افغانستان

د علماوو نړیوالې ناستې له افغان حکومت او طالبانو د مخامخ خبرو غوښتنه کړې

(نړۍ نیوز):

د اسلامي همکاریو د سازمان په نوښت په افغانستان کې د سولې او ثبات په اړه د علماوو نړیوال کانفرانس په خپل وروستي پرېکړه‌لیک کې د افغان جگړې له ښکېلو غاړو د خبرو اترو غوښتنه کړې.

د مسلمانو علماوو دغه کانفرانس چې پرون د سعودي په جدې ښار کې پیل شو، نننۍ غونډه یې د مکې مکرمې په ښار کې کعبې شریفې ته څېرمه ترسره شوه.

د کانفرانس د دویمې ورځې په پای کې علماوو یو اووه ماده‌ییز پرېکړه‌لیک هم خپور کړی.

د دغه پرېکړه‌لیک په څلورمه ماده کې راځي «موږ د افغانستان پر حکومت او د طالبانو پر غورځنگ غږ کوو چې اوربند ته غاړه کښېږدي او بین الافغاني خبرو اترو ته لار اواره کړي».

په پرېکړه‌لیک کې په افغانستان کې د مېشتو بهرنیو پوځیانو په تړاو څه نه دي ویل شوي.

دغه پرېکړه لیک کې د اسلامي نړۍ پر علماوو غږ شوی چې د افراطیت او تاوتریخوالي پر ضد په ټینگه ودرېږي.

دغو علماوو ویلي چې په ملي کچه خبرې اترې د افغانستان د حکومت او د طالبانو د غورځنگ ترمنځ د روانې جگړې د پای ته رسولو لپاره ښه لار ده.

علماوو د سولې په لار کې د ولسمشر اشرف غني د هڅو هرکلی کړی دی. په پرېکړه لیک کې راځي «موږ د ولسمشر اشرف غني د هغې بلنې هرکلی کوو چې د طالبانو غورځنگ ته یې د مخامخ او نامشروطو خبرو بلنه ورکړه او دا چې طالبان یې د یوه سیاسي گوند په توگه ومنل».

ولسمشر غني د روان کال په فبروري کې د کابل په دویم کانفرانس کې طالبانو ته د خبرو اترو وړاندیز وکړ. اشرف غني طالبانو ته وړاندیز کړی و چې تیار دی د یوه سیاسي گوند په توگه یې د نظام برخه کړي.

د علماوو په پرېکړه لیک کې له طالبانو هم غوښتل شوي چې د ولسمشر اشرف غني وړاندیز ته مثبت ځواب ووايي او «له تاوتریخوالي ډډه وکړي، دوه طرفه وژنې بندې کړي او د خبرو اترو مېز ته کښېني».

له بلې خوا طالبانو له غونډې وړاندې د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره دغه ناسته د «امریکا په لمسون» بللې وه او له دیني علماوو یې غوښتي وو چې په غونډه کې گډون ونه کړي. د طالبانو په خبرپاڼه کې راغلي و «افغان ولس د سعودي عربستان له چارواکو او علماوو څخه دا هیله نه لري چې دوی به د اسلام او کفر ترمنځ جنگ کې د امریکايي متجاوزینو اړخ نیسي».

طالبانو په افغانستان کې روانه جگړه د «امریکايي محاربو یرغلگرو په خلاف روان جهاد» بللی و.