکومت د نیکولسن پلان په خورا ښه ډول عملي کړ او لا یې هم عملي کوې، د سولې پر وړاندې یې نوې خنډونه ایجاد کړل او طالبان یې لا هم پر کابل حکومت بې باوره کړل.

پورته ذکر شوي موضوعات د سولې د خنډونو له جملې یو څو مهم موضوعات دې، چې په لوړه کچه د کابل حکومت پر لاره واچول او عملي یې کړل، تر څو د زور او فشار له لارې طالبان سولې ته اماده کړې، خو دې کار نه یواځې دا چې د سولې پر وړاندې تازه خنډونه ایجاد کړل، بلکې طالبان یې لا هم توندې جګړې کولو ته مجبوره کړل.

طالبان له سیمه ییزو او سیاسي فشارونو نه د خلاصون لپاره مجبور شول چې لا هم جګړه تونده کړې، ستر_ستر ښارونه یا ونیسي یا یې تر محاصره لاندې وساتي، چې د کندز مهم ولایت دوه ځلې فتحه، د فراه ولایت فتحه، د نیمروز، هلمند او نورو ولایتونو محاصره کول یې ښه بېلګې دې.

سره له دې چې د ټرمپ له راتګ روسته امریکا پوره کوښښ وکړ چې طالبان له نیول شويو سیمو پر شا کړې، د همدې لپاره یې د هوايي بریدونو کچه څو برابره لوړه کړه، خو بیا یې هم ونه شوای کولای چې طالبان مات کړې، بلکې له دې ټولو هیوایي بریدونو او پوځي فشارونو سره سره طالبان وتوانېدل چې تازه سینې ونيسي او تر خپلواک لاندې یې راولي، فعلا تر ۷۰ سلنې زیاته خاوره د طالبانو تر واک لاندې ده، دا هغه څه دې چې ازادي رسنۍ او نړيوالې څېړنیزې ادارې یې تاییدوي.

نتيجه:

که خبره راونغاړو، نو په تاسف سره باید ووایو چې نه یواځې دا چې سولې ته امکانات نه دې ډېر شوې، بلکې د سولې پر وړاندې هره شیبه نوي خنډونه پیدا کیږي، خو دا یوه خبره ښکاره ده چې افغانستان کې د امریکا ماتې د یقین حد ته رسېدلې، ځکه امریکایان غواړي د اخرې حربې په کارولو سره پر طالبانو له ټولنیز او ديني فشار ډېرولو نه هم کار واخلي.

خو لکه څنګه چې ښکاري د امریکا دا حربه هم له ماتې سره مخ ده، بالآخره که هرڅومره د کابل حکومت او امریکا کوښښ وکړي، چې طالبان د کابل ادارې سره سولې ته تیار کړې، بریالي به نشې، اخر کې به امریکا مجبوريږي چې له طالبانو سره د مخامخ خبرو له لارې افغانستان ترک کړې.

د یو آزاد، مستقل او په اسلامي نظام مزین افغانستان په هیله.

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: آیا سولې ته رښتيا هم لاره لنډه شوې؟!

سرچینه: نن ټکی اسیا

x

Check Also

«علماء السلطان» / د واکمنو ملايان

عبدالمالک همت “علماء السلطان” (د واکمنو ملايان)، دا يوه اصطلاح ده چي ...