د بلیک واټر دویم نوم «د کمپاین عسکر»

نصیب ځدراڼ

بلیک واټر یو شخصي وسله وال تنظیم دی چې په ۱۹۹۷ کې د امریکایي سمندري ځواکونو یوه پخوانی افسر “ایرک پرنس”له طرفه د امریکا په نارت کیرولینا ایالت کې جوړ شو.په ۲۰۰۹ کال کې “زی سروس” نوم ورکړل شو چې ورسته په ۲۰۱۱ کال کې د “اکیډمي” په نوم بدل شو.

دا تنظیم کرایه شوي قاتلان لري،د نړۍ هر ګوټ ته سفر کړی شي او د خلکو وژل د دوی دنده ده.د دي تنظیم مقصد په نړۍ کې د امریکا هغه پوځي اهداف پر مخ وړل دي چیرته چې امریکا په ښکاره توګه نظامی بریدونه نشي کولی.یو مثال یې د عراق په جنګ کې د ۲۰۰۳ کال نه تر ۲۰۱۰کال پوري د امریکا د وزارت دفاع سره د ۲۵۰میلیونه ډالرو یو قرارداد دی.خو هیڅوک دقیق معلومات نه لري چې د دومره ډالرو په بدل کې دوی څومره عراقیان و وژل.

امریکا او ناټو چې ځان ته د بشري حقوقو ټیکاداران وایي،یوه لویه دعوي دا کوي چې د نړۍ په هر ګوټ کې چې غیر دولتي یا شخصي وسله والې ډلې وي باید وځپل شي،د هغوی هدف که لساني ګټې تر لاسه کول وي،یا د قومیت په بنسټ جنګیږي،یا که د هذهب په نوم جنګ کوي او که غوښتنه یې د وطن آزادي تر لاسه کول وي پر هر قیمت باید وځپل شي.

خو د منافقت څېره یې دلته بربنډه شي چې عراق کې یې د شیعه ملیشو ملاتړ وکړ او سني مسلمانان یې ورباندي وځپل،اول یې په مزارونو،جوماتونو او بازارونو کې چاودنې وکړي تر څو چې د شیعه ګانو همدردي تر لاسه کړي بیا یې د جنرال ډیوډ پټریاس په مشرۍ کې د شیعه ګانو ملیشې رامنځ ته کړي او د امریکایي یرغل په خلاف پاڅون کونکي سني مسلمانان یې ورباندي وځپل،په لیبیا کې یې د دولت مخالف یاغیانو ملاتړ وکړ او د قذافي واکمنۍ یې ورباندي نسکوره کړه.د طالبانو د واکمنۍ پر مهال د شمالي ټلوالې سره مرسته هم د دي یوه بېلګه ده.

په روان یرغل کې یې په افغانستان دا تجربه په ډیرو شکلونو وآزمایله.که څه هم د افغانستان امنیتي ځواکونو د وطن پر ځای د ناټو اهداف مخې ته وړلو لپاره لګیا دي خو د اربکیانو،سنګوریانو،سکورټیانو، او د “کمپاین”ملیشې یې هم را منځ ته کړې تر څو چې خپل مخالفین د دوی په مرسته له منځه یوسي.

د کمپاین عسکر چې په خوست،پکتیا او پکتیکا کې مېشت دي د نورو ملېشو نه زیات پرمختللي دي،اسلحه یې د ناټو د عسکرو غوندي ده او معاش یې هم د ۴۵۰۰۰ زرو افغانیو نه پیل کیږي.دوی چې په کوم پوځي مرکز کې اوسیږي هغه ته “کمپاین” ویل کیږي نو دوی هم د کمپاین د عسکرو په نوم مشهور دي.په کمپاین کې د ننه چې کوم عسکر اوسیږي هغه ځان ته نظامي اصول لري.ګرځنده ټلفون(موبایل) خو لري خبر ده د قوماندان پرته بل عسکر مخابرې ته هم نشي ور نېږدې کیدلی،کمپاین نه لیرې پوستې جوړې شوې وي کوم عسکر چې د وظیفې لپاره کمپاین ته ورځي اول هلته تالاشي کیږي او د جیب مکمل سامان هلته ورڅخه تسلمېږي بیا اجازه ورکول کېږي چې کمپاین ته ورشي.د دوی دریشې هم له نورو امنیتي ځواکونو بدله ده او که چیرته په جنګ کې راګیر شي نو عین د امریکایانو غوندي چټک هوایي کومک ورته را رسیږي.(د هیواد په اکثرو برخو کې د امنیتي ځواکونو دا حال دی چې یوه یوه میاشت محاصره وي وزارت دفاع او بهرني ځواکونه یې کومک ته نه ورځي).په پیل کې دوئ په خوست کې مېشت وو نو ځکه دوئ ته (خوست پروټیکشن فورس) ویل کیدل، خو د خوست نه ورسته په پکتیا او پکتیکا کې هم دوی مرکزونه جوړ کړل.

د کمپاین عسکر د بهرنېو ځواکونو له خوا تمویل او تجهیزېږي،افغان دولت کنټرول نه ورباندي لري او قومانده، اسلحه او معاش مستقیماً د امریکایانو له طرفه ورکول کیږي.دوی په یوه اصطلاح په افغانستان بلیک واټر ویلی شو،نه څوک زندان ته وړي نه عدالت او محکمې ته،په کورونو،حجرو،مدرسو او لویو لارو کې هغه خلک وژني څوک چې خارجیان دوی ته ور په نښه کوي.تر اوسه یې د پوهنتون محصلین،قومي مشران،تاجران،مزدوران،عالمان،سپین،د مدرسو زده کونکي،د کرکټ نړیوال لوبغاړی( پیر رحمت ولي) د بي بي سي خبرال ( احمد شاه) وژلي دي.

د تعجب یوه کیسه دا د چې د خوست ولایت علیشیرو ولسوالۍ اړوند بټۍ سیمه کې یې پینځه وروڼه یو ځای وژلی وو.نو د څیړنو لپاره چې کوم پلاوی ورغلی وو هغوی ته یې د دغو وروڼو د وژلو علت دا بیان کړی وو چې د دغې کورنۍ دوه تنه پخوا په داسې حال کې د ډرون په برید کې وژل شوي وو چې دوی د ډیورنډ کرښې په لور منډې وهلې.بس نو دا جرم د پینځو وروڼو د یو ځای مرګ لپاره کافي بلل شوی وو.دا راپور اوس هم په بي بي ویب سایټ کې شته کوم چې احمد شاه خبرالا جوړ کړی وو او د هغه د مرګ علت هم دا راپور وګرځیدو..

د وحشتونو کیسې یې په لیکلو نه ختمیږي د خوست ولایت نادر شاه کوټ ولسوالۍ اړوند “زیړي”کلي کې یې په یوه کور چاپه وهلې وه،دوه وروڼه ظهور او داوت یې وژلی وو،د ځوانانو مرګ خو عادي خبر ده سهار کلیوالو د دوو ښځینؤ مړي په داسې حال کې موندلي وو چې لاسونه یې په خپلو څادرونو تړول شوي وو او وژل شوې وي.

د پکتیکا ولایت د ګردې څیړۍ ولسوالۍ اوسیدونکی “کپتان” یې د شپې په ډزو و وېشت میېرمن یې را ووتله چې د خپل خاوند پوښتنه وکړي هغه یې هم وویشتله.د سهار تر اذانو پورې کوچني ماشومان ورته ناست وو ژړل یې مور پلار یې په وینو لت پت پراته وو او کلیوال له دي ډاره نشوو ورته راتلی چې موږ به هم وژني.

تیره شپه یې په باک ولسوالۍ کې د یوې کورنۍ پینځه تنه وژلي،او د کلي خلکو د ولسوالۍ د ودانۍ تر مخ لاریون وکړ،پولیسو په لاریون کونکو ډزې وکړي او ماسپیښن یې وژل شوي ملکیان خښ کړل.د خوست د والي مرستیال آزادۍ رادیو ته و ویل چې “پنځه کسان چې يو پکې د دارالمعلمين محصل، يو ډرېور، دوه ملا صاحبان وو او يو عادي وګړى و چې د يوې کورنۍ وو، وژل شوي، يو پنځه کسيز هيئت ټاکل شوى چې دا موضوع په دقيق ډول وڅېړي.”

خو تر دي مخکې چې پلاوي ټاکل شوي او بیا یې عاملینو ته سزا ورکړي ،دي باندي موږ ټول ښه خبر یو. عین لکه فلسطینیان چې وژل شوي وي او د اسرائیل واکمني ورباندي کوي.

د کابل یوه مدني فعال شفیع اعظم له اختر نه ورسته خوست ته تللی وو هغه د کمپاین د عسکرو په اړه خپل احساسات داسې لیکي.

“د ګوربز سیمې یوه قومي مشر و ویل چې کله د ډیورند پر کرښه پاکستاني پوځیانو د امریکا په مرسته اغزن تار تېراوه نو تڼیو او نورو قومونو یې خلاف احتجاج وکړ او د تار ړنګولو په پار قومي چیغه غرو ته وخته کوم چې بېرته د همدغو کمپاین ځواکونو لخوا د مرګ له تهدید وروسته په شا شول.

ور پسې پاکستاني ځواکونو په سړه سینه د اغزن تار سربېره له اصلي ځای څلور تر لسو کیلو مترو رادیخوا په هر څو متریو کې پخې پوستې جوړې کړې”

باید ووایو چې د کمپاین عسکرو د ناټو هغه شخصي ملېشه ده چې د زیات معاش په بدل کې په خپل ټوپک ړانده مرګونه کوي،دوئ د خپلې دندې پر مهال اکثر د شخصي دوښمنېو بدل آخلي،کوښښ کوي چې مخالف قومونه وځپي،د دوئ د لاسه د مرګ هېڅ پور پیغور نشته،ان ولسوالۍ،امینه قوماندانی او د ولایت مرکز هم نه تر خبرېږي چې دوی ولي عملیات وکړل او څومره مرګونه یې وکړل.

د دوی د فعالیتونو او تجهیزاتو د لګښتونو نه وزارت دفاع نه ونیسه تر ولسمشر پوري هیڅوک نه دي خبر.دوی د افغانانو د قصابي هدایات مستقیماً د باګرام نه آخلي او چې بې دریغه مرګونه وکړي بیا ځایي چارواکي د دوی د جنایتونو ته پرتوګ کوي چې موږ پلاوي ټاکو او څېړنه به یې وکړو چې دا بې ځایه عملیات یې ولي کړي.

د تأسف ځای دی چې یو هېواد چې د یو پر ځای دوۀ ولسمشران ولري، امنیتي ځواکونه ولري،په هغه هېواد کې د یوه داسې ملیشه شتون ولري چې د قصابانو غوندي په کلېو ګرځي او پرته له عدالت او محکمې خلک د خپلو کورنیو په منځ کې وژني.

خو دا ګیله د سړي دلته ورکه چې شي چې د تاریخ په پاڼو کې لګ ورسته لاړ شي،د ولسمشر اداره هم جان کیري جوړه کړې ده او لسګونه ځله داسې شوې چې د ناټو جګپوړي چارواکي راغلي او ولسمشر یې باګرام ته ور غوښتی دی.ولسمشر هم وار نه دی خطا کړی او په منډه یې ځان ور رسولی دی.

د افغانستان د بلیک واټر (کمپاین) د ظلمونو د مخنیوي یوه لار یو قوي ولسي پاڅون دی چې پخوا به د لویې پکتیا خلکو په داسې پاڅونونو کې شهرت درلود خو اوس نه پوهیږم چې ولي د چرګانو غوندي په پنجره کې خپل مرګ ته انتظار دي.چې قصاب یوه چرګه تر حلاله کړي دا نورې خوشحالې شي چې یو څه وخت مو ژوند دوام پیدا کړ….

دا متن د نن ټکی اسیا څخه کاپي شوی. اصل مطلب دلته موندلای شئ: د بلیک واټر دویم نوم «د کمپاین عسکر»

سرچینه: نن ټکی اسیا

x

Check Also

د رایې ورکوونکو بایومتریک سیستم یو المانی شرکت تیاروي

د ټاکنو کمیسیون منشي او ویاند سید حفیظ الله هاشمي رسنیو ته ...