زمونږ جګړه مقدس جهاد دی!

لیکوال: یاسر افغان

جګړه چې په اصل کې قبیح شی دی، په جګړه کې د بلادو او اموالو تخریب راځې خو حسن لغيره ګرځېدلې چې هغه اعلاء کلمة الله ده، رسول صلی الله علیه وسلم فرمایي:

«مَنْ قَاتَلَ لِتَكُونَ كَلِمَةُ اللَّهِ هِيَ الْعُلْيَا فَهُوَ فِي سَبِيلِ اللهِ» (مُتَّفَقٌ عليهِ). يعنې څوک چې د دې لپاره جنګ کوي چې د الله تعالی کلمه لوړه شي دا جنګ یې د الله تعالی په لاره کې دی.

د افغانستان اولس کلنه جګړه چې پیل يې د امریکاېي اشغالګرو له لوري په وحشيانه بريدونو وشو، په قرآني ایاتونو او احادیثو سره ثابت مقدس سپېڅلی جهاد دی.

په شرعي او عقلي دلائلو سره ثابته ده، هېڅ شخص او فرد ترې سترګې نه شي پټولی، هغه څوک ترې مستثنا دی چې د بل په اشاره قرآني ایاتونه تحریفوي او په حق سترګې پټوي.

د اشغالګرو د اشغال له پیل نه وړاندې مرحوم امیرالمؤ منین ملامحمد عمر مجاهد رحمه الله تقریبا تر ۱۵۰۰ پوري د هیواد له ټولو ولایتونو جېد علماء کرام پلازمېنې کابل ته راوغوښتل او له هغوی يې فتوی وغوښته چې امریکایان اراده لري چې په افغانستان یرغل وکړي، که چېرې امریکا یرغل وکړی، د هغوی په وړاندې جګړه څنګه ده؟ ټولو جېدو علماؤ فتوی ورکړه چې د اشغالګرو په ضد جهاد فرض عین ګرځي.

دلته په ګران افغانستان کې اسلامي شرعي نظام وه، په سلو کې ۹۵ فیصده ځمکه اسلامي امارت واکمن وه، او پوره امن وه، خو متجاوزې اشغالګرې امریکا هوايي او ځمکني وحشیانه یرغل وکړ، د قرآني قانون په اساس رغول شوی محمدي نظام يې ونړاوه او هيواد يې اشغال کړ.

د مسلمانانو په کوم هیواد چې د کفارو له لوري یرغل وشي نو د هغه هیواد په نر، ښځه، عاقل او بالغ جهاد فرض عین ګرځي. نو افغان او مجاهد اولس له خپل مسؤلیت سره سم د متجاوزې امریکا په ضد خپل مقدس جهاد پیل کړ او لا هم خپلې برحقې مبارزې ته ادامه ورکوي.

کله چې یرغلګر ځواکونه له افغان ولس سره په جګړه کې په ګونډو شوه، پښې او ککرې يې ماتې شوې، د تن هډوکو يې په هوا کې چکرې ووهلې، نو په جګړه کې ناتواني او ماتې يې نړۍ ته څرګنده شوه.

نو ځکه يې په دې ورستيو کې د هر ډول نظامي او اقتصادي فشارونو تر څنګ مذهبي فشارونه هم د تش په نوم علماؤ په غونډو پیل کړل، په دې سره غواړي چې په افغان او مجاهد اولس فشار راوړي، ترڅو مقدس جهاد ته شا کړی او ډیموکراتیک نظام ومني، خو هېڅکله به داسې ونه شي.

لله الحمد مونږ په ګران هیواد کې متدین جید ممتاز علماء لرو ، مونږ جهاد د بل هیواد په فتوی نه و پیل کړی او نه يې د بل چا په فتوا ختموو، تر هغه به خپل مقدس او مشروع جهاد ته ادامه ورکوو ترڅو مو چې په رګونو کې وینه چلېږي او له ګران هیواده مو اشغالګر ځواکونه نه وي ويستلي.

ان شاء الله العزیز.

سرچینه: محصلین

x

Check Also

د رایې ورکوونکو بایومتریک سیستم یو المانی شرکت تیاروي

د ټاکنو کمیسیون منشي او ویاند سید حفیظ الله هاشمي رسنیو ته ...