طالبانو ته (!)

صلاح الدین ایوبي

طالبانو مونږ منو ستاسو غیرت ته نړۍ ګوته په غاښ ده

مونږ منو ستاسو په قربانیو د افغان تاریخ پاڼه ښایسته ده

مونږ منو تاسو پر حقه یاست

او ټوله دنیا مو ویني چې نیږدې دوو لسیزیزو راهسې تاسو د یوه مکار او جابر دښمن سره چې له ویرې ترې ټوله نړۍ لړزیږي په سخته جګړه بوخت یاست.

خو همدا پیاوړۍ دښمن مو چې له نظامي پلوه له هر قسم وسائلو سمبال دي، بیا هم ستاسو د ځپلو لپاره هیڅ یوه موقع له لاسه نه ورکوي

اردو، امنیت، اربکیان، سنګوړیان، کمپائنیان، داعشیان او د نورو مختلفو ډلو او ارګانونو ایجادول، تیلویزیونه، راډیوګانې او چاپي رسنۍ په کار اچول، د علماوو په نوم غونډې دایرې ول او د سولې په نوم پرلتونه او شوراګانې رامنځته کول دا هغه څه دي چې ستاسو د ځپلو لپاره یې په کار اچولي او شپه او ورځ ستاسو په ضد فعالیت کوي، دوی غواړي چې له هرې لارې وي تاسو مات کړي او سپېڅلې مبارزه مو کمرنګه کړي

خو تاسو شل کاله کیږي ددوی په مقابل کې یوازې د ټوپک لاره اختیار کړې او بس

لکه څنګه چې رسنۍ د یو ملت ژبه یادیږي او د دولت او ملت ترمنځ د پول خاصیت هم لري، فکر او ذهن ډیر ژر بدلوي، تاسو دې برخې ته هیڅ د پام وړ پاملرنه نه ده کړې،

د جګړې کلونه ووتل خو تاسو په هیواد کې د خپلو مطبوعاتو او د ولس ستونځو لپاره مراکز رامنځته نکړل،

تراوسه مو ولس په دی ونه پوهه وو چې مونږ جګړه کوو او که جهاد او نه مو نړۍ ته په پوره معنا قناعت ورکړ.

باور په خدای وکړئ یوازې ټوپک یې د حال لاره نه ده ځکه که جهاد هم وي خو اکثریت قربانیان یې افغانان دي، تباهي د افغانانو روانه ده، افغانستان په قبرستان بدلیږي، هره غونډۍ او هره دره د ځوانانو په قبرونو ډکه شوه، دلته شل کاله کیږي ولس ستاسو د ازداۍ په هیله له امن، پرمختګ، خوشالي او سوکالي محروم دی،

شل کاله کیږي د تعلیم کچه یې په نشتوالي حساب ده او شل کاله کیږي اکثریت هیوادوال له سختې بې کاري او فقر سره مخ دي. دا هغه څه دي چې ددې مسؤلیت تاسو ته راجع کیږي او تاسو یې مسؤل یاست.

مونږ دا نه وایوو چې تاسو د هیواد په اشغال کې د کابل حکومت سره سوله وکړئ، مونږ دا نه وایوو تاسو ټوپک په ځمکه کیږدئ، مګر د ټوپک ترڅنګ یو څه نور بدلون هم په ځان کې راولئ،
تاسو ډیر پرصتونه په لاس کې لرئ چې پرته له جګړې د ټول ولس او دښمن زړونه لاس ته راوړلئ شئ،

که دښمن د سولې په نوم پرلتونه او غونډې دایرولې شي، تاسو هم د هیواد ۷۰ سلنه خاوره په لاس کې لرئ د اشغالګرو په ضد لوی لوی لاریونونه رامنځته کړئ، له نورو هیوادنو سره اړیکې ټینګې کړئ، نوې طرحې او اختراعګانې ایجاد کړئ، د ولس سره مشورتي او هر اړخیزې ناستې وکړئ، او تر بل هر څه وړاندې ملي یوالي او ملي پاڅون ته کار وکړئ، عامه پوهه لوړه کړئ، په افکارو کار وکړئ، فکرونه مثبت خوا ته را واړوئ، تر څو د اړینو انګیزو په ایجاد سره ددې اوږدې جګړې پر وړاندې پرتې ستونزې په آسانه حل ومومي.

او مکاره امریکا مجبوره شي چې خبرو ته کیني او خپل ظالمانه اشغال ته د پاۍ ټکۍ کیږدي او که یوازې د ټوپک لاره غوره بولي باید د هغو افغانو کورنیو ستونځې او راتلونکۍ هم په پام کې ونیسئ چې نیږدې له شلو کالونو راهسې ددې مرګونې جګړې په اور کې سوځل کیږي او کورنۍ یې بې سرپرسته پاتې کیږي.

د خپلواک، پیاوړي او سوله ایز افغانستان په هیله

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: طالبانو ته (!)

سرچینه: نن ټکی اسیا

x

Check Also

پاکستاني چارواکي: سعودي ته مو په اقتصادي دهلیز کې د شاملېدو بلنه ورکړې

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر فواد چوهدري وایي، سعودي عربستان ته یې ...