د ارګ خبرپاڼه

په جلال اباد ښار کې د ننني تروریستي برید په اړه مطبوعاتي اعلامیه

ارګ، کابل :  تروریستانونن په داسې حال کې په جلال اباد کې د پوهنې په ښاري څانګه د تروریستي بریدپه پایله کې زموږ یو شمېر هېوادوال شهیدان او ټپیان کړل، چې په سعودي عربستان کې د اسلامي هېوادونو د علماو نړیوال کنفرانس په افغانستان کې روانه جګړه فتنه وبلله.

جمهوررئیس غني په بروکسل کې د جلال اباد ښار ننني ترهګریز برید ته په اشارې وویل، د جګړې، ترهګرۍ او فتنې په اړه د افغان دیني علماو متفقې فتوا او د اسلامي نړۍ د علماو روښانه دریځ او اجماع تروریستان وارخطا کړي او دوی د خپلې وارخطایۍ او ناکامۍ د پټولو لپاره په ملکي وګړو او عامه تاسیساتو بریدونه کوي.

د هېواد جمهوررئیس په جلال‌اباد ښار کې د ننني تروریستي برید د سخت غندلو ترڅنګ د قربانیانو کورنیو ته د تسلیت او همدردۍ مراتب څرګندوي، شهیدانو ته د فردوس جنت او ټپیانو ته د بشپړې روغتیا دعا کوي.

سرچینه - د جمهوري ریاست دفتر - ارګ

x

Check Also

د وسله‌والو ځواکونو د اعلی سرقومندانۍ غونډې د یو شمېر ولایتونو امنیتي وضعیت وارزاوه

د افغانستان د اسلامي جمهوریت د جمهوررئیس محمداشرف غني په مشرۍ د ...