په بروکسل کې د جګړې او په جده کې د سولې غونډې

 تبصره 

په افغانستان کې چې هر وخت د جګړې  د دوام لپاره  تصميم نيول کېږي، د امريکا په مشرې د ناتو غړي هېوادونه يا د بهرنيو چارو، يا د سرمشرانو په کچه او يا د دفاع وزيرانو په کچه غونډه په بروکسل کې راوبولي او خپل تصميم ونيسي. افغانستان ته د بهرنيو پوځونو د بيا رالېږلو پرېکړې ټولې د بروکسل په غونډو کې شوې دي، او کيږي.

د برکسل په غونډو کې د ناټو عمومي منشي، ينس سټولټنبرګ، تل افغانستان ته د نورو پوځونو په رالېږلو ټينګار کوي، چې په همدې غونډه کې د برتانیې لومړۍ وزيرې، تيريزامې، افغانستان ته د نورو ٤٤٠ پوځیانو د رالېږلو ژمنه وکړه. د تيريزامې لخوا افغانستان ته د نورو ٤٤٠  پوځیانو په رالېږلو سره د برتانیې د پوځونو شمېر تر     ١٠١٩ پورې رسېږي.

دمخه چې پر افغانستان امريکا د ناټو غړو هېوادونو په ملتيا يرغل وکړ، په ۲۰۱۰ او ۲۰۱۱ کې، په افغانستان کې د بهرنيو پوځونو شمېر تر  ١۴٠٠٠٠ ته رسيده. سره له دې چې دممهال په افغانستان کې د بهرنيو پوځونو شمېر تر ۲۱۰۰۰ پورې رسېږي، خو بيا هم په بروکسل غونډو کې افغانستان ته د جګړې د دوام لپاره د نورو پوځونو د لېږلو پرېکړې کېږي .

امريکا تل په افغانستان کې دوه مخې پاليسي غوره کړې ده؛ له يوې خوا د جګړې د دوام لپاره زمينه برابروي او له بلې خوا په يوه او بل هېواد کې د تش په نامه سولې غونډې کوي څو نړيوالو ته وښيي چې امريکا په افغانستان کې د سولې غوښتونکې ده.

پرون او نن ورځ د  سعودي عربستان  په جده او بيا په مکه مکرمه کې د يو شمېر هېوادونو د عالمانو لخوا په افغانستان کې د سولې په اړه ، په دې هیله غونډې جوړې شوې چې د غونډې برخه وال علما په افغانستان کې د بهرنيانو په مقابل کې جهاد  ورور وژنه او  ناروا جګړه فتوا وبولي.

افغان ولس او نړيوال دومره بې حافظې نه دي چې د سعودي عربستان د علماوو او د کعبې د امام هغه فتوا یې له یاده ووځي چې د کمونستانو او روسانو په مقابل کې یې فتوا ورکړې وه. هغه فتوا افغان ولس ته ياده ده چې  کمونست او روسي وژونکي ته یې په پټو سترګو جنت ته په داخلېدو ورکړې وه .

په جده او مکه مکرمه کې له راغونډو شویو علماوو که وپوښتل شي چې د روسي او امريکايي پوځونو په يرغل کې څه توپير دى، هيڅ ځواب نه لري. د روسانو او امريکايي پوځونو په وحشتونو کې څه توپير دى؟ هيڅ ځواب نه لري.

د کعبې شریفې امام، صالح بن عبدالله بن حمید، په جده کې د ديني علماوو غونډې ته په وينا کې غوښتنه‌ کړې چې د افغانستان جګړه دې ژر تر ژره بنده شي، په افغانستان کې جنګ فتنه ده او باید دغه جګړه ډېر ژر پای ته ورسول شي. د کعبې امام صاحب ويلي : هر هغه څوک چې سوله غواړي، کامل مسلمان دی، او هغه څوک چې سوله نه‌غواړي، د شیطان لاره تعقیبوي.

د کعبې امام صاحب لومړى بايد دا څرګنده کړي چې د کمونستانو او  روسانو پر خلاف د هغه وخت د کعبي امام او ديني علماوو کومه فتوا ورکړې وه، هغه فتوا د کوم دين، مذهب او کومو اصولو په رڼا کې شوې  فتوا وه؟ که  هغه فتوا د اسلام د مقدس دين په اصولو فتوا وه، بيا نوله عربې هېوادونو مو چې افغانستان ته د کمونستانو روسانو او پر خلاف مجاهدين رالېږل هغوی کومه لار تعقيبوله ؟

د بروکسل په غونډه کې چې په کوم شمېر د ناټو غړي هېوادونو نماينده ګانو ګډون درلود او افغانستان ته یې د جګړې د دوام لپاره د نورو پوځونو او جنګي وسايلو د مرستو غوښتنې وکړې، په همدومره او دې ته نږدې شمېر کې د هيوادونو نمايندګانو دجدې او مکې مکرمې په غونډو کې هم برخه درلوده.

د بروکسل په غونډه کې په افغانستان کې د جګړې د دوام او په جده کې د سولې  جوړې شوې نقشې د يوې سکې دوه مخونه دي. که روانو حالاتو ته په ژور نظر وکتل شي،  د دواړو غونډو  نقشې په پنټاګان کې جوړې شوې، خو په بروکسل کې په يوه او په جده کې په بله بڼه وړاندې شوې.

سرچینه: کابل ټکی کام

x

Check Also

د رایې ورکوونکو بایومتریک سیستم یو المانی شرکت تیاروي

د ټاکنو کمیسیون منشي او ویاند سید حفیظ الله هاشمي رسنیو ته ...